د روسیې د بهرنیو چارو وزیر خبرداری ورکړی چې متحده ایالات او روسیه په مستقیمه جګړه کې د ښکیل کیدو په درشل کې دي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د ترکیې د یوې ورځپاڼې سره په مرکه کې چې د امریکا د ولسمشرۍ له انتخاباتو څو ورځې مخکې نن د جمعې په ورځ نومبر اول (لړم ۱۱) خپره شوه، خبرداری ورکړی چې متحده ایالات او روسیه په مستقیمه پوځي شخړه کې ښکېلېدو ته ډېر نږدې شوي دي.
لاوروف د ترکیې د حریت ورځپاڼې ته وویل: "د اوسني ولسمشر (جو بایډن) په مشرۍ، چې په امریکا کې یې د روسیې څخه د ډار او کرکې بهیر یې په خپلې منطقي پایلې بدل کړی، زموږ هیوادونه د مستقیمې نظامي شخړې په درشل کې دي."
د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د امریکا د راتلونکې اونۍ په انتخاباتو کې د پخواني جمهوري غوښتونکي ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ډیموکراټ ګوند د نوماندې کاملا هریس پر وړاندې غوره ګڼي، لاوروف وویل چې پایلې به یې د روسیې لپاره لږ توپیر ولري.
هغه وویل: "موږ هیڅ ترجیح نلرو. کله چې د ټرمپ اداره په واک کې وه، د پخوانیو حکومتونو په پرتله یې د روسیې پر ضد تر ټولو زیات بندیزونه ولګول." لاوروف زیاته کړه، "هیڅ مهمه نه ده چې څوک ټاکنې وګټي، موږ فکر نه کوو چې د روسیې پر ضد د متحده ایالاتو دریځ بدل شي."
د ملګرو ملتونو سازمان په وروستۍ سرمشریزه کې بایډن د روسیې د یرغل په وړاندې د اوکراین په ملاتړ ټینګار وکړ او ویې ویل چې پوتین غوښتل اوکراین نابود کړي، خو په خبره یې، ماتې یې وخوړه او اوکراین اوس هم ازاد دی.
که څه هم ټرمپ دمخه د روسیې له ولادیمیر پوتین سره خپله علاقه څرګنده کړې وه ، خو دواړه سره نږدې ندي او په قصدي توګه یې مبهمې اړیکې درلودلي دي.
تیره اونۍ، د روسیې ولسمشر وویل چې د واشنګټن سره د هغه اړیکې به د رایې ورکولو وروسته په هغه چلند پورې اړه ولري چې امریکا یې غوره کوي، دا پداسې حال کې دي چې پوتین د اوکراین د شخړې د پای ته رسولو په اړه د ټرمپ څرګندونې "صادقانه" بللي او هرکلی یې کړی دی.
د سپتمبر په میاشت کې، مایکروسافټ ادعا وکړه چې روسیې فعالانو د ویدیوګانو له لارې دسیسې ته مخه کړې چې د غلطو معلوماتو په خپرولو سره د هریس کمپاین بدنام کړي او پدې توګه یې د ټاکنو د په نښه کولو لپاره د بهرني نفوذ د عملیاتو په اړه اندیښنې راپورته کړي دي.