د لاس رسي وړ اتصالات

سور صلیب:‌ د ګوانتانامو زندان د بندیانو ترمنځ د 'چټک زړښت' نښې لیدل کیږي 


د ګوانتانامو پوځي زندان
د ګوانتانامو پوځي زندان

د سره صلیب د نړیوالې کمیټې (ICRC) یو جګپوړي مقام د ګوانتانامو زندانیانو د ژوندانه او فزیکي وضعیت په اړه اندیښنه ښودلې او ویلي یې دي چې د بندیانو تر منځ یې د 'چټک زړښت' نښې لیدلي دي.

د متحده ایالاتو او کاناډا لپاره د سره صلیب د نړیوالې کمیټې مشر پټریک همیلټن د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي: "زه په ځانګړې توګه د دې له امله حیران شوم هغه کسان چې لاهم په بند کې دي څنګه د عمر د چټک زړښت علایم تجربه کوي."

ښاغلي همیلټن چې په دې وروستیو کې د ګوانتانامو زندان لیدنه کړې دا هم وویل، هغه کسان چې کلونه یې په دې زندان کې تېر کړي ډېرو عواملو پرې اغیز کړی او وضعیت یې په بند کې خراب شوی دی.

د سره صلیب د نړیوالې کمیټې دغه لوړپوړي چارواکي ویلي، که متحده ایالات په راتلونکو کلونو کې هم د دغو کسانو توقیف ته دوام ورکړي، د دې زندان د سمون لپاره "هر اړخیز چلند" ته اړتیا ده.

نوموړي د ګوانتانامو زندانيانو ته د سمو روغتيايي خدمتونو د لاسرسي غوښتنه وکړه، ځکه د ده په وينا، د دغو بنديانو روحي او جسمي حالت مخ په خرابېدو دى. برسېره پردې، همیلټن وویل چې د زندان زیربناوې باید "د بندیانو د بدلون په حال کې اړتیاو او د هغوی معلولیت په پام کې نیولو سره سمون ولري."

د هیمیلټن په وینا، د کورنیو سره د بندیانو د اړیکو د کیفیت د ښه کولو به اړه هم یو "هر اړخیز چلند" ته اړتیا شته.


هغه وویل: "حتی که ددې امکان هم وي چې یو ډیر لږ شمیر خلک په دې مرکز کې وساتل شي، بیا هم ډیر عمر لرونکو بندیانو لپاره پلانونه باید ونه ځنډول شي."

د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د یوولسمې له بریدونو وروسته، د طالبانو د یو شمېر مشرانو په ګډون، چې اوس یو ځل بیا پر افغانستان واکمن دي، په سلګونو شکمن اسلام پاله سخت دریځې په ګوانتانامو زندان کې بندیان وو چې یو شمیر بندیان لاهم هلته پاته دي.

د بشري حقونو ډلې له ډېرې مودې راهیسې د ګوانتانامو د پوځي زندان پر شتون نیوکې کوي او د تړلو غوښتنه یې کوي. د بشري حقونو مدافعینو خبر ورکړی، چې په دغه زندان کې شکمن کسان نه یوازې شکنجه شوي، بلکې ډېر یې له تور او محاکمې پرته په دغه زندان کې ساتل شوي.

د امريکا د دفاع وزارت يا پنټاګون دوه مياشتې مخکې ويلي و، چې په ګوانتانامو کې ٣٢ بنديان پاته دي، چې له دې ‌ډلې څخه ١٨ يې د لېږد وړ دي، نهه يې تر پوځي محاکمې لاندې دي او دوه يې په بند محکوم شوي دي.

……………………

XS
SM
MD
LG