ملګري ملتونه: له هرو څلورو افغانانو یو یې د لوږې د حالت سره مخ دی

د خوړو نړیوال بروګرام ویلي چې اوس مهال افغانستان کې د لوږې د حالت سره مخ شویو افغانانو شمیر له ۱۲ میلیونو کسانو څخه زیات دی.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي چې په افغانستان کې د څو لسیزو جګړو، د ځپل شوي اقتصادي وضعیت او د اقلیم د بدلون د بحران له امله ددغه هیواد د هرو څلورو وګړو څخه یو یې د لوږې د حالت سره مخ دی.

د خوړو نړیوال بروګرام د سه شنبې په ورځ اکتوبر اول (تلې لسم) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې د لوږې د حالت سره د مخ شویو افغانانو شمیر له ۱۲ میلیونو کسانو څخه زیات دی.

دغه پروګرام ویلي: " افغانستان کې له هرو څلورو کسانو څخه یو یې د لوږې د حالت سره مخ دی. ددغسې کسانو شمیر له ۱۲ میلیونو څخه زیات دی. د اوږدو لسیزو جګړو ځپل شوی اقتصادي وضعیت او د اقلیم بدلون بحران د هرې ورځې په تیریدو وضعیت لا د خرابیدو سره مخ کړی دی. دا په افغانستان کې د هغو میلیونو کورنیو حقیقي وضعیت دی چې د ژوند د ژغورنې مرستې پرې بندې شوي دي".

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پرګرام افغانستان کې د میلیونونو افغانانو د ناسم اقتصادي وضعیت په اړه دا راپور په داسې حال کې خپور کړی چې دغه پروګرام د سپټمبر ۲۹ ( تلې اتم) په یو بل راپور کې په افغانستان کې بشري مرستو ته د اړمنو افغانانو لوړ شمیر ته په کتنې ویلي و چې د بودیجې د کمښت له امله یوازې یو میلیون افغانانو ته بشري مرستې برابرولی شي.

د خوړو نړیوال پروګرام ویلي: "ډبلیو ایف پي یوازې یو میلیون لوږې سره مخ کسانو ته ملاتړ برابرولی شی او د بودیجې د کمبود له امله ۱۱ میلیونه نور مرستو ته اړمن کسان د خوړو بیړنۍ مرستې نشي ترلاسه کولی. ددې سربیره په داسې حال کې چې د خوارځواکۍ کچه خورا زیاته لوړه ده ، ۱.۴ میلیونه میندې او ماشومان د خوارځواکۍ د مخنیوي لپاره ځانګړي خواړه نشي ترلاسه کولای ".

ډبلیو ایف پي ویلي چې په افغانستان کې د اقلیم د بدلون بحران څخه زیږیدلي ګواښونه او ننګونې په ټول دغه هیواد کې خلکو ته ستونزې را ولاړې کړي دي.

د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې په افغانستان کې د خپلو بشري پروګرامونو د دوام لپاره د ۶۱۷ میلیونو ډالرو د بودیجې ته اړتیا لري.

دغه پروګرام ویلي چې دغو پیسو ته د ۲۰۲۴ کال د ډسمبر تر میاشتې اړتیا ده.

ډبلیو ایف پي ویلي چې په دغو پیسو به اړمنو افغانانو ته د خوړو د مرستو د برابرولو سربیره د راروان ژمي لپاره هم هغو سیمو کې چې په ژمي کې یې تګ راتګ لپاره لارې بندیږي له وړاندې ورته خواړه ورسوي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر اوچا د اګست د تیرې میاشتې په نیمايي کې ویلي و چې د روان ۲۰۲۴ کال په سر کې یې چې په افغانستان کې اړمنو افغانانو ته د بشري مرستو د دوام لپاره د نړیوالې ټولنې څخه د ۳.۰۶ میلیارد ډالرو کومه بودیجه غوښتې وه، ددغې بودیجې یوازې ۲۵ فیصده یې ترلاسه کړې ده. ملګرو ملتونو د بودیجې د کمبود د اړتیا دا یادونه په داسې حال کې کړې چې د روان کال پای ته رسیدلو ته یوازې درې میاشتې پاتې دي.