د خوست يو شمېر کروندګر وايي، چې د جلغوزيو او چارمغزو د نيالګيو په روزلو او په ځنګلي سيمو کې په کښېنولو سره به يې اقتصاد وده وکړي.
مسئولين وايي چې په خوست، پکتيکا او پکتيا ولايتونو کې د دغو وچو ميوو ۲۱ سوه زره نيالګي کښېنوي.
طايب ګل د خوست د دوه منده ولسوالۍ اوسېدونکی دی. هغه او خپلوان يې د جلغوزيو او چارمغزو د هغو شپېتو زرو نيالګيو پر کېنولو لګيا دي، چې د ځنګلو د بيا احياء لپاره کرنې وزارت ورکړي دي.
دوی نيالګي په دې شنو خونو کې کېنوي او د دريو کلونو په موده کې چې رالوی شي، بيا يې د ځنګلونو د بيا احياء پروژې مسؤلين ترې اخلي او په ځنګلي سيمو کې يې کښېنوي.
هغه وایي "اوس موږ غواړو چې دا ځنګلونه بېرته شنه شي، له دغو نه موږ ګټه وکړو. د ځدراڼو سيمې سمې ځمکې نشته او له همدې ځنګلونو نه موږ خپله ګټه لاسته راوړو".
د ځنګلونو د بيا احياء دغه پروژه، چې د افغانستان د کرنې وزارت له لوري تمويليږي، څه موده مخکې پيل شوې او لا هم دوام لري. د دې پروژې له مخې يواځې په خوست، پکتیا او پکتیکا ولايتونو کې ۲۱ لکه د جلغوزو او چارمغزو ونې کښېنول کيږي.
کروندګر وايي، له دې کبله چې جلغوزي او چارمغز د افغانستان له مهمو او قيمتي وچو ميوو څخه ګڼل کيږي، غواړي په ډېرې علاقې سره دا نيالګي وروزي او بيا پرې ځنګلونه وپوښل شي.
د يادې پروژې اسلم هڅاند وايي، چې د ځنکلونو بيا احياء، د ځايي خلکو او ګروندګرو اقتصادي پياوړتيا او د هېواد په مختلفو ولايتونو کې حلالو کښتونو ته د کوکنار پر کرکيله د بوختو ګروندګرو هڅول يې اساسي موخې دي.
هغه وايي "يواځنی هدف يې دا دی چې د ځنګل وهنې مخه ونيول شي، عامه پوهاوی وشي او بلې خوا ته خلکو ته په هماغه ساحه کې کار پيدا شي او ځنګل د خلکو لپاره په عايداتي منبع بدل کړو. جلغوزي او مټک ډېره قيمتي ميوه ده. په اوس وخت کې يې په نړيواله کچه ډېر ښه مارکېټ پيدا کړی دی".
خوست، پکتيا او پکتيکا پنځلس ځنګل لرونکې ولسوالۍ لري، که څه هم ثمرې ته د دې نيالګيو رسيدا وخت غواړي، خو خوشبيني دا ده چې دا پروژه د اوږمهاله اقتصادي پياوړتيا په برخه کې له بنسټيزو مهمو پروژو څخه ګڼل کيږي.