د امریکا متحده ایالاتو پوځ د سه شنبې په ورځ جنوري ۱۶ (مرغومي ۲۶) وویل چې د عربو سمندر کې یې له یوې کښتۍ څخه د ایراني توغندیو پرزې ضبط کړي دي.
د امریکا پوځ ویلي دي چې دغه مهمات حوثي یاغیانو ته لیږدول کیدل.
د امریکا د متحده ایالاتو مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د سومالیا سواحلو ته څېرمه په نړیوالو اوبو کې د ځانګړو ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې د بالستیک او کروز توغندیو پرزې نیول شوي دي.
په نیول شویو اجزاوو کې د هوايي دفاعي سیستم، منځني واټن بالستیک او کښتۍ ضد کروز توغندیو کوپړۍ او نورې ټوټې شاملې دي.
دا مطلب هم ولولئ امریکا: په سرې بحیرې کې مو د حوثیانو د کروز وار شوی توغندی شنډ کړید سنټکام قوماندان جنرال مایکل کوریلا وايي، دوه امریکايي ځانګړي ځواکونه چې مخکې یې د ورکېدو خبر ورکړل شوی و، په دې عملیاتو کې ښکېل و او د موندلو هڅې یې په جدي توګه روانې دي.
دا د تیر کال په نومبر میاشت کې د حوثي یاغیانو له خوا پر سوداګریزو کښتیو د بریدونو له پیل راهیسې د ایراني وژونکو او پرمختللو وسلو د نیول کېدو لومړی ځل دی.
د سنټکام په اعلامیه کې راغلي چې ارزونې ښیي چې حوثي یاغیانو له ورته وسلو څخه په سور سمندرګي کې د نړیوالو کښتیو د ګواښلو او بریدونو لپاره کار اخیستی دی.
دا مطلب هم ولولئ امریکا: ایران سرې بحیرې کې په کښتیو بریدونو کې 'په ژوره توګه' لاس لريد امریکا پوځ ویلي دي چې د دغې کښتۍ د ۱۴ سپرلیو د برخلیک په اړه تر اوسه پریکړه نه ده شوې، خو د دوی کښتۍ چې ناامنه وه، ډوبه شوې ده.
په همدې حال کې امریکايي او بریتانوي ځواکونو د جمعې له ورځې راهیسې دوه ځله په یمن کې د حوثي یاغیانو مرکزونه په نښه کړي دي.
حوثي یاغیانو ګواښ کړی چې د اسرائیل او حماس د جګړې په غبرګون کې اسرائیل ته پر لار کښتۍ په نښه کوي.