متحده ایالاتو د شنبې په ورځ نومبر دویمه (لړم ۱۲) په روسیه کې د امریکا د یوې قونسلګرۍ د پخواني کارکوونکي محاکمه کول په "کلکه غندلې" ده.
رابريټ شونوف چې له ۲۵ کلونو راهیسې یې په روسیه کې د امریکا په یوې قونسلګرۍ کې کار کوه تېره ورځ د روسیې په ختیځ ولادیوستوک ښار کې محاکمه شو.
د روسیې رسنیو د جمعې په ورځ راپور ورکړی و چې شونوف له یو بهرني دولت سره د پټو همکاریو په جرم د څلورو کلونو او لسو میاشتو حبس په سزا محکوم شوی دی.
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ په یو تند بیان کې وویل چې "د بې بنسټه تورونو په اساس محکومول یوه لویه بې عدالتي ده."
د دې وزارت ویاند میتیو میلر په بیان کې پر شونوف لګول شوي تورونه "په بشپړ ډول جعلي او بې ارزښته" بللي دي.
شوونوف تر ۲۰۲۱ کاله پورې په روسیه کې د امریکا د یوې قونسلګرۍ لپاره کار کاوه او کله چې مسکو د بهرنیو ماموریتونو لپاره د سیمهییزو کارمندانو په کار کولو محدودیتونه وضع کړل نوموړي د یو خصوصي قراردادي په توګه کار کوه.
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په وینا شونوف "د روسیې د قوانینو په کلک رعایت سره" له روسي رسنیو څخه د عامه لاسرسي وړ مطبوعاتي حسابونه راټولول.
شونوف په ۲۰۲۳ کال کې په دې شک ونیول شو چې په اوکراین کې د روسیې د جنګ په اړه پټ معلومات یې د پیسو په بدل کې امریکا ته سپارلي دي.
په روسیې کې د یوې سیمهییزې محکمې په ویبپاڼه کې د خپرې شوې پریکړې له مخې له شنوف څخه ۴۰۰زره روبل (۴۱۰۰ امریکايي ډالر) او یوه بریښنايي وسیله کشف او ضبط شوي دي.
روسیې د ۲۰۲۳ کال په سپټمبر کې د متحده ایالاتو دوه ديپلوماتان له شونوف سره د اړیکو د لرلو په تور له روسیې څخه وشړل.
په وروستیو کلونو کې زیات شمېر امریکایي اتباع په روسیه کې نیول شوي او ورته د اوږدې مودې حبس سزا ورکړل شوې ده او یو شمیر نور د محاکمې په تمه ده.
واشنګټن چې پر اوکراین باندې د روسیې د یرغل په وړاندې له اوکراین څخه پوځي او مالي ملاتړ کوي پر مسکو تور لګوي چې غواړي د امریکايي اتباعو په بندي کولو سره د هغو روسانو د تبادلې زمینه برابره کړي چې په امریکا کې بندیان دي.
د اګست په میاشت کې د یو مهم زنداني له تبادلې وروسته لا هم زیات شمېر امریکایي اتباع او دوه ګوني تابعیت لرونکي په روسیه کې په توقیف کې پاتې دي.