د امریکا د کلیفورنیا د ایالات یوه اوسېدونکي په لاترۍ کې په بې ساري ډول څه باندې دوه میلیارد ډالر ګټلي دي.
د لاترۍ دغه بختور ګټونکی، چې نوم یې ندی ښودل شوی، اختیار لري چې ۹۹۷.۶ میلیون ډالر نغدي همدا اوس واخلي او یا ټول دوه میلیارد ډالر په ۲۹ کلنیو قسطونو کې ترلاسه کړي.
ددې لاترۍ د ګټلو چانس په ۲۹۲ میلیونو کې یو ښودل شوی دی. د ګڼو سرچینو د معلوماتو له مخې، دا په تاریخ کې تر ټولو ستره لاتري ده.
له دې وړاندې تر ټولو ستره لاتري ۱.۵۹ میلیارد ډالر وه چې په ۲۰۱۶ کال کې د امریکا د کلیفورنیا، فلوریډا او ټېنیسي ایالتونو درې کسانو په ګډه ګټلې وه.
د کلیفورنیا د لاترۍ ادارې د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې وه چې د واشنګټن په وخت د دوشنبې د شپې په ۱۱ بجو د دوه میلیارد ډالرو د لاترۍ ګټونکی اعلان شي، خو د نتیجې اعلان له دې امله د څو ساعتونو دپاره وځنډول شو چې په لاترۍ کې د ګډون کوونکو ۴۸ ایالتونو له جملې څخه یوه ایالت وویل چې د پلورل شویو ټکټونو د پروسس دپاره نور وخت ته اړتیا لري.
د رویټرز آژانس د خبر له مخې، د امریکا د ګڼو ایالتونو په سطحه د لاترۍ عالي کمیسیون تر دې مهاله ددې وروستۍ لاترۍ په اړه څه ندي ویلي.