امریکا په صنعا کې د حوثي یاغیانو پر ۱۵ اهدافو هوايي بریدونه ترسره کړل

پدغو بریدونو کې چې د امریکا د جنګي جټ الوتکو او جنګي بېړیو لخوا ترسره شول، د یمن په بېلابېلو سیمو کې د حوثیانو پنځه مرکزونه په نښه شول.

د امریکا د دفاع وزارت د جمعې په ورځ، اکتوبر ۴مه (تلې ۱۳مه)، وویل چې په یمن کې یې د هوايي بریدونو په ترڅ کې د حوثیانو له دولسو څخه زیات اهداف په نښه کړي دي. د دفاع وزارت په وینا، په دغو عملیاتو کې د ایران تر ملاتړ لاندې حوثي یاغیانو د وسلو سیسټمونه، اډې او نور تجهیزات له منځه وړل شوي دي.

پدغو بریدونو کې چې د امریکا د جنګي جټ الوتکو او جنګي بېړیو لخوا ترسره شول، د یمن په بېلابېلو سیمو کې د حوثیانو پنځه مرکزونه په نښه شول.

د حوثیانو اړوندو رسنیو د راپور له مخې، د حدیده هوايي ډګر، یو مهم بندر او د کتائب سیمه، چې د حوثیانو تر کنټرول لاندې سیمې دي، د اوو هوايي بریدونو هدف وګرځېدل. دغه راز، څلور نور بریدونه د صنعا په سیانه سیمه، دوه په ذمار ولایت او درې نور په بیضاء ولایت کې ترسره شوي دي.

دغه بریدونه وروسته له هغه وشول چې حوثیانو د اسرائیل پر وړاندې د "پوځي بریدونو د زیاتیدو" ګواښ وکړ.

همدارنګه دغه ډلې څو ورځې وړاندې ادعا کړې وه چې د یمن په هوایي حریم کې یې د امریکا یو پوځي بې پیلوټه الوتکه رانسکوره کړې ده.

تېره اونۍ، حوثیانو د امریکا په جنګي بېړیو د برید مسئولیت هم په غاړه واخیست.

د امریکايي چارواکو په وینا، تېره اونۍ حوثیانو د شپږو بالستیک او کروز توغندیو او دوه بې پیلوټه الوتکو په توغولو سره درې امریکايي بېړۍ، چې له باب المندب تنګي څخه تېرېدې، په نښه کړې. خو دغه توغندي د امریکا سمندري ځواک لخوا شنډ او له منځه یووړل شول.

حوثیانو د تېر اکتوبر په میاشت کې، کله چې د اسرائیل او حماس جګړه د غزې په تړانګه کې پیل شوه، له ۸۰ څخه زیات تجارتي بېړۍ په توغندیو او بې پیلوټه الوتکو ویشتلې. په دې بریدونو کې یوه بېړۍ توقیف شوې، دوه بېړۍ ډوبې شوې او څلور ماڼوګان هم په کې وژل شوي دي.

د ایران له ملاتړ څخه برخمنه د حوثیانو ډله ادعا کوي چې د اسرائیل، امریکا یا بریتانیا اړوند بېړۍ په نښه کوي، خو پدغو بریدونو کې ډېرې هغه بېړۍ په نښه شوې چې د غزې له روانې شخړې سره هېڅ تړاو نه لري او ځینې یې حتا د ایران په لور روانې وې.