ملګري ملتونه: د یمن حوثیان په قوي نظامي سازمان بدلیږي

حوثي شعیه یاغیانو په ۲۰۱۴ کال کې پایتخت صنعا په نړیواله کچه د پیژندل شوي حکومت څخه ونیوه.

ملګري ملتونه وایي په یمن کې حوثي شعیه یاغیان چې ایران یې تر شا ولاړ دی په قوي نظامي سازمان د بدلیدو په حال کې دي.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو یو راپور کې چې جمعه نومبر لومړۍ ( لړم ۱۱) خپور شوی ویل شوي چې حوثیان دا کار له بهر ، په ځانګړې توګه د ایران او حزب الله څخه په تر لاسه شویو "بې سارو نظامي مرستو" باندې کوي.

په ایران د پخوا راهیسې دا تور دی چې په غزې کې حماس، په لبنان کې حزب الله او په یمن کې حوثي شعیه یاغیانو سره نظام، مالي او نورې مرستې کوي او روزنه ورکوي.

د کارپوهانو په راپور کې راغلي د تیر کال راهیسې چې په غزې کې د اسرائیل – حماس جګړه پیل شوې، حوثي یاغیانو د سیمه ایز وضعیت څخه په ګټې اخیستو د د ایران او حزب الله په ګډون د "مقاومت محور" سره خپله همکاري پراخه کړیده.

د دې راپور پر اساس، د غزې تر جګړې وړاندې حوثي شعیه یاغیان یوه سیمه ایزه وسله واله ډله وه چې وړتیاوې یې هم محدودې وې خو اوس په یو قوي نظامي سازمان بدل شوي او د فعالیت وړتیا یې هم یوازې تر هغو سیمو محدوده نده چې د دوي په په واک کې دي.

د غزې جګړه تیر کال د اکټوبر په میاشت کې پیل شوه او د ملګرو ملتونو د کارپوهانو ډلې پخپل راپور کې تر دې یوه میاشت وړاندې ، د ۲۰۲۳ میلادي کال څخه نیولې تر ۲۰۲۴ کال د جولای تر میاشتې د حوثیانو په وړتیاوو تمرکز کړی.

په راپور کې ویل شوي چې په همدې مودې کې حوثیانو ته په بې سارې توګه نظامي او مالي ملاتړ تر لاسه شوی.

دا مطلب هم ولولئ حوثي یاغیانو پر اسرائیل د توغندي برید کړی

د کارپوهانو په راپور کې همدارنګه ویل شوي چې د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو بهرنۍ عملیاتي څانګې ـ قدس ځواکونو - ، د لبنان حزب الله او په عراق کې ایراني پلوو وسله والو ډلو پدې مودې کې د حوثیانو سره تخنیکي او د روزنې په چارو کې مرستې کړیدي.

د راپور په یوې برخې کې راغلي چې حوثي یاغیانو په لبنان او عراق کې ګډ عملیاتي مرکزونه جوړ کړي چې د ګډو نظامي اقداماتو همغږي پکې کیږي.

په راپور کې خبرداری ورکړل شوی چې حوثیانو ته له بهرنیو سرچینو څخه چې په کومه اندازه ډول ډول نظامي مواد او ټکنالوژي استول شوې، وسله وال یې روزل شوي ساری یې نشته.

دا راپور د نظامي کارپوهانو، یمني چارواکو او هغو سرچینو د ګواهیو پر اساس ترتیب شوی چې د حوثیانو سره نږدې اړیکې لري.

د ملګرو ملتونو کارپوهان دې نتیجې ته رسیدلي چې حوثي یاغیان پخپله د توغندیو په ګډون د هغو پیچلو وسلو د جوړولو وړتیا نلري چې په سرې بحیرې کې په کښتیو باندې بریدونو کې ترې کار اخلي او دا چې ځینې وسلې یې هغو ته ورته دي چې ایران او د ایران له ملاتړ برخمنې وسله والې ډلې یې کاروي.