د غزې جګړې کې له فلسطینیانو څخه د سپر په توګه کار اخیستل؛ امریکا له اسرائیل څخه د ځواب غوښتنه وکړه

د اسرائيل سرتېري

له هغه وروسته چې د نیویارک ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړ چې د اسرائيل ځواکونو د غزې په جګړې کې له ولسي فلسطینیانو څخه د انساني سپر په توګه کار اخیستی، متحدو ایالتونو له اسرائيل څخه د ځواب ویلو غوښتنه کړې ده.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د راپور په اساس، د اسرائیلي ځواکونو ۱۱ ډلو د غزې په پنځو ښارونو کې ولسي فلسطینیان اړ کړي،‌ چې چاودېدونکي توکوي وپلټي، په تونلونو کې پلټنې وکړي او دا ډول نورو کارونو ته یې مجبور کړي‌، چې اسرائيلي ځواکونه له زیان څخه په امان وي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو میلر دا راپور «فوق العاده نا ارام کوونکی» وباله. هغه وویل، که هغه څه چې په راپور کې ویل شوي، حقیقت ولري، «بیخي د نه منلو» دي.

میلر وویل: «د انساني سپر په توګه له ولسي خلکو څخه ګټه اخیستل په هېڅ ډول د توجه وړ نه دي. دا یوازې د بشرپالنې د قوانینو خلاف کار نه دی،‌ بلکې د اسرائیل د پوځ د چال چلند د قانون خلاف هم دی.»

نوموړي وویل که په تحقیقاتو کې ثابته شي چې د اسرائيل ځواکونو داکار کړی دی، باید ورسره حساب وشي او په اینده کې د دا ډول کار د مخنیوي لپاره اقدامات وشي.

نیویارک ټایمز د یو ۱۷ کلن فلسطيني ځوان د خبرو په اساس راپور ورکړی دی، دغه فلسطیني‌ ویلي دي‌ چې اسرائيلي ځواکونو له کور څخه واېسته، لاسونه یې تړلي وو او له ځان څخه یې مخکې روان کړی و چې چاودېدونکي توکي ومومي.

متحدو ایالتونو په وار وار د غزې په جګړې کې د ولسي خلکو په اړه د اسرائیل د اقداماتو په اړه اندېښنه ښودلې ده. دا ډول څرګندونې کومې پایلې نه دي لرلې، سره له دې چې ولسمشر جوبایډن د میلیاردونو ډالرو په ارزښت اسرائیل ته د پوځي مرستو د یو بار مخه ونیوله.

امریکا او اسرائيل په وار وار د حماس ډله تورنه کړې ده چې له ولسي خلکو څخه د سپر په توګه کار اخلي.