د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا دوه پاکستاني وروڼه په ګوانتانامو کې د تقریباَ ۲۰ کاله بند وروسته خپل هیواد ته واستول 


د امریکا د دفاع وزارت وایي اوس د ګوانتانامو په زندان کې ۳۲ بندیان پاته دي
د امریکا د دفاع وزارت وایي اوس د ګوانتانامو په زندان کې ۳۲ بندیان پاته دي

متحده ایالاتو له شاوخوا دوو لسیزو وروسته د ګوانتانامو له پوځي زندان څخه دوه پاکستاني وروڼه پرته له دې چې کوم تور پرې ثابت شي، خوشې کړل.

۵۵ کلن عبدالرباني او ۵۳ کلن محمد رباني په ۲۰۰۲ کال کې د پاکستاني چارواکو له خوا په خپل پلرني ټاټوبي کراچۍ ښار کې ونیول شول او بیا د القاعده شبکې لپاره د خوندي کورونو د مدیریت په تور په چټکۍ سره د ګوانتانامو زندان ته ولېږدول..

د امریکا د دفاع وزارت د پنجشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل چې دغه دوه وروڼه پرته له دې چې په کوم جرم تورن شي پاکستان ته ستانه کړای شول. پنټاګون ویلي چې د دغو دوو کسانو توقیف "نور اړین نه دي" ځکه چې دوی د متحده ایالاتو امنیت ته دوامداره ګواښ نه ګڼل کیږي.

د اعلامیې له مخې د امریکا د دفاع وزیر لویډ آسټن تیره میاشت ددغو دواړو پاکستانیانو د بیرته ستنولو په اړه د امریکا کانګرس ته د خپل نیت خبر ورکړ او یادونه یې وکړه چې امریکا د پاکستان سره په مشوره د انتقال لازمي شرایط برابر کړي دي.

دا دوه پاکستاني وروڼه د ګوانتانامو د وروستیو بندیانو په ډله کې وو چې د امریکا له دغه پوځي زندان څخه خوشي شول. د امریکا ولسمشر جوبایډن هڅه کوي چې دغه زندان وتړي.

پنټاګون په خپله اعلامیه کې ویلي چې "د امریکا متحده ایالات د پاکستان د حکومت او نورو شریکانو د لېوالتیا ستاینه کوي چې د امریکا د هغو پرله پسې هڅو ملاتړ کوي چې تمرکز یې په مسؤلیت سره د بندیانو د شمېر په کمولو او بالاخره د ګوانتانامو زندان بندول دي."

تر دې مخکې د مجید خان په نوم یو بل پاکستانی زنداني چې د القاعده شبکې د غړي په توګه یې پر خپل رول اعتراف کړی و، د دې میاشتې په لومړیو کې له ګوانتانامو زندان څخه د خپل بند د مودې له پوره کولو وروسته خوشې شو او د بلیز په هیواد کې چې د مرکزي امریکا یو ساحلي هیواد دی میشت شو. ۴۲ کلن خان تر ۱۵ کاله بند وروسته له دغه زندانه خوشې شو. هغه په ۲۰۲۱ کې په ۱۰ کاله بند محکوم شو او له امریکایی تحقیق کونکو سره د همکارۍ او په زندان کې د وخت تیرولو له امله خوشې شو.

تر هغې مخکې د پاکستان تبعه سیف الله پراچا چې د ګوانتانامو زندان تر ټولو پخوانی بندي ګڼل کېده، د ۲۰۲۲ کال د اکټوبر په ۲۹ له دغه زندانه خوشې او خپل هېواد ته ولېږدول شو. پراچا له ۲۰۰۳ کال څخه تر ۲۰۲۲ کال پورې په ګوانتانامو زندان کې و او پر هغه له القاعده شبکې سره د همکارۍ شک و، خو هېڅکله تورن نشو.

د ګوانتنامو زندان په ۲۰۰۲ کال کې د ولسمشر جورج ډبلیو بوش په واکمنۍ کې پر امریکا د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱ تروریستي بریدونو وروسته پرانستل شو. د ګوانتانامو زندان کې د ۷۰۰ او ۸۰۰ تر منځ بندیان ساتل شوي وو چې زیاتره یې د سپتمبر د ۱۱ په بریدون کې په لاس لرلو تورن وو. په امریکا کې د سپټمبر د یوولسمې په بریدونو کې نږدې ۳۰۰۰ کسان ووژل شول.

پنټاګون د پنجشنبې په ورځ وویل چې د دوو پاکستاني وروڼو په خوشې کیدو سره اوس د ګوانتانامو په زندان کې ۳۲ بندیان پاته دي چې ۱۸ یې د انتقال وړ دي، نهه یې تر پوځي محاکمې لاندې دي او دوه یې په بند محکوم شوي دي.

د بشري حقونو ډلو له ډېرې مودې راهیسې د ګوانتانامو د پوځي زندان پر شتون اعتراضونه کړي او د بندولو غوښتنه یې کړې ده. د بشري حقونو مدافعینو خبر ورکړی، چې په دغه زندان کې شکمن کسان نه یوازې شکنجه شوي، بلکې ډېر یې له تور او محاکمې پرته په دغه زندان کې پراته دي.

XS
SM
MD
LG