د ټولنیزو رسنیو «ایکس» شبکې نن دوشنبه اکتوبر ۲۸ (لړم اوه) هغه حساب ځنډولی، چې څو ورځې مخکې پرانیستل شوی و او د ایران د مذهبي مشر ایت الله علي خامنه یي په استازیتوب یې په عبراني (عبري) ژبې پوستونه او مواد خپرول.
اوس چې دا حساب ګوری، یو لیکل شوی پیغام پرې راځي چې «ایکس دا حساب (اکاونټ) چې د ایکس اصول یې مات کړي، ځندولی» دی.
د ایلن ماسک د ایکس شبکې نه دي ویلي چې دې حساب یې کوم اصول تر پښو لاندې کړي دي.
د خامنه يي دفتر د هغه په نوم په ټولنیزو رسنیو کې څو حسابونه لري او په بېلا بېلو ژبو پوستونه او نور مواد ترې خپروي.
د هغه په نوم په عبراني ژبه دا نوی حساب، په ایران باندې د اسرائيل له هوايي بریدونو وروسته پرانیستل شوی و او «بسم الله الرحمن الرحیم» په کې لیکل شوي و.
اسرائيل څو ورځې مخکې په ایران باندې بریدونه وکړل، چې د مقاماتو په وینا لږ تر لږه څلور ایراني سرتېري په کې وژل شوي دي. اسرائيل وایي دا بریدونه یې د هغه د هغو بریدونو په ځواب کې کړي، چې د اکتوبر په لومړۍ نیټه یې په اسرائيل باندې کړيوو.
ایران ګواښ کړی دی چې د دغو بریدونو غچ به اخلي.