د امریکا د کانګرس څه دپاسه ۶۰ غړو د چهارشنبې په ورځ په یو لیک کې له ولسمشر جو بایډن څخه وغوښتل چې "په پاکستان کې د پخواني صدراعظم عمران خان په ګډون د سیاسي بندیانو د خلاصون لپاره" مداخله وکړي.
په لیک کې ویل شوي چې د فبرورۍ په میاشت کې د پاکستان پارلماني ټاکنې د دولت په مشرۍ د رایې ورکوونکو د بې برخې کولو هڅې، د سیاسي مشرانو، ژورنالیستانو او فعالانو نیول او توقیف کولو په ګډون د پراخو درغلیو او بې نظمیو سره مل وې.
د متحده ایالاتو د کانګرس غړو د عمران خان د سمدستي خوشې کیدو او د هغه د پاکستان د تحریک انصاف ګوند د پلویانو د پراخه خپلسري توقیف د پای ته رسولو غوښتنه وکړه.
بایډن ته په لیک کې راغلي: "لږترلږه، موږ ستاسو له ادارې څخه غواړو چې د خان د خوندیتوب او هوساینې لپاره په بیړني ډول د پاکستان له حکومت څخه تضمینونه ترلاسه کړئ او د متحده ایالاتو د سفارت له چارواکو څخه غواړو چې په زندان کې له هغه سره وګوري."
امریکايي قانون جوړونکو د هغه څه په اړه خپله اندیښنه څرګنده کړه چې دوی په پاکستان کې له پارلماني ټاکنو وروسته د "پرله پسې پراخه بشري سرغړونو" په توګه وغندل.
ولسمشر بایډن ته د متحده ایالاتو د کانګرس د غړو په لیک کې ویل شوي: "د فبرورۍ د د رایه اچونې راوروسته پرمختګونه په پراخه کچه، په هغه هیواد کې د استبدادي رژیم په لور یو روښانه بدلون په ګوته کوي." په لیک کې همداشان راغلي، "... که په ساده ډول ووایو، د پاکستان اوسنی نظام "په ظاهره ملکي خو په اصل کې نظامي حاکمیت دی."
استازو یادونه وکړه چې د پاکستان حکومت همداشان د سیاسي فعالیت د مخنیوي او پر ژورنالیستانو باندې د فشار لپاره د پراخو هڅو د یوې برخې په توګه د ټولنیزو رسنیو او انټرنیټ ځپنه تنده کړې ده.
ولسمشر بایډن ته دغه لیک د کانګرس غړي ګریګ کاسر لیکلی او د کانګرس استازي جیم مک ګورن او سمر لی د دې ډلې شریک مشران دي. لیک ۷۲ کلن عمران خان په پاکستان کې د یو سیاسي مشر په توګه بیانوي چې "په هېواد کې پراخ ملاتړ" لري.
سپینې ماڼۍ د دې لیک په اړه سمدستي غبرګون نه دی ښودلی او نه هم پاکستاني چارواکو په دې اړه څه ویلي دي.
عمران خان د ۲۰۲۳ کال د اګست له میاشتې راهیسې د فساد او د پوځي تاسیساتو پر وړاندې د تاوتریخوالي د هڅولو په ګډون په ګڼو تورونو زنداني شوی دی. هغه هر ډول غلطه کړنه رده کړې ده. د جون په میاشت کې، د متحده ایالاتو د استازو مجلس په پاکستان کې د فبرورۍ په ټولټاکنو کې "د مداخلې یا بې نظمۍ د ادعاوو د بشپړې او خپلواکې پلټنې" غوښتنه کړې ده.
اسلام آباد په دې پریکړه لیک سخت اعتراض وکړ او وویل چې دا د سویلي آسیا په دغه هیواد کې "د سیاسي وضعیت او انتخاباتي پروسې په اړه د غلظ پوهاوي له امله رامینځته شوی".
عمران خان، چې د کرکټ ورزش پخوانی ستوری و او بیا صدراعظم شو، په ۲۰۲۲ کال کې د حکومت د مخالفو ګوندونو له خوا د پارلمان د نه باور رایې له لارې له واک څخه ګوښه شو. دا اقدام، چې عمران خان هغه غیر قانوني ګڼلی او رد کړی یې دی، په اټومي وسلو سمبال او ۲۴۰ میلیون نفوس لرونکي پاکستان کې د بې ساري سیاسي کړکېچ لامل شو. معزول شوي مشر عمران خان په پوځ تور لګوي چې د هغه د لرې کولو طرحه یې جوړه کړې او د هغه پر ضد یې یو شمیر قضیې درج ګړي دي.
قانوني ننګونو، چې خان یې انګیزه سیاسي بولي هغه په عامه دفتر کې له کار کولو بند کړی دی. د هغه ګوند هم د دولتي فشار سره مخ شو او بالاخره د فبروري په ټاکنو کې له ګډون څخه منع شو.
عمران خان او خپلواک منتقدین په دې باور دي چې په رایو کې درغلۍ شوې چې پوځ پلوه ګوندونو ته اجازه ورکړي چې بریا ترلاسه کړي، پوځي چارواکو دا تورونه رد کړي دي.