د لاس رسي وړ اتصالات

د پکتیا د امنیې پخوانی قومندان ووژل شو


قومندان شاهین د وسله والو طالبانو په برید کې وژل شوی
قومندان شاهین د وسله والو طالبانو په برید کې وژل شوی

امنيتي چارواکي وايي چې د پکتیا پخوانی امنیه قوماندان د وسله والو طالبانو په برید کې وژل شوی دی.

د خوست امنيه قوماندان مل پاسوال محمد داود آمين وايي، چې قوماندان سمونوال اختر محمد شاهين نن سه شنبه مۍ ۱۱ (غوايي۲۱) له روژه ماتي لږ مخکې د دې ولايت د تڼيو ولسوالۍ د للمې کوټکي په سيمه کې د وسله والو طالبانو په کمين کې وژل شوی دی.

نوموړي زياته کړه چې قوماندان شاهين او له هغه سره په موټر کې سپاره درې نور کسان، چې يو يې تره، يو يې زوی او بل يې د تره زوی دی، هم وژل شوي دي.

سمونوال اختر محمد شاهين تېر کال د يو څو مياشتو لپاره د پکتيا امنيه قوماندان او تر هغه مخکې په خوست کې د ولايتي ځانګړو ځواکونو قوماندان په توګه دندې ترسره کړي دي.

د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد ته منسوب ټویټر اکاونټ کې د دغه برید مسولیت منل شوی دی.

په دې اکاونټ کې د طالبانو خبرونه خپریږي.

XS
SM
MD
LG