د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا: ایران سرې بحیرې کې په کښتیو بریدونو کې 'په ژوره توګه' لاس لري


د حوثي یاغیانو یو غړی په سرې بحیرې کې .
د حوثي یاغیانو یو غړی په سرې بحیرې کې .

سپینې ماڼۍ جمعه ډسمبر ۲۲ (مرغومۍ لومړۍ) ویلي چې ایران په سرې بحیرې کې په د حوثي یاغیانو لخوا په کښتیو د بریدونو په پلان جوړولو کې "په ژوره توګه" لاس لري او په کښتیو د برید کولو لپاره حوثي یاغیانو ته یې استخباراتي معلومات ورکول یې مهم نقش لري.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاندې آدرین واټسن په یوې اعلامیې کې په سرې بحیرې کې په کښتیو بریدونه چې حوثي یاغیانو یې د کولو ادعا کړې ویلي، "مونږ پوهیږو چې ایران د دې عملیاتو په پلان جوړلو کې په ژوره توګه لاس لري".

میرمن واټسن په اعلامیې کې ویلي چې ایران د پخوا راهیسې د حوثي یاغیانو سره د موادو مرستې کوي او په سیمې کې د هغوي "بې ثباته کوونکي کړنې هڅوي".

په اعلامیې کې ویل شوي چې دا موضوع "نړیواله ستونزه ده او ټولیز عمل ته اړتیا لري".

ایران بیا په سرې بحیرې کې د حوثي یاغیانو لخوا پدې بریدونو کې د مرستې کول یا لاس لرل رد کړیدي.

متحده ایالاتو تیره اوونۍ پدې بحیرې کې د حوثي شعیه یاغیانو بریدونو سره د مقابلې لپاره ۱۰ هیوادونو ائتلاف اعلان کړ چې بریتانیه، فرانسه، بحرین او ایټالیا پکې شامل دي.

دا ائتلاف" څو ملیتي امنیتي نوښت" نومیږي او داسې مهال یې د جوړیدو خبر ورکړل شوی چې په یمن کې حوثي یاغیانو په سرې بحیرې کې د امریکا په جنګي او د نورو هیوادونو په سوداګریزونو کښتیو بریدونه ډیر کړي.

د متحده ایالاتو د دفاع وزیر لیوډ آسټن د دې ائتلاف په هکله په اعلامیې کې ویلي ، " هغه هیوادونه چې د کښتیو چلیدنې د بنسټیزې آزادۍ اصول مني، باید یو ځای شي تر څو د دې نا دولتي عنصر (حوثي یاغیانو) لخوا متوجه ګواښ سره مقابله وشي".

تر دې وړاندې حوثیانو خبرداری ورکړی و چې په سرې بحیرې کې په کښتیو بریدونه به یې تر هغه وخته ادامه ولري تر څو پورې چې اسرائیل د غزې کلا بندې شوې تړانګې ته د دارو درملو او خوراکي موادو د ورتګ اجازه نه وي ورکړل شوي.

د برتانیې د تیلو تر ټولو سترې کمپنۍ، بریټیش پټرولیم د دوشنبې په ورځ دسمبر ۱۸ اعلان وکړ چې د سرې بحیرې د کښتیو تګ راتګ یې بند کړی او په تایوان کې هم یوې د ایورګرین په نامه د کښتیو تر ټولو ستر شرکت ویلي چې اسرائیل ته یې د بار وړل په سمدستي توګه بند کړیدي

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG