کرن ډیکر: طبي څانګه کې د افغان میرمنو پر زده کړو بندیز په هیڅ ډول نشي توجیه کیدلی

افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شادرژدافیرې کرن ډیکر ویلي چې په طبي انسیتیوتونو کې د ښځو او نجونو پر زده کړو بندیز به د افغان میرمنو او ماشومانو پر روغتیا ډیرې ناوړې اغیزې وکړي.

د قطر په پایتخت دوحه کې د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شادرژدافیرې کرن ډیکر د طالبانو له خوا په طبي انسیتیوتونو کې د ښځو او نجونو پر زده کړو د بندیز پریکړې ته په غبرګون کې ویلي چې دا پریکړه په هیڅ ژبې، کلتور او مذهب کې د توجیه وړ نه ده.

کرن ډیکر د شنبې د ورځې ناوخته ډسمبر اووم (لیندۍ ۱۷) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې د راپورونو له مخې په کندهار کې شوې دغه پریکړه به په افغانستان کې د میندو او ماشومانو پر روغتیا ډیرې ناوړې اغیزې ولري.

میرمن ډیکر لیکلي: "کندهار له وړاندې د ښځو د ښوونکو کیدو او انجینرانو کیدو په مخنیوي سره د افغانستان راتلوونکې د خطر سره مخ کړې ده؛ دوی اوس نجونې د ډاکټرانو کیدو او قابیله ګانو کیدو په منع کولو سره په بشپړ ډول [افغانستان راتلوونکې] له منځه وړي. ماشومان به ونه زیږیږي. میندې به خپل ژوند له لاسه ورکړي. ټول افغانان به د کړاونو سره مخ شي. د غیر ضروري بدبختۍ د مخنیوي لپاره باید دا پریکړه بیرته وګرځول شي".

د سیمه ییزو رسنیو د راپور له مخې، د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت معین بخت الرحمن شرافت کابل کې دغه وزارت کې د طبي انستیتیوتونو د مشرانو سره په یوه غونډه کې هغوی ته ویلي چې د دسمبر درېیمه (لیندۍ ۱۳مه) وروسته په طبي انستیتیوتونو (قابله ګۍ، د غاښونو پروتیز، نرسینګ، لابراتوار) ته د نجونو محصلینو په شمولیت او روانو درسونو بندیز لګیدلی دی.

خو د طالبانو حکومت تر اوسه دا پریکړه چې ویل کېږي د دغه ډلې د مشر، ملا هبت‌الله آخندزاده په امر شوې، په رسمي ډول نه ده تائید کړې.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې په کابل او یو شمیر ولایتونو کې په خصوصي طبي انسیتیوتونو کې په لسګونو زرو نجونو زده کړې کولې.

د قطر په پایتخت دوحه کې د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شادرژدافیرې ددغو څرګندونو دمخه د طالبانو دغې پریکړې ته د افغان میرمنو او نجونو په ګډون د بشري حقونو په برخه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې رینا امیري هم غبرګون ښودلی او ددغې پریکړې د غندلو ترڅنګ یې ددې پریکړې د لغوه کیدو غوښتنه کړې وه.

میرمن امیري د طالبانو دا اقدام "غیر انساني" بللی او ویلي دي چې دا پریکړه به د افغان میرمنو او ماشومانو ژوند د جدي ګواښونو سره مخ کړي.

میرمن امیري ویلي چې د طالبانو له خوا په طبي څانګه کې پر ښځو او نجونو دا بندیز به د ښځو او میندو په ګډون افغاسنتان کې د روغتیايي خدمتونو ته د خلکو لاس رسي مخه ونیسي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې همداشان ویلي چې د نړیوالې ټولنې د فشارونو سره سره طالبانو په څه باندې دریو کلنو کې د ښځو د حقونو څخه سرغړونو ته دوام ورکړی او په دغه موده کې یې په افغانستان کې په پرله پسې ډول د جنسیت پر بنسټ توپیري چلند او پالیسو ته دوام ورکړی دی.

میرمن امیري ویلي: "د طالبانو سیاستونه او د فرمانونو صادرول دا واضح کوي چې هغوی [طالبان] نړیوالو ژمنو ته د افغانستان د رعایتولو نیت نلري".

د امریکا د متحده ایالاتو سربیره د طالبانو داپریکړه د ملګرو ملتونو په ګډون په نړیواله کچه غندل شوې ده. ملګرو ملتونو اندیښنه ښودلې چې د طالبانو دا پریکړه به په افغانستان کې د عامې روغتیا سکټور باندې ناوړه اغیزه وکړي.

د بې پولې ډاکټرانو سازمان (MSF) هم افغانستان کې د روغتیا په سکټور کې د ښځینه کارکوونکو کم شمیر ته په کتنې ویلي چې په دغه هیواد کې په طبي څانګه کې د ښځو او نجونو پر زده کړو بندیز د پریکړې پایلې به روغتیايي خدمتونو ته د افغان میرمنو لاس رسی لا کم کړي او د هغوی په روغتیا به پراخه منفي اغیزې ولري.

د بې پولې ډاکټرانو سازمان د ډسمبرشپږم (لیندۍ ۱۶) په یوه اعلامیه کې ویلي چې د طالبانو د حکومت له خوا په افغانستان کې په طبي څانګه کې د ښځو او نجونو پر زده کړو بندیز به له عام او مسلکي ژوند څخه ښځې لا حذف او څنډې ته کړي.

دغه سازمان ویلي چې نوي محدودیتونه به لا زیات باکیفیته درملنې ته د لاس رسي محدودیت او په راتلوونکي کې دغسې خدمتونو وړاندې کولو د شتون په برخه کې به جدي ګواښونه راولاړ کړي.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې واک د بیا ترلاسه کولو وروسته په دغه هیواد کې د لومړنۍ دورې څخه په پورته دورو کې د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی دی او هم یې د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر د ۲۴ وروسته په پوهنتونونو کې د ښځو او نجونو پر زده کړو بندیز لګولی دی.

طالبانو نه یوازې د نجونو او ښځو د زده کړو ته د اجازې د ورکولو په اړه د نړیوالې ټولنې پرله پسې غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ورکړی، بلکې د ۲۰۲۴ کال د اګست په میاشت کې د امربالمعروف قانون په نافذولو سره په تیرو څه باندې دریو کلنو کې د ښځو او نجونو د حقونو پر وړاندې خپلو ټولو کړنو ته قانوني بڼه ورکړې او پر ښځو او نجونو باندې یې محدودیتونه لا پراخه کړي دي.