امنيتي چارواکي وايي چې د پکتیا پخوانی امنیه قوماندان د وسله والو طالبانو په برید کې ووژل.
د لوګر ولایت د مرکز پل علم ښار د لومړۍ حوزې امر او د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند شاه پور احمدزی په يو وسله وال بريد کې ووژل شو.
امنيتي چارواکي وايي چې د لوګر ولايت د اقتصاد رئیس د وسله والو طالبانو په برید کې وژل شوی دی.
د پکتيکا پوليس وايي چې د دغه ولايت د سروضې ولسوالۍ امنيه قوماندان د سړک غاړې په يوه بمي چاودنه کې وژل شوی دی.
د پکتيا په اريوب ځاځي ولسوالۍ کې د ځينو سيمو کروندګرو پر خپلو ځمکو د بنګو د نه کرلو تړون کړی دی خو له دولت څخه د حلالو کښتونو د تخمونو او کيمياوي سرې مرسته غواړي.
له لوګر څخه راپورونه وايي چې د دغه ولایت په مرکز پل علم کې په یوې چاودنې کې لږ تر لږه ۲۵ تنه وژل شوي دي.
د خوست يو شمېر اوسېدونکي پر ځینو درملتونونو نیوکه لري، چې ګواکې پر روږدو کسانو نشه راوړونکي درمل پلوري.
د لوګر پوليس وايي چې د دغه ولايت په برکي برک ولسوالۍ کې د افغان امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ په جګړه کې دواړو غاړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په پکتیا کې په نشو د اخته کسانو ورځ تر بلې زیاتوالي اندېښنې راپورته کړې دي، بېکاري او نشه ييتوکو ته اسانه لاسرسی د دې لامل بلل کېږي چې ډېری کسان نشو ته مخه کړي.
د پکتیکا پولیس وايي چې د دغه ولایت د وازیخواه ولسوالۍ امنیه قوماندان د وسله والو طالبانو په یوه برید کې ووژل شو.
د لوګر پوليس وايي چې د دغه ولايت په محمد آغې ولسوالۍ کې د طالبانو په د مس عينک د کان اوه پوليس سرتېري وژل شوي دي.
په پکتیا کې یو پخوانی ملا امام وروسته له هغه په نشو اخته شو چې د پلار تر مړینې وروسته یې د تره زوی په سګرېټو کې چرس ورکړل.
زیات شمېر هغه افغانان چې ایران ته د مزدورۍ لپاره ځي، په هغه هېواد کې په نشه یي توکو اخته کیږي.
د خوست يو شمېر اوسېدونکي له روغتيايي چارواکو غوښتنه لري، چې په دغه ولايت کې د معتادو ماشومانو د درملنې لپاره اسانتياوې برابرې کړي.
د خوست چارواکي وايي چې د غلام خان بندر له لارې د افغانستان باروړونکو موټروتهتر ميرانشاه پورې د تللو اجازه ورکړل شوېده.
امنيتي چارواکي وايي، چې د دويمې سرحدي لوا درستيزوال په لوګر کې د ناپېژاندو وسله والو په بريد کې وژل شوی دی.
د خوست امنيتي چارواکي وايي، په دغه ولايت کې د بهرنيو ځواکونو پر نظامي اډې وسله والو طالبانو راکيټي حمله کړې ده.
په خوست کې په نشه يي توکو اخته یو معتاد وايي چې د نشو له امله یې خپله کورنۍ خوشې کړې او بې سرپرسته پاتې ده.
په خوست کې خلک په نشه يي توکو د روږدو ماشومانو د شمېر پر زیاتېدو اندېښمن دي، په نشه يي توکو روږدي ماشومان وايي، چې دغو موادو ته د اسانه لاسرسي له امله پرې روږدي شوي دي.
د افغانستان د عامې روغتيا وزارت چارواکي وايي، که ماشومانو ته د پوليو کمپاینونو پر مهال واکسين ونه رسول شي، په دغه هېواد کې به د پوليو دويم ډول ويروس پېښې لا زياتې شي.
نور پورته کول