امریکا: د شمالي کوریا ۸زره سرتېري د اوکراین سرحد کې جګړې ته چمتو شوي

د شمالي کوریا د سرتېرو پریډ

متحدو ایالتونو د پنجشنبې په ورځ اکتوبر ۳۱ (لړم۱۰) وویل چې د شمالي کوریا څه باندې ۸۰۰۰ سرتېري چې د جګړې لپاره په روسیې کې روزل شوي، د اوکراین سرحد ته رسېدلي دي.

دا په څه باندې یوې پېړۍ کې لومړی ځل دی چې د روسیې کوم ولسمشر بهرني ځواکونه د خپل هېواد خاورې ته رابولي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د استخباراتي معلوماتو په اساس وویل چې فکر کېده د شمالي کوریا د ۸۰۰۰ او ۱۰۰۰۰ ترمنځ سرتېري، چې په روسیې کې دي، د کورسک سرحدي سیمې ته روان شوي وي.

بلینکن د امریکا د دفاع له وزیر او د جنوبي کوریا د دفاع او بهرنیو چارو له وزیرانو سره تر ملاقات وروسته خبریالانو ته وویل: «لا مو لیدلي نه دي چې دا سرتېري دې د اوکراین له سرتېرو سره جګړې ته استول شوي وي، خو تمه لرو په راتلونکو څو ورځو کې دا کار وشي.»

نوموړي‌ وویل چې روسیې د شمالي کوریا سرتېري د توپخانې، بې پیلوټه الوتکو د کارولو او د سیمو د تصفیې په برخو کې روزلي او دا د دې څرګندونه کوي چې دا هېواد غواړي‌ د شمالي کوریا له سرتېرو څخه د جګړې په لومړۍ کرښې کې کار واخلي.

د امریکا د دفاع وزیر لوید استن وویل د شمالي کوریا سرتېري، چې د روسي سرتېرو په یونیفورم کې دي، د جګړې بد وضعیت څرګندوي. هغه وویل چې دا ۱۰۰۰۰ سرتېري د هغو روسي سرتېرو ځای نه شي ډکولای، چې د اوکراین په جګړې کې وژل شوي دي.

هغه وویل: «مه تېر وځئ، که د شمالي کوریا دا سرتېري په جکړې او یا د اوکرایني سرتېرو په ضد حمایوي عملیاتو کې دخېل شي، په خپله ځان مشروع پوځي‌ هدف ګرځوي.»

په همدې حال کې د جنوبي کوریا د دفاع وزیر کیم یونګ هون وویل شمالي کوریا، چې نقدو پېسو ته ډېر ضرورت لري، د سرتېرو ترڅنګ، ۱۰۰۰ میزایل او میلیونونه مهمات هم روسیې ته استولي دي.

د اوکراین ولسمشر د جنوبي کوریا له یوې رسنۍ سره په خبرو کې د شمالي کوریا د سرتېرو په اړه یې د متحدینو عکس العمل وغنده او ویې ویل چې په دې اړه د چین خاموشي ورته د حیرانتیا خبره ده.

د امریکا د دفاع وزیر لوید استن وویل چې متحده ایالتونه به ژر له اوکراین سره نوې پوځي مرستې اعلان کړې. جنوبي کوریا هم اوکراین ته د وسلو په استولو غور کوي.

شمالي کوریا روسیې ته د سرتېرو د استولو خبره رد کړې ده، خو د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر ویلي دي که شمالي کوریا روسیې ته سرتېري واستوي هم، دا کار یې د نړیوالو معیارونو سره برابر دی.