امریکا له ګوانتانامو زندان څخه ۱۱ یمني بندیان خوشې کړل

د متحده ایالاتو دفاع وزارت دوشنبه جنوري شپږمه ( مرغومي ۱۷) په کیوبا کې د ګوانتانامو زندان څخه ۱۱ یمني بندیان خوشې کړل او پدې سره اوس پدې زندان کې یوازې ۱۵ بندیان پاتې شول چې یو وخت پکې سلګونه تنه د القاعده شبکې او نورو وسله والو ډلو سره لاس لرلو په شک بندیان و.

امریکایي چارواکو ویلي چې ۱۱ خوشې شوي بندیان عمان ته استول شوي خو دا یې ندي ویلي چې دا کسان به په عمان کې پاتې کیږي او که به یمن ته وسپارل شي.

پنټاګان په اعلامیې کې د عمان له حکومت مننه کړې چې د ګوانتانامانو په زندان کې د بندیانو د شمیر په کمولو او په نهایت کې تړلو کې یې مرسته کړې.

د متحده ایالاتو دفاع وزارت تیره اوونۍ ویلي و چې د همدې زندان څخه یې یو بل بندي تیونس ته سپارلی و.

د دفاع وزارت معلوماتو له مخې اوس مهال د ګوانتانامو په زندان کې ۱۵ تنه بندیان پاتې دي چې درې یې دیته برابر دي چې دریم هیواد ته وسپارل شي، د دریو دوسیې یې د ارزونې لپاره برابرې دي چې ممکن خوشې شي، اوه تنه نور یې د تورونو سره مخ دي او پاتې دوه یې محکوم شوي او سزا پرې راختلې ده.

د امریکا د دفاع وزارت د تیر کال په پای کې هم په یوې اعلامیې کې ویلي چې د ګوانتانامو له زندان څخه یې دوه مالیزیايي وګړي خوشې کړل او اوس ۲۷ تنه لا هم په دغه زندان کې بندیان دي.

د امریکا د دفاع وزارت په یوه بیان کې ویلي، دغه دوه تنه محمد فاروق بن امین او محمد نذیر بن لیپ نومیږي چې د "جنګ له قانون څخه د سرغړونې په ترڅ کې د قتل په ګډون په قصدي ډول د جدي جسمي ټپي کول، دسیسې او د جګړې له قانون څخه په سرغړونې د ملکیتونو ویجاړول په کې شامل دي."

د متحده ایالاتو د دفاع وزارت د اعلامیې له مخې، دغو دواړو په ۲۰۰۲ کال کې د بالي په شپني کلبونو او په ۲۰۰۳ کې د جاکارتا په یو هوټل باندې د بریدونو د اصلي عاملینو باندې په شاهدي ورکولو کې همکاري کړې ده.

د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن په ۲۰۲۰ کال کې وړاندې تر دې چې جمهور رئیس شي، د دې زندان د تړلو ژمنه کړې وه خو پداسې حال کې چې په سپینې ماڼۍ کې د ښاغلي بایډن شپې او ورځې په شمار پاتې دي، لا هم دا زندان تړل شوی ندی.

د ګوانتنامو زندان په ۲۰۰۲ کال کې د ولسمشر جورج ډبلیو بوش په واکمنۍ کې پر امریکا د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱ تروریستي بریدونو وروسته پرانستل شو. د ګوانتانامو زندان کې د ۷۰۰ او ۸۰۰ تر منځ بندیان ساتل شوي وو چې زیاتره یې د سپتمبر د ۱۱ په بریدون کې په لاس لرلو تورن وو. په امریکا کې د سپټمبر د یوولسمې په بریدونو کې نږدې ۳۰۰۰ کسان ووژل شول.

د بشري حقونو ډلو له ډېرې مودې راهیسې د ګوانتانامو د پوځي زندان پر شتون اعتراضونه کړي او د بندولو غوښتنه یې کړې ده. د بشري حقونو مدافعینو خبر ورکړی، چې په دغه زندان کې شکمن کسان نه یوازې شکنجه شوي، بلکې ډېر یې له تور او محاکمې پرته په دغه زندان کې پراته دي.