د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د ۱۹کلنو اسیا کپ کې بله لوبه هم وبایلله؛ زمبابوې ته لوبغاړي اعلان شول


افغانستان د ۱۹ کلنو لوبډلې په سري لانکا باندې هم لوبه وبایلله
افغانستان د ۱۹ کلنو لوبډلې په سري لانکا باندې هم لوبه وبایلله

د افغانستان د ۱۹ کلنو کرکټ لوبډلې د یکشنبې په ورځ ډسمبر لومړۍ (لیندۍ۱۱) د اسیا کپ په سیالیو کې خپله دویمه لوبه په سري لانکا وبایلله.

افغانستان په دغې ماتې سره نور د ۱۹ کلنو د اسیا کپ سیالیو کې د وړاندې تګ چانس نه لري، که څه هم وروستۍ لوبه یې د سه شنبې په ورځ له نیپال سره ده.

افغانستان د سري لانکا د ۲۴۳ منډو په ځواب کې یوازې ۱۱۲ منډې وکړې او ټول لوبغاړي یې په ۲۹م اورو کې وسوځېدل.

افغانستان په دغو سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه په بنګله دېش باندې بایللې وه.

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان تر دغو سیالیو مخکې د پاکستان او متحدو عربو اماراتو ترمنځ د درې اړخیزو لوبو لړۍ ګټلې وه.

له زمبابوې سره سیالۍ

په همدې حال کې افغان کرکټ بورډ له زمبابوې سره دریو شل اوریزو او دریو یوې ورځنیو لوبو ته د افغانستان د کرکټ‌ د ملي لوبډلې د لوبغاړو نومونه اعلان کړل.

ټاکل شوې چې افغانستان د ډسمبر په ۱۱مه نېټه له زمبابوې سره لومړۍ شل اوریزه لوبه وکړي. دویمه او درېیمه یې په ۱۳مه او ۱۴مه نېټو باندې دي.

د شل اوریزو سیالیو لپاره په اعلان شویو لوبغاړو کې دروېش رسولي او زبید اکبري هم شامل دي. دوی دواړه هغه لوبغاړي دي، چې د شل اوریزو په تېر نړیوال جام کې د افغانستان لوبډلې کې نه وو. له زمبابوې سره لوبو ته نور ټول هماغه لوبغاړي دي چې په تېر شل اوریز نړیوال جام کې وو. یوازې نجیب ځدراڼ او ابراهم ځدراڼ په کې نه شته. ابراهیم ځدراڼ د پښې عملیات کړي وو او د نجیب ځدراڼ د نه غوره کېدو علت نه دی ویل شوی.

له شل اوریزو لوبو وروسته افغانستان به له کوربه هېواد سره د دریو یوې ورځنیو لوبو لړۍ پیلوي چې لومړۍ لوبه یې د ډسمبر په ۱۷مه نېټه ده. دویمه یې په ۱۹مه او درېیمه یې په ۲۱ نېټو دي.

تر دغو سیالیو وروسته د افغانستان او زمبابوې ترمنځ دوې ټست لوبې هم شته چې لا د هغه لپاره لوبغاړي اعلان شوي نه دي. د یوې ورځنیو لوبو لپاره هماغه لوبغاړي دي چې دا څه موده مخکې له جنوبي افریقا سره په سیالیوکې وو. یوازې ریاض حسن نه شته او مجیب الرحمن شته.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG