په اسرائیل د بریدونو په غبرګون کې امریکا د ایران د تیلو په صنعت تازه بندیزونه ولګول

متحده ایالاتو جمعه اکټوبر ۱۱ ( تلې ۲۰مه) د ایران د تیلو او پتروشیمي سکتورونو باندې تازه بندیزونه په اسرائیل باندې د بریدونو په غبرګون کې ولګول.

د امریکا د خزانې وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي چې په تازه بندیزونه کې د ایران "تش په نامه کښتۍ" په نښه شوي چې پدې هیواد د بندیزونو څخه بچ کیدو په خاطر، د ایراني تیلو په پلور کې شاملې دي.

بندیزونه په ۱۰ شرکتونو او ۱۷ کښتیو لګول شوي چې د ایران د پترولیمو او پیتروشیمي تولیداتو په لیږد رالیږد کې ښکیلې وې. دا ټول شرکتونه او کښتۍ "بند شوي املاک" یاد شوي.

د ایران سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو د همدې روانې اکټوبر میاشتې په لومړۍ نیټې په اسرائیل باندې شاوخوا ۲۰۰ بالاستیک توغندي وار کړل او ادعا یې کړې وه چې دا بریدونه یې په لبنان کې د حزب الله مشر حسن نصر الله او په تهران کې د حماس پخواني سیاسي مشر، اسماعیل هنیه وژل کیدو په غبرګون کې کړیدي.

د دې برید څخه وروسته متحده ایالاتو خبرداری ورکړی و چې د ایران دا کړنې به جدي عواقب ولري او د ځواب ویلو لپاره یې د اسرائیلي مشرانو سره سلا مشورې کولې.

خو تهران هم خبرداری ورکړی چې د اسرائيل د برید په ځواب کې به د ایران له خوا "متناسب او ورته یا حتی شدید غبرګون" وښودل شي.

داسې انګیرل کیده چې اسرائیل ښایي ددې برید په غبرګون کې په ایران کې دننه د تیلو تصفیه خانې په نښه کاندي خو د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن اسرائيل ته سپارښتنه کړې وه چې په ایران کې د تیلو اړوند سیمې چې په نړۍ کې د تیلو د تولید د لسو مهمو مرکزونو څخه یو دی په نښه نکړي.


د متحده ایالاتو د خزانې وزارت تر څنګ د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي چې په شپږو اضافي شرکتونو او شپږو کښتیو پدې خاطر بندیزونه لګوي چې په "قصدي توګه " یي د ایران څخه د پترولیمو تولیداتو په پلور، تر لاسه کولو، اخیستو، لیږد رالیږد او بازار موندنې کې لاس درلود.
اسرائیل خبردرای ورکړی چې د ایران د برید ځواب ویل به "وژونکې، دقیقه او حیرانووکي" وي او داسې نښې هم څرګندې شوي چې ښایي د تیلو په تصفیه خانو برید وکړي.

په ایران کې هم ویل شوي چې دا هیواد د اسرائیل احتمالي برید ته چمتوالی نیسي.

ایراني رسنیو د اکتوبر په شپږمې نیټې د یوې امنیتي سرچینې له قوله راپور ورکړی و چې تهران پر ایران باندې د اسرائیل احتمالي برید ته د ځواب ویلو طرح چمتو کړې ده.

دغې باخبره سرچینې د تسنیم خبري اژانس ته ویلي: "که اسرائیل کوم اقدام وکړي، د ایران د متقابل ګوزار په عملي کېدو کې به هېڅ شک نه وي."

هغه زیاته کړه چې په دې طرح کې "څو ډوله متقابل او مشخص ګوزارونه شته دي" چې د اسرائیل د اقدام په اساس به ایران په فوري توګه د یوې او یا څو طرحو د عملي کولو په اړه تصمیم ونیسي.

سره لده چې متحده ایالاتو په غزې کې د اسرائیل – حماس جګړې پیل کیدو راهیسمې سیمې ته اضافي سرتیري او نظامي وسایل استولي دي خو پدې ټینګار کوي چې نه غواړي هلته پراخه جګړه پیل شي.