شي جینپینګ: نړیوال قدرتونه باید د اوکراین او روسیې ترمنځ د سولې خبرو ته لار هواره کړي

د چین ولسمشر شي جینپینګ او د هنګري صدراعظم ویکتور اوربان

د چین ولسمشر شي جینپینګ د دوشنبې په ورځ جولاۍ اتمه (چنګاښ ۱۸) د هنګري له صدراعظم ویکتور اوربان سره په لیدنه کې وویل چې د نړۍ قدرتونه باید د روسیې او اوکراین ترمنځ د سولې د مستقیمو خبرو بیا پیلولو سره مرسته وکړي.

د چین د سي سي ټي وي د راپور له مخې، ولسمشر شي اوربان ته وويل: "نړيواله ټولنه بايد شرايط برابر کړي او د دواړو خواوو لپاره د مستقيمو خبرو اترو د بيا پيلولو سره مرسته وکړي. که ټول ستر قدرتونه د منفي انرژۍ پر ځای مثبته انرژي وکاروي، په دې شخړه کې ژرترژره د اوربند پيلامه کېدای شي."

اوربان وروسته له هغه چې هېواد یې تېره اونۍ د اروپايي اتحادیې شپږ میاشتنۍ دوره يي مشري پیل کړه، کیف او مسکو ته سفرونه وکړل. هغه ویلي چې بیجینګ ته یې دا نا اعلان شوی سفر د نوموړي د "سولې د ماموریت" درېیم تمځای دی.

دا سفر یوه ورځ مخکې له هغه کېږي چې ټاکل شوې شمالي اتلانتیک تړون (ناټو) د خپلې ۷۵مې کلیزې په مناسبت سرمشریزه جوړه کړي، او تمه کیږي چې د اوکراین موضوع یې د بحثونو په سر کې ځای ولري.

د سي سي ټي وي د راپور په اساس، د شي او اوربان خبرې "د اوکراین د کړکیچ په اړه پر ژورو اړیکو" باندې متمرکزې وې.

د راپور له مخې، شي جينپينګ د اوکراين د کړکېچ د سياسي حل لپاره د اوربان د هڅو ستاينه وکړه او د چين د دریځ په اړه يې معلومات ورکړل.

راپور لیکي: "شي جینپینګ ټینګار وکړ چې دا د ټولو خواوو په ګټه ده چې اوربند وکړي او عاجل سیاسي حل ومومي."

هغه زیاته کړه: "اوسنی تمرکز د دریو اصولو په مراعت کولو دی، 'دا چې د جګړې ډګر پر نورو برخو اغیز ونکړي، جګړه پراخه نشي او نور اړخونه ورته لمن ونه وهي' ترڅو وضعیت ژر تر ژره ارام شي."

د ۲۰۲۲ په فبروري کې پر اوکراین باندې د روسیې له یرغل وروسته، که څه هم چین په دغه شخړه کې د بې طرفۍ دریځ غوره کړی، خو هیڅکله یې د روسیې یرغل غندلی نه دی او په دې برخه کې یې د منځګړیتوب هڅه کړې ده.

لوېديځ هېوادونه نیوکه کوي چې بیجینګ د سولې مبهم وړانديزونه صادر کړي چې دا کار ښايي روسيې ته ددې توان ورکړي چې د اوکراين د نيول شويو سيمو ډېره برخه په خپل کنټرول کې وساتي.