د امریکا د متحدو ایالتونو لوړ پوړی چارواکی جیک سولیوان وايي چې «په نه ستړي کېدونکي ډول» کار کوي چې ډاډه شي طالبان په خپلو هغو ژمنو ولاړ دي چې افغانستان به نه پرېږدي بیا د ترهګرو په خوندي ځای بدل شي.
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت مشاور دا خبره په واشنګټن کې خبریالانو ته له ولسمشر جو بایډن سره بریتانیا ته له تګ وړاندې وکړه.
سولیوان په دې اړه د امریکا غږ د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: «زه دا ویلای شم چې موږ د دوحې د تړون په اساس طالبان په خپلو ژمنو نیسو، چې افغانستان د هېچا او په خاص ډول زموږ د اهدافو له مخې د متحدو ایالتونو، زموږ د خاورې، زموږ د ایتلافیانو او شریکانو په خلاف د ترهګریزو بریدونو د پلان جوړونې د خوندي ځای په توګه نشي کارول کېدای.»
امریکا په ۲۰۲۰ کال په قطر کې له طالبانو سره یو تړون لاسلیک کړ. د تړون په اساس، بهرني ځواکونه د ۲۰۲۱ د اګست په میاشت له افغانستان څخه ووتل او په بدل کې یې طالبانو ژمنه وکړه چې د القاعده ډلې په ګدون هېڅ یوې ترهګرې ډلې ته به اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو په ضد وکاروي.
څو ورځې مخکې ولسمشر بایډن له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د جنجالي وتلو ننګه وکړه او ویې ویل چې طالبان له واشنګتن سره د القاعده په ځپلو کې مرسته کوي.
سولیوان وویل: «موږ هره ورځ په نه ستړي کېدونکي ډول کار کوو چې ډاډه شو [د طالبانو] په ژمنو عمل کېږي، له دې وراخوا هېڅ هم نه وایم.»
په داسې حال کې چې امریکا او د طالبانو ډلې دا نه دي تصدیق کړي چې د ترهګرۍ په ضد مبارزې کې همکاري کوي، خو په سیمه کې دپلوماتان او د طالبانو سرچېنې وايي، چې دا دوه غلیمان چې له یو بل سره جنګېدل، او د ترهګرۍ په ضد له یو بل سره همکاري کوي.
له متحدو ایالتونو سره د طالبانو د همکارۍ ادعاوې تر ډېره د لوړ پوړیو امریکايي او طالب چارواکو ترمنځ له خبرو څخه سرچېنه اخلي.
راپورونه وايي چې د امریکا د استخباراتو مشر ډیویډ کوهن او د طالبانو د استخباراتو مشر عبدالحق وثیق د تېرکال د نومبر په میاشت کې په قطر کې سره لیدلي دي. خو دواړو خواو دا غونډه تائید کړې نه ده.
ځینو سرچېنو امریکا غږ ته ویلي دي چې عبدالحق وثیق د ترهګرۍ ضد یوه څانګه پرانیستې ده او په خپله ددغې څانګې د کارونو نظارت کوي. امریکا غږ د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد سره اړیکه ونیوله چې له امریکا سره د ترهګرۍ په ضد مبارزې کې د طالبانو د همکارۍ په اړه یې نظر واخلي، خو ددغه راپور تر لیکلو پورې هغه ځواب نه دی ورکړی.