د لاس رسي وړ اتصالات

څوک غواړي چې میلیاردر شي؟


باور مو کیږي چې په دوو ډالرو د یو لاتري ټکټ په اخیستلو یو څوک وکړای شي چې میلیاردر شي او د نړۍ د بډایو خلکو په ډله کې راشي.

د "میگا میلیون" په نامه د امریکا د متحده ایالاتو د لاتري مشهورې جایزې چې اوس څه دپاسه ۱،۶ میلیارد ډالرو ته رسیدلې د لاتري گډون کوونکو ته د میلیاردر کیدو فرصت برابر کړی دی.

د میگامیلیون په نامه لاتري پچه اچونه په اونۍ کې دوه ځلې کیږي او د تیرې جمعې په ماښام هیچا دغه جایزه ونه گټله. د لاتري ټکټ اخیستلو ته د مینه والو زیاته مینه ددې سبب شوه چې په څه کم دریو ورځو کې ممتازه جایزه څه دپاسه یو نیم میلیارد ډالرو ته ورسیږي.

د میگا میلیون د گروپ رئیس گولډن مدینیکا، د یوې بیانې په خپرولو ویلي دي ددې جایزې اوسنۍ کچه د نړۍ د لاتري په تاریخ کې تر ټولو لوړه جایزه ده.

د میگامیلیون جایزې پخوانی ریکارډ په ٢٠١٦ کې و چې ۱.۵۸۶ میلیارد ډالرو ته رسیدلی و.

خو ددغې جایزې وړونکی او یا وړونکي باید ستره مالیه هم ورکړي او د مالیاتو له ورکولو وروسته به د ۱،۶ میلیارد ډالرو څخه ۹۰۴ میلیون ډالر ورته پاته شي.

ټاکل شوې چې د میگامیلیون راتلونکې قرعه کشي د سه شنبې په ماښام (اکتوبر ٢٣) وشي او هر هغه څوک چې د ټکټ شپږ نمرې یې د اعلان شویو نمرو سره سمون ولري ملیاردر به شي.

کله کله داسې هم شوي چې څو کسانو یو شان نمرې په ټکټ په نښه کړي دي، پداسې صورت کې پیسې د دوو یا څو کسانو ترمنځ ویشل کیږي.

XS
SM
MD
LG