زمبابوې له افغانستان څخه  د دریو شل اوریزو لوبو د لړۍ لومړۍ لوبه وګټله

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې، نننۍ لوبه، کوربه زمبابوې ته په ۴ وېکټو وبايلله.

د افغانستان او زمبابوې ترمنځ د دریو شل اوریزو لوبو د لړۍ لومړۍ لوبه چې نن چهارشنبې، دسمبر ۱۱(لیندۍ ۱مه) د زمبابوې په پلازمینې هرارې کې وشوه، د کوربه لوبډلې زمبابوی په بري پای ته ورسېد.

په ننۍ لوبه کې، افغان لوبدلمشر راشد خان د پچې تر ګټلو وروسته لومړی د منډو جوړولو پرېکړه وکړه.

افغان لوبډلې په ۲۰ ټاکل شویو اوورنو او د شپږو لوبغاړو په سوځیدو، زمبابوې ته ۱۴۵ منډو هدف ورکړ.

په نننۍ لوبه کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبدلې له لوري کريم جنت ۵۴، محمد نبي ۴۴ او حضرت الله ځاځی ۲۰ منډې جوړې کړې.

خو د زمبابوې لوبډلې د افغان لوبډلې لخوا ټاکل شوې هدف په وروستي اوورنو او د شپږو لوبغاړو په سوځیدو سره بشپړ کړ.

د کوربه زمبابوی لوبډلې لپاره براین بینټ چې د نننۍ لوبې غوره لوبغاړی هم وټاکل شو، ۴۹ او ډیون مایرز ۳۲ منډې وکړې.

همدارنګه د افغانستان لپاره نوین الحق درې، راشد خان دوه ویکټې او محمد نبي یوه ویکټه واخیستله.

د افغانستان او زمبابوې بله لوبه د جمعې په ورځ، د دسمبر په ۱۳مه نېټه تر سره کیږي.

له دریو شل اوریزو سیالیو څخه وروسته د یوې ورځنیو دریو لوبو لړۍ د ډسمبر په ۱۵ نېټه پيل کېږي او د ټست وروستۍ لوبه د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ په درېیمه نېټه ده.

افغانستان له زمبابوې سره شل اوریزو او یوې ورځنیو لوبو ته لوبغاړي اعلان کړل، خو د ټست لوبو لپاره یې لوبغاړي لا اعلان کړي نه دي.

په شل اوریزو سیالیو کې مجیب الرحمن، چې د تېر نړیوال شل اوریز جام څخه وروسته د افغانستان په ملي لوبډلې کې نه و، په لوبډلې کې شامل شوی دی. د ده ګوته خوږه وه.

د افغانستان د سر توپ وهونکی ابراهیم ځدراڼ په دغو لوبو کې نه شته. هغه د پښې عملیات کړي او افغان کرکټ بورډ وايي چې لا هم پوره رغېدلی نه دی.

افغانستان له زمبابوې سره تر سیالیو مخکې له بنګله دېش سره په شارجه کې درې یوه ورځنۍ لوبې لرلې چې ۲-۱ یې وګټلې.