ډبلیو اف پي: تیرو نهو میاشتو کې ۲۶۰ زره اړمنو افغانانو مرستې ترلاسه کړي

ملګرو ملتونه وايي افغانستان بشري بحران سره مخ دی او ۲۳.۷ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري په دې شمیر کې ۱۲.۴ میلیونه کسان د خوړو نه خوندیتوب سره مخ دي او شاوخوا ۴۸ فیصده وګړي د لوږې د کرښې لاندې ژوند کوي.

د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو اف پي) وايي چې په تیرو نهو میاشتو کې ۳۷ زره اړمنو کورنیو چې مجموعي شمیر یې له ۲۶۰ زرو کسانو څخه زیات دی د دغه پروګرام د خوړو د اضطراري مرستو له لارې مرستې ترلاسه کړي دي.

د خوړو نړیوال پروګرام د دوشنبې د ورځې ناوخته جولاۍ ۲۹ ( زمري اتم) په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د افغانستان بشري امانتي صندوق د اسلامي انکشافي بانک له لارې چې د ملک سلمان د بشري مرستو د مرکز له خوا تمویلیږي د اضطراري مرستو د چمتو کولو له لارې دغه شمیر کسانو سره ۳.۲ میلیونو ډالرو مرسته کړې ده.

په دې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې مرسته شویو پیسو باندې د خوړو نړیوال پروګرام توانیدلی چې ارمنو کورنیو ته نږدې څلور زره ټنه خواړه د هغې له ډلې غني شوي د غنمو اوړه، نخود، غني شوي نباتي غوړي او مالګه چمتو کړي.

ددغې خبرپاڼې له مخې د خوړو نړیوال پروګرام په نړیواله کچه د خوراکي توکو د بیو د ټیټیدو څخه په ګټې اخیستنې توانیدلی چې دمخه د اټکل شوې اندازې څخه زیات خوراکي توکي وپیري.

د خورو نړیوال پروګرام ویلي چې د خوړو د بیو کمیدودغه پروګرام سره مرسته کړې چې ډیرو اړمنو کورنیو ته په یو داسې هیواد کې مرستې برابرې کړي چې د وګړو د درېیو څخه یوه برخه یې د لوږې سره مخ دي.

په اسلامي انکشافي بانک کې د ترکیې د سیمه ییز مرکز رئیس ولید عبدالوهاب ویلي:"مونږ د خوړو د نړیوال پروګرام د کار د مثبتو اغیزو د لیدلو څخه خوشاله یو، ځکه چې پوهیږو چې زمونږ مرستو په ټول افغانستان کې اړمنو ورونو او خویندو سره مرسته وکړه."

د اړمنو کورنیو سره د خوړو د نړیوال پروګرام دا مرستې د بادغیس، بامیان، فراه، غور، هلمند، هرات، کابل، کندهار، کاپیسا، خوست، کونړ، لغمان، ننګرهار، نورستان، پکتیکا او اروزګان ولایتونوکې ترسره شوي دي.

د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو اف پي) ویلي چې اړمنو کورنیو سره ددغو مرستو وروسته نږدې نیمايي یې د خوړو مصرف زیات کړی دي.

په عین وخت کې په افغانستان کې د خوړو د نړیوال پروګرام د دفتر مشرې میرمن شاو وې لي ویلي:" د ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ لوږې د کچې د لوړیدو د کلنو په تعقیب د پراخه بشردوستانه مرستو له برکته په افغانستان کې تر یو حده د خوړو د خوندیوب امنیت یوڅه ښه شوی. دا کار زمونږ د شریکانو لکه اسلامي انکشافي بانک د سخاوتمندانه مشارکت پرته نشو ممکن کیدلی."

د ملګرو ملتونو دغې ادارې ویلي چې ډیرو اړمنو کورنیو ته د خوړو د ویشلو بهیرکې یې لومړیتوب هغو کورنیو ته وو چې سرپرستي یې ښځې کوي، هغه کورنۍ چې غړو شمیر یې له نهو تنو او یا زیات وي د هغې له ډلې عمر خوړلي کسان یا معلولین او یا هم له خپلو سیمو بې کوره شوي کسان شامل وي او د ژوندي پاتې کیدو لپاره د ګدايي یا قرض اخیستلو پرته بله چاره نلري.

د خوړو د نړیوال پروګرام د معلوماتو له مخې دغه پروګرام په تیر ۲۰۲۳ کال کې په افغانستان کې د ۶۰۰ زره ټنو خوړو او د ۱۸۹ میلیونو ډالرو نغدې مرستې کړې وې.

د هغو کسانو له ډلې چې تیرکال یې د خوړو د نړیوال پروګرام مرستې ترلاسه کړې وې ۹.۳ میلیونه ښځې او نجونې، نږدې ۱۱ میلیونه يې ماشومان او ۵.۸ میلونه یې معلولیت لرونکي کسان وو.

د خوړو نړیوال پروګرام دا راپور په داسې حال کې خپور کړی چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) د عملیاتو د چارو مشرې ادیم ووسورنو په افغانستان کې د بشري بحران د وضعیت د سمبالولو او د اړتیاو د پوره کولو لپاره په همغږو هڅو ټینګار کړی.

میرمن ادیم ووسورنو ویلي چې له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو په ستنیدو کې د زیاتوالي او د اقلیم د بدلون اغیزو له امله په دغه هیواد کې بشري بحران پراخه شوی دی.

میرمن ادیم ووسورنو ویلي: " افغانستان کې بشري وضعیت ماتیدونکی او ډیر نازک دی. په روان کال کې ۲۳ میلیون وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري. دا د ۲۰۱۹ پرتله پنځه ځلې زیات شمیر دی."

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې " اوچا" ویلي چې افغانستان د سخت بشري بحران د دوام سره مخامخ دی او په دې هیواد کې ۲۳.۷ میلیون وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري. په دې شمیر کې ۱۲.۴ میلیون کسان د خوړو د نه خوندیتوب سره مخامخ دي او نږدې نیمايي نفوس شاوخوا ۴۸ فیصده د لوږې د کرښې لاندې ژوند کوي.