ملګري ملتونه: د یمن مخالفو اړخونو په یو نوي اوربند موافقه وکړه

د یمن په چارو کې د ملګرو ملتونو استازي د شنبې په ورځ ډسمبر (مرغومي دوهمه) وویل چې د یمن د جګړې ښکېل اړخونه یو نوي اوربند ته ژمن دي او د جګړې د پای ته رسولو لپاره د ملګرو ملتونو په مشرۍ د سولې په پروسه کې په ګډون یې موافقه کړې ده.

د یمن لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي هانس ګرندبرګ دفتر په یو بیان کې ویلي چې، ګرندبرګ "په ټول هیواد کې د اوربند د پلي کولو لپاره د یو لړ اقداماتو د ژمنې او د یو ټول شموله سیاسي پروسې د بیا پیلولو ته د چمتووالی د څرګندولو هرکلی کوي."

دا نوی تړون په سعودي عربستان او عمان کې له څو غونډو وروسته ترلاسه شوی دی.

په بیان کې راغلي چې د ملګرو ملتونو استازی به اوس "له ښکلیو اړخونو سره تعامل وکړي چې د ملګرو ملتونو تر څارنې لاندې یو پلان جوړ کړي چې دا ژمنې پکې شاملې وي او د پلي کیدو ملاتړ یې وکړي."

د یمن په جګړه کې د ښکېلو ډلو تر منځ د خبرو اترو په پیلېدو سره هیله شته چې په دغه هېواد کې نهه کلنه جګړه پای ته ورسېږي. د یمن په جګړه کې، ایران د حوثي یاغیانو ملاتړ کوي او د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف د یمن د ګوښه شوي حکومت ملاتړ کوي چې د نړیوالې ټولنې لخوا په رسمیت پیژندل شوی.

د یمن کورنۍ جګړه په ۲۰۱۴ کال کې هغه مهال پیل شوه چې حوثي یاغیانو د دغه هېواد پلازمېنه صنعا ونیوله او په رسمیت پېژندل شوی حکومت یې جلاوطنۍ ته اړ کړ. له هغې وروسته د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف د ۲۰۱۵ کال په مارچ میاشت کې د حوثي یاغیانو پر ضد هوايي عملیات پیل کړل او له هغه وخت راهیسې دغه هېواد په جګړه او ګډوډۍ کې ښکېل دی.

د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب رامنځته شوی اوربند، چې د ۲۰۲۲ کال د اپریل په میاشت کې نافذ شو، په تاوتریخوالي کې د پام وړ کموالی راوست. که څه هم د تېر کال په اکتوبر میاشت کې اوربند پای ته ورسېد، خو جګړه تر ډېره درېدلې ده.

د ملګرو ملتونو د وروستۍ اعلامیې له مخې، د جګړې د پای ته رسولو په پلان کې د حکومتي کارکوونکو د معاشونو د ورکړې ژمنه، د حوثي یاغیانو له لورې د 'تعز' د کلابند شوي ښار او د یمن نورو برخو ته د غځیدلو لارو پرانیستل او د تیلو صادرات بیا پیلول شامل دي.

ګرنډبرګ وویل:"یمنیان هیله مند دي او دې نوي فرصت ته په تمه دي چې د یوې تلپاتې سولې په لور مثبتې پایلې او پرمختګ برابر کړي."

هغه وویل: "دواړو لورو یو مهم ګام پورته کړی دی. د دوی ژمنې تر ټولو پورته د یمن خلکو ته ژمنې دي."

په يمن کې د جګړې له پيل څخه تراوسه پورې په سلګونو زره تنه په مستقيم ډول په جګړه کې وژل شوي او يا په غير مستقيم ډول د ناپاکو اوبو د څښلو، د ناروغيو د خپريدو، لوږې او نورو عواملو له امله وژل شوي دي. په دې جګړه کې تر ۱۱ زرو زیات ماشومان وژل شوي او ټپیان شوي دي.

د دې سربیره د ملګرو ملتونو په وینا، په یمن کې جګړې د دې لامل شوې، چې دغه هېواد په نړۍ کې له تر ټولو بد بشري بحران سره مخ شي؛ په میلیونونو خلک له خپلو کورونو څخه بې ځایه شوي او په فقر او لوږه کې ژوند کوي.