اسرائیل ته د امریکا خبرداری: د غزې ویجاړۍ په لبنان کې مه تکراروئ

متحدو ایالتونو د چهارشنبې په ورځ اکتوبر نهمه (تله۱۸) په لبنان کې د غزې د پوځي عملیاتو په څېر د عملیاتو په ضد خبرداری ورکړ.

دا خبرداری له هغه ورسته ورکړل شوی چې د اسرائیل صدراعظم بینامین نتنیاهو لبنان ته ګواښ وکړ چې د فلسطین د خاورې په څېر به یې «ویجاړ» کړي.

د اسرائیل د ځواکونو مشر هرزي هالوي ویلي دي چې د حزب الله په اهدافو باندې به بمبارۍ روانې ساتي او هغوی ته به «د دمې او رغېدو فرصت» نه ورکوي، په دغو بمباریو کې، چې د سپتمبر له ۲۳ راهېسې پیل شوې، لږ تر لږه ۱۲۰۰ تنه وژل شوي دي.

دا څرګندونې د ولسمشر بایډن او صدراعظم نتنیاهو له تیلیفوني خبرو وروسته شوې، په تېرو ۷ اونیو کې په لومړي ځل دواړه مشران په تیلیفون کې وغږېدل، تمه کېده چې دوی به د ایران د میزایلو د برید په اړه د اسرائيل په ځواب غږېږي.

تر دې دمه هېڅ یو اړخ هم د دغو خبرو په اړه کومه اعلامیه خپره کړې نه ده. سپینې ماڼۍ ویلي دي چې دا «مستقیمه، رښتیني‌ او ګټوره» تیلیفوني مکالمه ۳۰ دقیقې وه.

د سپینې ماڼۍ ویاندې کارین پیر-ژان وویل: «موږ له اسرائیل سره خبرې روانې ساتو چې (ایران ته) څنګه ځواب ورکوي.»

د سي ان ان په تلویزون کې د ولسمشر له مرستیالې کاملا هریس څخه د دغو خبرو په دې اړه پوښتنه وشوه، هغې وویل چې دا «مهمې» دي خو نور جزیات یې ور نه کړل، ځکه چې «محرمې» دي.

د اسرائيل د دفاع وزیر یواو ګالانت، چې ټاکل شوې ایران ته د اسرائيل د ځواب په اړه په واشنګټن کې بحث وکړي، ویلي دي چې «په ایران باندې به زموږ برید وژونکی، دقیق او حیرانوونکی» وي.

ایران څو ورځې مخکې د حزب الله د مشر حسن نصرالله او د حماس د مشر اسماعیله هنیه د وژنې د غچ اخیستو لپاره په اسرائيل باندې ۲۰۰ میزایل وتوغول چې د اسرائيل د هوايي دفاع سیستم یې اکثریت په هوا کې خنثی کړل.

بایډن د ایران په اتومي پروګرام او تیلو په تاسیساتو باندې د برید په اړه اسرائیل ته د احتیاط ویلي ، ځکه چې دا کار به د ډېرې غچ اخیستنې او په نړۍ کې د خامو تیلو د بیو د لوړېدو لامل شي.

په همدې حال کې د حزب الله یو مشر فرانس پرس اژانس ته ویلي دي چې حزب الله د سپتمبر په ۲۷ نېټه له اسرائيل سره د اوربند پلان منلی و، دا هغه ورځ وه چې اسرائیل په یو هوايي برید کې د حزب الله مشر وواژه. هغه ویلي دي چې واشنګټن او ایتلافیانو یې دا پلان تائید کړی و او د لبنان حکومت د حسن نصر الله له وژنې وروسته له «حزب الله سره کومه اړیکه» نه لري.

دا په داسې حال کې ده چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي‌ دي چې هېواد یې په سیمه کې د شخړې او جګړې زیاتېدل نه غواړي، خو د اسرائيل هر ډول اقدام ته به کلک ځواب ووايي.

بنیامین نتنیاهو د ایران له برید وروسته ویلي وو، چې ایران په اسرائیل باندې په برید سره «لویه تېروتنه» وکړه او بیه به یې پرې کړي.