د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) په افغانستان کې بشري مرستو ته مخ په زیاتیدونکي اړتیاو او په دغه هیواد کې دوامداره بشري بحران ته په اشارې ویلي چې په روان ۲۰۲۴ کال کې به ددغه هیواد روغتیايي سیستم د ننګونو سره مخ اوسي.
دغه سازمان د پنجشنبې په ورځ فبرورۍ ۲۲ (کب درییم) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې افغانستان کې خلک د یوې خوا د یو ناپایداره روغتیايي سیستم سره مخ دي او د بلې خوا د خوراکي توکو د کمبود او د خوارځواکۍ سره مخ دي.
د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې په افغانستان کې بشري مرستو ته اړتیا ډیره زیاته شوې او مرستو ته د اړو کسانو شمیر چې د ۲۰۲۱ کال د اګست د میاشتې دمخه ۱۸.۴ میلیونو کسانو ته رسیده په روان ۲۰۲۴ کال کې د هغوی شمیر ۲۳.۷ میلیونو کسانو ته رسیدلی دی.
دغه سازمان ویلي: " اټکل کیږي چې ۲۰۲۴ کال به د ننګونو سره مخ کال اوسي، ځکه چې د افغانستان د روغتیا سیستم د کمې پانګونې او په ټولو برخو کې د اقتصادي ستونزو سره مخ دی".
د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې د روغتیا د سکټور پر وړاندې ګواښونو ته د ځواب ویلو لپاره درې ستراتیژیک لومړیتوبونو یادونه کړې ده.
لیرو پرتو سیمو ته رسیدل او د ښځو او نجونو روغتیا ته لومړیتوب ورکول او د روغتیا په سکټور کې همغږي د لا ښه موثریت لپاره دغه سازمان په روان کال کې د خپل سترایژیکو لومړیتوبونو په توګه یاد کړي دي.
دغه سازمان ویلي: " د روغتیا نړیوال سازمان ۳۵۲ میلیونه اضافي ډالر د خپلې ۴۲۳ میلیونو ډالرو د بودیجې د پوره کولو لپاره په ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ کې اړتیا لري".
ددې دمخه د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر "اوچا" ویلي و چې په روان ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې ۱۷.۹ میلیونه کسان به روغتیايي خدمتونو ته اړتیا ولري.
خو دغې ادارې ویلي چې مرستو ته ددغو ټولو اړو کسانو له ډلې به یوازې ۱۲.۸ میلیونو کسانو ته د خپلو پروګرامونو له لارې مرستې برابرې کړي.
د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې په روان کال کې د روغتیا د سکټور د ننګونو په اړه دا راپور په داسې حال کې خپور کړی چې د بشري حقونو د څار سازمان په یو راپور کې له افغانستان سره د روغتیا په برخه کې د نړیوالو د مرستو د ډېرې کمېدو او د ښځو او نجونو له حقونو څخه د طالبانو د جدي سرغړونو له امله د میلیونونو افغانانو صحي سلامتیا له خطر سره مخامخ شوې ده.
دغه سازمان فبروري ۱۲ (سلواغه ۲۳) په یو خپور کړي راپور کې ویلي چې په افغانستان کې سخت روغتیايي بحران افغانان مخ په زیاتېدونکي ډول د سوء تغذیه (خوار ځواکۍ) او نورو ناروغیو په وړاندې کمزورې او اغیزمن کړي دي.
ددې راپور له مخې د بشرپاله مرستو د کمیدو په برخه کې د مرسته کوونکو پریکړي روغتیايي خدمتونو ته لاس رسی کمزوری کړی او د اقتصادي بې ثباتۍ سبب شوی دی.
د بشري حقونو د څار د سازمان یوې څیړونکې فرشته عباسي ویلي: "د پرمختیايي بهرنیو مرستو له لاسه ورکول او د طالبانو له خوا د بشري حقونو څخه سرغړونې په افغانستان کې د روغتیا په برخه کې د ناورین سبب شوی چې په نامتناسب ډول ښځو او نجونو ته زیان رسوي".
د بشري حقونو د څار سازمان وايي چې د روغتیايي خدمتونو لپاره د تیر حکومت بودیجه هم ناچیزه وه چې له امله یې افغانستان سره د بهرنیو مرستو د بندیدو وروسته ددغه هیواد روغتیايي سیستم د سقوط سره مخ دی.
ددغه سازمان د راپور له مخې طالبانو هم د روغتیايي خدمتونو لپاره ډیره کمه بودیجه ځانګړې کړې ده، چې د بودیجې دغه کمښت دغه مهم سکټور د ګواښونو سره مخ کړی دی، په داسې حال کې د مرستې رسونې ادارې ددغې تشې د ډکولو لپاره لا هم هڅې کوي.
په دغه راپور کې ویل شوي چې مخ په زیاتیدونکي ډول افغانان د خوړو د مصرف د پوره کولو په برخه کې د ستونزو سره مخ دي او اکثره افغانان روغتیايي مرکزونو ته د رسیدلو لپاره د لارې د سفر او درملو د اخیستلو مصارف نشي پوره کولی.