د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتونی بلینکن د قطر او پاکستان د بهرنیو چارو د وزیرانو سره په جلا تیلیفوني اړیکو کې د افغانستان د وضعیت په اړه خبرې کړي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د سه شنبې په ورځ جولای ۲۵ (زمري درېیم) د خپل ټویټر په پاڼه لیکلي، چې د خپل پاکستاني سیال بلاول بوټو زرداري سره یې د پاکستان د اقتصادي وضعیت د ښه کیدو په برخه کې د امریکا د ملاتړ په اړه د تیلیفون له لارې خبرې کړي دي.
همداشان انتونی بلینکن ویلي چې د افغانستان په ګډون د واشنګټن او اسلام اباد د ګډو اندېښنو په اړه هم په دغه تیلیفوني اړیکه کې خبرې کړي دي.
په عین حال کې د قطر د بهرنیو چارو وزارت هم ددغه هیواد د صدراعظم او د بهرنیو چارو د وزیر محمد بن عبدالرحمان آل ثاني او د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزیرانتونی بلینکن ترمنځ د تیلیفوني خبرو خبر ورکړی دی.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دواړو چارواکو په دغه تیلیفوني اړیکه کې د دوو اړخیرو اړیکو ترڅنګ د افغانستان په وروستیو تحولاتو هم خبرې کړي دي.
په دې اعلامیه کې ویل شوي: "په دې تیلیفوني اړیکه کې د دواړو هیوادونو په دوه اړخیزو اړیکو، د اوکراین په جګړه کې د پرمختګونو، د افغانستان وضعیت او د افغانستان له خلکو د ملاتړ د لارو چارو او د ایران اتومي موافقې په اړه د وروستیو تحولاتو په باب خبرې وبحث وشو."
امریکايي او پاکستاني چارواکو دا خبرې په داسې حال کې کړي، چې په پاکستاني چارواکو په دې وروستیو کې په پرله پسې ډول په دغه هیواد کې د ناامنۍ په زیاتیدو کې د ډیورنډ د کرښې څخه هغې غاړې ته د تحریک طالبان پاکستان د وسله والو د اوړیدلو په اړه اندیښنې څرګندې کړي دي.
د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف په یوه مرکه کې د طالبانو څخه د پاکستان په ملاتړ پښیماني ښودلې او ویلي وو چې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته دغه هیواد د طالبانو په بري خوشالي ښودلې او د طالبانو مشرانو ته یې ددغه برې مبارکۍ ورکړې وې، خو دوی په دې نه وو خبر، چې هغوی به د پاکستان دښمنانانو ته پناه ورکوي.
د پاکستان د دفاع وزیر وویل، چې په تیر یو کال کې د تحریک طالبان پاکستان یو شمیر غړي په افغانستان کې وژل شوي، چې په اړه یې ټول خلک خبر دي او طالبانو حکومت بیا هم ددې نه انکار کوي، چې د تحریک طالبان پاکستان وسله وال په افغانستان کې نشته دی.
خو د طالبانو حکومت د پاکستان دا ادعاوې ردې کړي او ویلي دي، چې هیچاته به ددې اجازه ورنکړي، چې د افغانستان خاوره د کوم بل هیواد په خلاف وکاروي.
پاکستاني چارواکو په دغه هیواد کې د ناامنو د زیاتیدو وروسته تیره اونۍ افغانستان لپاره ددغه هیواد ځانګړی استازی اصف درانی د طالبانو د حکومت د مشرانو سره د خبرو لپاره کابل ته استولی و.
د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوی عبدالکبیر دفتر د جولای ۲۰(چنګاښ ۲۹) په یوه اعلامیه کې ویلي، چې مولوي عبدالکبیر د ښاغلي دراني سره د پنجشنبې په ورځ په کتنه کې هغه ته یو ځل بیا د هیڅ کوم هیواد پرخلاف د افغانستان د خاورې د نه استعمالولو ډاډ ورکړی دی.
په دې اعلامیه کې ویل شوي: "مونږ د پاکستان امنیت د ځان په ګټه او په پاکستان کې ناامني د ځان په زیان بولو او د یو مسلمان ګاونډي په توګه په پاکستان کې جګړه او ناامني نه غواړو، نو هیچاته اجازه نه ورکوو چې زمونږ خاوره د پاکستان پر ضد وکاروي".
ددې اعلامیې له مخې مولوي عبدالکبیر اصف دراني ته ویلي، چې د داسې هیواد په توګه چې د جګړو ترخې تجربې لیدلي پاکستان ته مشوره ورکوي، چې د جګړو پر ځای سولې ته ترجیح ورکړي.