امریکا په عربي متحده اماراتو د ۱.۲ میلیارد ډالرو په ارزښت د مهماتو پلور منظور کړ

متحده ایالاتو جمعه اکټوبر ۱۱ ( تلې ۲۰مه) په عربي متحده اماراتو د توغندیو وارولو څو سیسټیمونو لپاره د مهماتو پلور منظوریدو اعلان وکړ چې ټول ټال ۱.۲ میلیارده ډالر ارزښت لري.

د دفاعي امنیتي همکارۍ ادارې په اعلامیې کې ویل شوي چې پدې معاملې کې به په عربي متحده اماراتو د GMLRS توغندي او ATACMS مزائیل وپلورل شي او دا چې پدې وسلو به د یو "مهم سیمه ایز شریکبان" امنیتي چارو په بهتره کولو کې مرسته وشي او د متحده ایالاتو بهرنۍ پالیسي او د ملي ګټو اهدافو سره به مرسته وکړي.

د امریکا د دې ادارې په اعلامیې کې همدارنګه ویل شوي چې د دې مهماتو په پلور سره به متحده عربي امارات وکړی شي خپل وسله وال ځواکونه عصري کړي تر څو د روانو او په آینده کې د ګواښونو چاره وکړي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په عربي متحده اماراتو د دې وسلو پلور منظور کړی او د دفاعي امنیتي همکارۍ ادارې د جمعې په ورځ کانګرس ته احوال ورکړ.

د وسلو د وروستي پلور یا نه پلور پریکړه به کانګرس کوي.

امریکا پداسې حال کې په اماراتو د دې وسلو پلور منظوروي چې په منځني ختیځ کې اسرائیل په دوو جبهو کې په فعالې شخړې بوخت دی او متحده ایالاتو د جګړې پراخیدو مخنیوي او اسرائیل ددفاع په خاطر سیمې ته اضافي پرسونل او نظامي تجهیزات استولي دي.

په خلیج کې عربي هیوادونه د متحده ایالاتو څخه نظامي او نورو همکاریو تر لاسه کولو لپاره ځانونه واشنګټن ته نږدې کوي.

تر عربي متحده اماراتو وړانددې متحده ایالاتو په سعودي عربستان د تهاجمي وسلو پلورل بیرته پیل کړ چې په یمن کې د حوثي یاغیانو پر ضد د سعودي عربستان د خونړیو عملیاتو له کبله ځنډیدلی و.

د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن په ۲۰۲۱ کال کې د یمن د حوثیانو په وړاندې د سعودي‌ عربستان چلند ته په کتو چې پکې غیرنظامیانو ته درانه تلفات واوښتل پر دغه هېواد د وسلو د پلورلو په تړاو خپل دریځ سخت کړ.

ښاغلي بایډن واک ته تر رسیدو وروسته د سعودي عربستان سره د خپل هیواد د دریځ نوي کولو ژمنه کړې وه – داسې دریځ چې په بشري حقونو پکې ټینګار شوی وي او په سمدستي توګه یې پریکړه وکړله چې واشنګټن به په ریاض یوازې دفاعي وسلې پلوري.

د امریکا مشر دا پریکړه وروسته تر هغه وکړله چې په یمن کې د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلافي ځواکونو په هوایي بمباریو کې د ماشومانو په ګډون زرګونه ملیکان ووژل شول.

خو د ۲۰۲۲ کال راهیسې چې د ملګرو ملتونو په منځګړتوب د اوربند موافقه شوې، په یمن کې هم وضعیت آرام شویدی.