یواس ایډ: هرات کې مو د ښځو په ګډون څه باندې لس زره د زعفرانو کروندګر روزلي

د افغانستان زعفران روان ۲۰۲۴ کال په بلجیم کې د ذایقې نړیوالې ادارې له خوا په یوه نړیواله سیالۍ کې په پرله پسې ډول د نهم ځل لپاره د نړۍ د کیفیت لرونکی زعفران په توګه اعلان شوی دی.

د امریکا د متحده ایالاتو د انکشاف نړیواله اداره (USAID) وايي چې په افغانستان کې یې د افتونو د مدیریت د هراړخیز پروګرام له لارې د هرات په ولایت کې د زعفرانو څه باندې ۱۰زره کروندګر روزلي دي، چې ۳۴۵۴ یې ښځې دي.

یواس ایډ د دوشنبې په ورځ اکتوبر ۲۱( تلې ۳۰) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې دا نه دي ویلي چې دا بزګران په څومره موده کې روزل شوي دي، خو زیاته کړې ده چې ددې روزنې وروسته به بزګران د امریکا په ګډون نړیوالو بازارونو ته د زعفران تولیدات په معیاري ډول وړاندې کړي.

د امریکا د متحده ایالاتو د انکشاف نړیوالې ادارې لیکلي:" . د آفاتو د دوامدار مدیریت په زده کولو سره دا کروندګر کولی شي د اروپا او امریکا بازارونو معیارونه پوره او ګټور نړیوال بازارونو ته خپل لاسرسی پراخ کړي."

زعفران کښت لومړي د افغانستان په لویدیځ ولایت هرات کې نږدې دوه لسیزې دمخه پیل شو چې اوس ددغه هیواد په اکثرو ولایتونو کې کرل کیږي. د کرهڼې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د یو راپور له مخې په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې د ۲۱ ټنو څخه زیات زعفران تولید شوی وو، چې زیاته برخه یې د هرات په ولایت کې تولید شوی وو.

د افغانستان زعفران د ذایقې له مخې نړیوال شهرت لري او د روان ۲۰۲۴ کال په بلجیم کې د ذایقې نړیوالې ادارې له خوا د افغانستان زعفران په یوه نړیواله سیالۍ کې په پرله پسې ډول د نهم ځل لپاره د نړۍ د کیفیت لرونکی زعفران په توګه اعلان شوي.

د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخوندزاده عبدالسلام جواد د پنجشنبې په ورځ اکتوبر ۱۷( تلې ۲۶) رسنیو ته په استول شویو ویډیويي پیغام کې ویلي چې افغانستان د روان ۱۴۰۳ لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ۲۰.۵ میلیونو ډالرو په ارزښت ۸۰ ټنه زعفران هند، اسپانیا، سعودي عربستان، امریکا، فرانسې، جرمني او بریتانیا ته صادر کړی دی.

د دې دمخه امریکا متحده ایالاتو د انکشاف نړیوالې ادارې (USAID) د اکتوبر ۱۸( تلې۲۷) د ایکس په پآڼه لیکلي وو چې دغې ادارې د افغانستان په ۱۴ ولایتونو کې د ۸۰ روغتیايي مرکزونو له لارې د "ام ايس اچ" غیرحکومتي ادارې په مرسته د خوندي میندوارۍ او زیږون لپاره د زیږون دمخه او وروسته پاملرنې په اړه ښځو ته پوهاوی ورکړی دی.

یو اس ایډ ویلي: "د خوندي میندوارۍ او زیږون لپاره د زیږون دمخه او وروسته پاملرنه اړینه ده. د MSH له لارې،SAID د ۱۴ ولایتونو په ۸۰ روغتیایی مرکزونو کې د ورته پاملرنې لپاره ډله ایزې روزنیزې غونډې جوړې کړې او په دې سیمو کې یې روغتیایي پایلې، پوهاوی او مسلکي خدمات ښه کړي دي".

د امریکا متحده ایالاتو د انکشاف نړیوالې ادارې (USAID) په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان باندې د طالبانو د بیا واکمنیدو وروسته هم د غیر حکومتي ادارو له لارې په دغه هیواد کې خپلو پروګرامونو پلي کیدو ته دوام ورکړی دی

دغه اداره وايي چې په افغانستان کې واک ته د طالبانود بیا رسیدلو وروسته په دغه هیواد کې په پام وړ ډول بشري اړتیاو زیاتیدل، د زده کړو او بیان د ازادۍ په ګډون په پرله پسې ډول بشري حقونو په برخه کې د ګواښ سره د افغانانو مخ کیدل، اړینو خدمتونو ته لاس رسی په خطر کې اچول، محدود فرصتونه او په ټولنه کې افغان میرمنې او نجونې او نور څنډې ته شویو ډلې له بشپړ ګډون څخه منع کولو د ګواښونو او ننګونو سره سره د امریکا د متحده ایالاتو د انکشاف نړیواله اداره افغانانو سره مرستو ته ژمنه پاتې شوې ده.

یو اس ایډ ویلي چې په افغانستان کې تر ډیره د افغانانو اساسي اړتیاو د پوره کیدو، بدلیل معیشت ، کرهڼې، روغتیا او پوهنې په برخو کې کار باندې تمرکز کوي.

دغې ادارې ویلي: "مونږ د افغانانو کاروبارونو سره مرسته کوو چې متحرک پاتې شي او هغوی خپله کاري قوه رامنځ ته کړي، بزګرانو ته د خپلو کورنیواو ټولنو ته د خوړو د چمتوکولو توان ترلاسه کړي، ټول هیواد کې کاري فرصتونو زمینه برابره کړي او مونږ ددې لپاره کار کوو چې د ټولو زده کوونکوـ سړیو، هلکانو، ښځو او نجونو ته د پوهنې په برخه کې د برابر لاس رسي زمینه چمتو شي. همداشان مونږ د مدني ټولنې د پیاوړتیا او بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو په برخه کې هم کار کوو".

همداشان دغې ادارې ویلي چې په افغانستان کې د خپلو شریکانو په ملتیا د افغانانو ته د خوړو د برابرولو،بدیل معیشت په برخه کې د فرصتونو چمتو کولو، اړینو روغتیايي خدمتونو،اوبو، د حفظ الصحې په برخه کې خدمتونو برابرولو د افغانانو اړتیاو د پوره کولو په برخه چې د اوږدې جګړې، وچکالۍ او د کرونا وبا څخه زیږیدلي ستونزې دي هم کار کوي.