د اسرائیل او حماس ترمنځ‌ د اوربند په اړه د نړیوالو غبرګونونه

له هغه وروسته چې متحدو ایالتونو، مصر او قطر د اسرائیل او حماس ترمنځ د اوربند د تړون خبر ورکړ، په نړۍ کې یو شمېر هېوادونو د دغه خبر په اړه غبرګون وښوده او هېله یې کړې چې دا تړون په غزې کې د جکړې پای شي.

د قطر صدراعظم محمد بن عبدالرحمن ال ثاني د چهارشنبې په ورځ جنوري ۱۵ (مرغومې۲۶) په یو خبري کنفرانس کې وویل چې «دوې متخاصمې ډلې د غزې په تړانګې کې تړون» ته ورسېدې او د دواړو خواو ترمنځ دا اوربند به د یکشنبې په ورځ پیل شي.

ال ثاني وویل: «هیله لرو چې دا د جکړې وروستۍ برخه شي او هیله لرو چې ټولې خواوې د دغه تړون شرایطو ته ژمن شي.»

نوموړي وویل چې د دغه اوربند په لومړي پړاو کې، چې ۴۲ ورځې دي، حماس به د ماشومانو، مسنو خلکو، بیمارانو او زخمیانو په ګډون ۳۳ یرغمل شوي‌ پرېږدي او اسرائیلي ځواکونه به په دې پړاو کې له غزې څخه وځي‌او په سرحد کې ځای په ځای کېږي. نوموړي وویل چې غزې ته د بې ځایه شویو خلکو راستنېدل هم د لومړي پړاو یوه برخه وي.

د اوربند په دویم پړاو کې به د هغوی فلسطیني زندانیانو شمېر، چې اسرائیل به یې پرېږدي، نهايي شي.

د اوربند له اعلان څخه وروسته د اسرائیل د صدراعظم دفتر په یوې اعلامیې کې خبرداری ورکړ چې ځینې مسائیل نا حل شوي‌ پاتې دي خو هیله یې کړې ده چې جزیات به یې «نن شپه» بشپړ شي.

د اسرائيل ولسمشر ایزک هرتزوګ وویل چې دا تړون د یرغمل شویو د راستنولو لپاره «یو سم اقدام» دی.

د حماس ډلې ویلي دي، چې دا اوربند «د فلسطین د لوی ولس د نه باور کېدونکي او زموږ د زړور مقاومت پایله» ده.

مصر

د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي د دغه اوربند هرکلی کړی دی او غزې ته یې د بشري مرستو د سمدستې انتقال ارزښت ته اشاره کړې ده.

سعودي‌عربستان

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت اوربند ته په درناوي‌ ټېنګار کړی او ویلي‌ دي چې له ۱۵ میاشتنۍ جګړې وروسته «په غزې کې د اسرائيل یرغمل پای ته» ورسېده.

ریاض همدغه راز د غزې له تړانګې او د ټولو فلسطیني او عربو له ځمکو څخه د «اسرائيل د اشغالګرو ځواکونو د بشپړ وتلو» غوښتنه کړې او غوښتي دي چې بې ځایه شوي دې خپلو اصلي سیموته ستانه شي.

ترکیه

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان هم د دغه تړون په اړه هیله څرګنده کړې ده او ویلي‌ دي چې دا تړون د ټول بشریت او په خاص ډول «زموږ د فلسطیني وروڼو» لپاره ګټور پریوځي او د دوامدارې سولې او ثبات لپاره زمینه برابره کړي.

جرمني

د جرمني صدراعظم اولاف شولتز ویلي دي چې هیله لري دا تړون د جګړي دایمي‌ پای او په غزې کې د بشري وضعیت د ښه والي لپاره دروازې پرانیزي. هغه وویل چې دغه تړون باید ټکي په ټکي تطبیق شي.

بریتانیا

د بریتانیا صدراعظم کییر استارمر ویلي دي چې دا تړون هغه خبر و چې د اسرائیل او فلسطین خلک ورته له ډېر وخت راهېسې منتظر و. نوموړي غوښتي‌ دي چې د «ښه راتلونکي» او د دوو دولتونو حل لارې لپاره د اساس کېښودو په لوري نور اقدامات وشي.

اروپايي ټولنه

د اروپايی ټولنې مشرې اورسلا فون دیرلاین د دغه تړون د بشپړ تطبیق غوښتنه کړې ده. هغې وویل: «دواړه خواوې باید دا تړون په سیمه کې د پایداره ثبات لپاره د یوې وسیلې په توګه وکاروي.»

فرانسه

د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون وویل چې دا تړون باید په غزې کې « د یو سیاسي حل» لپاره تعقیب شي. هغه په خپل ایکس حساب کې لیکلي دي: «دا تړون باید محترم وګڼل شي. یرغمل شوي پرېښودل شي. د غزې له خلکو سره مرسته وشي. یو سیاسي حل باید رامنځ ته شي.»

ملګري ملتونه

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتوني ګوتېرش د دغه تړون هرکلی کړی دی او ویلي دي‌ چې دا تړون باید غزې ته د مرستو رسولو په مخکې پراته خنډونه لېرې کړي. هغه ویلي دي چې د فلسطینیانو د ځمکنۍ بشپړتیا درناوی وشي او د «یو فلسطیني واحد رهبریت» لپاره،‌ چې د سولې د ساتلو توان ولري،‌ کار وشي.

د روغتیا نړیوال سازمان

د روغتیا نړیوال سازمان مشر تدروس ادهانوم وویل چې «سوله غوره درمل دي» خو خبرداری یې ورکړ چې په غزې کې بشري ضرورتونه خورا زیات دي.

هغه وویل چې «د غزې د اوربند او یرغمل شویو د پرېښودو معامله خوښوونکې او هڅوونکې ده» او په خبره یې ډېر خلک ووژل شو او ډېرو کورونیو رنځ وګاله.

د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې د امریکا، مصر او قطر «له څو میاشتنیو جدي دیپلوماسیو» وروسته دا تړون ممکن شو.

بایډن وویل: «دا تړون به په غزه کې د جګړې د پای ته رسولو، د فلسطین ملکي وګړو ته د بشري مرستو د زیاتوالي لامل شي چې ورته سخته اړتیا لري، او د ۱۵ میاشتو بند وروسته به د یرغمل شویو کسانو د خلاصون او بیرته له خپلو کورنیو سره د یوځای کیدو سبب شي.»

جو بایډن د ۲۰۲۴ کال د مې په ۳۱مه، په غزه کې د اوربند او د یرغمل شویو بندیانو د خلاصون وړاندیز وکړ، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا هم تصویب کړ.

په دغه راپور کې د فرانس پرس خبري‌ اژانس له معلوماتو استفاده شوې.