د امریکا په متحدو ایالتونو کې یو کس چې هویت یې نه دی افشا شوی، د سه شنبې په ماښام، مارچ ۲۶ (وري اوومه) د میګا میلیون په نوم د ۱.۱۳ میلیارد ډالرو لاتري وګټله.
د امریکا د دې مشهورې لاترۍ لپاره په اوونۍ کې دوه ځلې قرعه کشي (پچه اچونه) ترسره کیږي، خو د تېر کال له دسمبر میاشتې راهیسې هېچا دغه لاتري نه وه ګټلې او هره اوونۍ به یې پیسې زیاتیدلې.
د میګا میلیون لاترۍ مسؤلینو ویلي، چې دغه ټکټ په نیوجرسي ایالت کې د شرابو په یو پلورنځي کې پلورل شوی و او د پلورل شويو ټکټونو له مخې، ددې لاترۍ د ګټلو چانس په ۳۰۲.۶ میلیونو کې یو ښودل شوی و.
ددغه لاترۍ د ګټلو لپاره باید په اخیستل شوي ټکټ کې، پنځه دوه عددي شمیرې او یو، یو عددي شمیره د لاترۍ د هغو شمېرو سره سمون ولري کوم چې د پچې پر اساس راوځي.
د یادونې وړ ده چې دا د متحده ایالاتو د لاتري په تاریخ کې پنځمه لویه جایزه ده. د دې جایزې ګټونکی کولی شي د ۲۹ کلونو په اوږدو کې ټولې پیسې په قسطونو کې ترلاسه کړي یا د شاوخوا ۵۳۷.۵ میلیون ډالرو مالیې ورکولو وروسته، پاتې پیسې نغدې واخلي.
د متحده ایالاتو د لاترۍ په تاریخ کې ترټولو لویه او ممتازه جایزه، د پاوربال ۲.۰۴ ملیارد ډالره لاتري وه، چې دوه کاله وړاندې په کالیفورنیا ایالت کې یو چا ګټلې وه. هغه مهال د لاترۍ مسؤلینو ویلي وو، چې دغه بختور ګټونکی، چې نوم یې ندی ښودل شوی، اختیار لري چې ۹۹۷.۶ میلیون ډالر نغدي همدا اوس واخلي او یا ټول دوه میلیارد ډالر په ۲۹ کلنیو قسطونو کې ترلاسه کړي.
همدارنګه د پاوربال په نوم د یوې بلې مشهورې لاترۍ لپاره به نن شپه، د مارچ په ۲۷ نیټه پجه اچونه ترسره شي، چې د دې خبر تر خپرولو پوري، دغه لاتري ۸۶۵ میلیون ډالرو ته رسیدلې ده.
یاده دې وي چې په ډیرو مواردو کې، د لاتري ګټونکي نوم او مشخصات د ګټونکي په غوښتنه نه افشا کیږي.