اوزبیکستان افغانستان ته نوی سفیر ټاکلی دی- رسنۍ

داوزبیکستان د دنیا د خبري اژانس د راپور له مخې اویبک عثمانوف د ۲۰۲۰ - ۲۰۲۴ کلنو ترمنځ په پاکستان کې د اوزبیکستان د سفیردنده سرته رسولې ده.

د اوزبیکستان رسنیو د راپور له مخې ددغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت په پاکستان کې خپل پخوانی سفیر اویبک عثمانوف افغانستان لپاره د فوق العاده او ټول اختیاره سفیر په توګه ټاکلی دی.

د اوزبیکستان د اوز ورځپاڼې د یکشنبې په ورځ اکتوبر۲۷( لړم شپږم) په خپله انټرنیټي پاڼه لیکلي چې د دغه هیواد نوی سفیرد یکشنبې په ورځ کابل ته رسیدلی دی.

دغې ورځپاڼې لیکلي: "د دنیا د خبري اژانس د راپور له مخې عثمانوف د ۲۰۲۰ او د ۲۰۲۴ کلنو ترمنځ په پاکستان کې د اوزبیکستان د سفیر په توګه پاتې شوی دی".

همداشان هغه د ۱۹۹۸ کال راهیسې د اوزبیکستان د بهرنیو چارو په ورازت کې ددغه وزارت د مرستیال په ګډون په بیلابیلو دندوهم کار کړی دی.

په ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته اوزبیکستان د طالبانو د حکومت سره نږدې اړیکې ساتلي دي، نه یوازې یې په کابل کې خپل سفارت پرانیستې پریښې دی، بلکې د طالبانو د حکومت دپلوماتانو ته یې په تاشکند کې د افغانستان سفارت چارې هم سپارلي دي.

ددې دمخه د طالبانو حکومت د اکتوبر د روانې میاشتې په لسمه ( تلې ۱۹) په یوه خبرپاڼه کې د اوزبیکستان د بهرنیو چارو وزارت له خوا عبدالغفار بحر په تاشکند کې د طالبانو سفیر په توګه منلو خبر ورکړی وو.

د ۲۰۲۱ کال راهیسې چې طالبان په افغانستان کې بیا واک ته رسېدلي، په تاشکند کې د طالبانو سفیر، دریم سفیر دی چې د یوې بهرنۍ هېواد له لوري منل کېږي. له دې وړاندې د طالبانو دوه نور سفیران په چین او متحده عربي اماراتو کې هم منل شوي وو.

د طالبانو د واک ته د بیا رسېدو څخه له دریو کلنو زیاته موده تیره شوې، خو تر دې دمه هیڅ کوم هېواد او نړیوال سازمان د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی. د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د افغانستان بهر ددغه هیواد ډیرو سیاسي استارولیو سره اړیکې لري او په یو شمیر اروپايي، سیمې او ګاونډیو هیوادونو کې ددغه وزارت تر څارنې لاندې کار کوي.

نړیوالې ټولنې د طالبانو د حکومت د رسمیت پيژندلو لپاره له وړاندې ددغې ډلې د حکومت له خوا په افغانستان کې د ښځو، نجونو او قومي او مذهبي اقلیتونو په ګډون د افغانانو بشري حقونوته درناوی او د تروریستي ډلو سره د هرډول اړیکو د پرې کولو شرطونه ایښي دي.

طالبانو په تیرو څه باندې دریو کلنو کې نه یوازې دا شرطونه نه دي عملي کړي، بلکې د افغانانو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو څخه یې سرغړونې لا پراخه کړي دي.

طالبانو مشر ملاهبت الله اخوند د اګست په تیره میاشت کې د امربالمعروف او نهی عن المنکر یو نوی قانون توشیح کړ چې په کې د افغانانو په ځانګړي ډول ښځو او نجونو پر حقونو باندې نور محدودیتونه هم لګول شوي دي.

افغانستان کې ددې قانون نافذیدل د ملګرو ملتونو په ګډون د نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو د نړیوالو بنسټونو له خوا په سختو ټکو غندل شوي او د طالبانو له حکومت غوښتل شوي چې دا قانون دې بیرته لغوه کړي.

خو طالبانو د حکومت د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت سرپرست محمد خالد حنفي دغو غبرګونونو ته په غبرګون کې ددغه قانون په تدریجي توګه په پلي کیدو باندې ټینګار کړی دی.

محمد خالد حنفي تیره اونۍ د ننګرهار په ولایت کې یوې غونډې ته په وینا کې په دغه قانون کې د ښځو د غږ د عورت بللو په اړه وضاحت ورکړی او ویلي دي چې حتی بالغې ښځې نورو بالغو ښځو ته په لوړ غږ د قران کریم قرائت هم نشي کولای.

ددغه قانون په ۱۳ ماده کې د ښځو غږ چې سندرې، نعتونه او قرأت په ‌کې شامل دي په مجموع کې په عام محضر کې لوړغږ ویل یې هم عورت بلل شوي او په لوړ غږ د خبرو کولو څخه منع شوي دي. همداشان په دې قانون کې د ښځو د مخ په ګډون د ټول بدن پټول هم ضروري ګڼل شوي دي.