یوناما: په افغانستان کې د پخواني حکومت د امنیتي او دفاعي منسوبینو ځورول دوام لري

یوناما د روان کال د اپریل، مې او جون په میاشتو کې په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د نورو مسلو سربیره د طالبانو له خوا د کوکنارو د کښت له منځه وړلو د هڅو پر وړاندې د سیمې د اوسیدونکو د مقاومت خبر هم ورکړی دي.

د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه ویلي چې د روان ۲۰۲۴ کال د اپریل، مې او جون په میاشتو کې په دغه هیواد کې په بیلابیلو برخو کې د افغانانو په ځانګړي ډول د ښځو د بشري حقونو څخه سرغړونو دوام درلود.

یوناما د سه شنبې د ورځې ناوخته جولاۍ ۳۰( زمري نهم) په دغه راپور کې، په افغانستان کې د ښځو د حقونو، ملکي تلفاتو، د طالبانو د حکومت د کوکنارو د فصل له منځه وړلو عملیاتو، د سرحد په اوږدو کې نښتو، د رسنیو د ازادۍ، د پخواني جمهوري رژیم د کارکوونکو د شکنجې، وژلو او نیولو، تعزیري سزاګانو او د عدالت د پلي کیدو اړوند مسئلو ته ځای ورکړی دی.

د پخواني رژیم له پوځي کارکوونکو غچ اخیستل

د يوناما دفتر په راپور کې ویل شوي، ددغه دفتر د بشري حقونو څانګې د اپریل د میاشتې له اول څخه د جون د میاشتې تر ۳۰ پورې د خپلسر نیولو اوپه زندان کې د اچولو لږ تر لږه ۶۰ پیښې ثبت کړي دي.

یوناما ویلي: " لږ ترلږه لس دغسې پیښې د شکنجې او ناسم چلند، شفاهي ګواښلو او د پخواني رژیم د مامورینو او امنیتي او دفاعي ځواکونو د منسوبینو د وژلو لږ ترلږه پنځه پیښې چې څلور یې د ناپیژاندو کسانو له خوا او یوه یې د طالبانو د مقاماتو له خوا ترسره شوې، ثبت کړي دي."

یوناما ویلي چې ددغه دفتر د بشري حقونو څانګې داسې راپورونه ترلاسه کړي چې دغسې سرغړونې د هغو کسانو پر وړاندې چې افغانستان ته شړل شوي وو، ترسره شوي دي. دغه دفتر ویلي چې دغې پیښې وطن ته د ستنیدونکو د شکنجې، ناسم چلند وطن ته د ستنیدلو وروسته د هغوی پر وړاندې د نورو زیانونو شتون په ډاګه کوي.

ملکي تلفات

د یوناما د راپور پر اساس د روان ۲۰۲۴ کال د اپریل، مې او جون په میاشتو کې په افغانستان کې د اسلامي دولت (داعش) خراسان د څانګې د بریدونو په پایله کې یو شمیر ملکي افغانان وژل شوي او ټپیان شوي دي.

یوناما ویلي چې په دې بریدونه کې شیعه مسلمانان او د طالبانو د حکومت اړوند کسان په نښه شوي دي.

یوناما په دې راپور کې د اپریل په ۲۰ د کابل ښار په درېیمه امنیتي حوزه کې د ګلایي دواخانه په سیمه کې د چاودیدونکو توکو په چاودنه کې چې په کې د ملکي وګړو یو بس په نښه شوی وو، یادونه کړې او ویلي یې دي چې په دې برید کې نږدې شپږ تنه ټپیان شوي وو.

همداشان په دې راپور کې د هرات ولایت ګزرې ولسوالۍ کې د اپریل په ۲۹ اندیشه ښارګوټي کې په یو جومات کې پر لمونځ کوونکو باندې د وسله والو له خوا د ډزو د پیښې یادونه هم شوې او ویل شوي چې په دې پیښه کې د یوې ښځې او یو ماشوم په ګډون شپږ تنه وژل شوي او یوه ښځه ژوبل شوې وه.

یوناما په دغه راپور کې د مې د میاشتې په ۱۷ د بامیان په ولایت کې په بهرنیو سیلانیانو باندې د برید یادونه هم کړې او ویلي دي چې په دغه برید کې درې هسپانوي او دوه افغانان وژل شوي وو او د څلورو بهرنیانو په ګډون شپږ تنه نورټپیان شوي وو. یوناما ویلي چې د کندهار ښار په لسمه ناحیه کې د مې د میاشتې په ۲۰ د بم په چاودنه کې یو تن وژل شوي وو او یو بل تن ټپي شوی وو.

د کوکنارو د فصلونو له منځه وړلو عملیات

د یوناما په دغه راپور کې د روان کال د اپریل او مې په میاشتو کې د بدخشان په ولایت کې د کوکنارو د فصل له منځه وړلو لپاره د طالبانو د حکومت د ځواکونو پر وړاندې د سیمه ییزو اوسیدونکو د مقاومت یادونه هم شوې او ویل شوي چې د طالبانو وسله والو په څو ځایونو کې په ولسي وګړو باندې چې د کوکنار د کښت له منځه وړلو مخالفت یې کوه ډزې کړي چې له امله یې په مجموعي ډول ۱۷ تنه مړه او ټپیان شوي دي.

یوناما ویلي چې د مې په درېیم د درایم ولسوالۍ د قزلق په کلي کې په دغسې یوه پیښه کې یوه تن بزګر وژل شوی او بل ټپي شوی وو.

یوناما ویلي:" د طالبانو حاکم بهرنیو چارو وزارت یوناما ته راپور ورکړی چې بزګرانو پر پولیسو برید کړي و، چې هغوی د خپل ځان د ساتنې لپاره هوايي ډزې وکړې چې یو تن په کې وژل شوی دي. د مرتکب د پيژندلو لپاره پلټڼې روانې دي". یوناما ویلي چې د مې د میاشتې په څلورم د بدخشان ولایت د ارګو په ولسوالۍ کې هم د طالبانو وسله والو په ډزو کې یو تن وژل شوی وو.

همداشان ددغه راپور په اساس د مې په ۱۳ هم په دغه ولسوالۍ کې د طالبانو د وسله والو په ډزو کې دوه تنه ولسي وګړي وژل شوي او لس نور ټپیان شوي وو.

یوناما ویلي چې جون د میاشتې په ۲۶ د بدخشان ولایت د خاش په ولسوالۍ کې د طالبانو د کوکنارو له منځه وړلو ځواکونو او د سیمې د اوسیدونکو ترمنځ نښتو کې د طالب وسله والو په ډزو دوه تنه ټپیان شوي وو.

د سرحد په اوږدو کې نښتې

یوناما په دغه راپور کې د مې د میاشتې په ۱۷ د پکتیا ولایت د ډنډ پټان په ولسوالۍ کې د افغانستان او پاکستان په سرحدي سیمو کې په نښتو کې د ښځو په ګډون ۲۱ ملکي وګروته د تلفاتو رسیدلو یادونه هم کړې ده او ویلي دي چې د مې د میاشتې په ۲۹ د خوست ولایت د ګوربز ولسوالۍ اړوند سرحدي سیمه کې د طالبانو او پاکستان سرحدي ځواکونو ترمنځ په نښته کې هم یوه نجلې وژل شوې وه او درې تنه نور ټپیان شوي وو.

د ښځو حقونه

یوناما د طالبانو اداري چارو د ریاست د جون د دوېیمې ورځې حکم له مخې چې له مخې د ښځینه مامورینو معاشونه ۵۰۰۰ افغانیو ته د هغوی د رتبې او مسلکي وړتیا پرته راټیټ شوي ویلي چې د طالبانو د مالیې وزارت د وضاحت له مخې د هغو ښځینه مامورینو معاشونه ۵۰۰۰ افغانیو ته راټیټ شوي چې د پخواني رژیم له خوا په دندو ګمارل شوې وې او اوس د طالبانو له خوا په کور کښینول شوي دي.

په دې راپور کې د طالبانو له خوا په عام محضر کې د فزیکي سزاګانو د دوام یادونه هم شوې او ویل شوي چې ددغو سزاګانو په لړ کې د جون د میاشتې په څلورمه په یوه ورځ ۶۳ تورونو ته چې ۴۸ یې سړي او ۱۵ یې ښځې وې د سرپل ولایت په مرکز کې سزا ورکړي دي.

همداشان یوناما د طالبانو له خوا د رسنیو د ځپلو د اقداماتو د یادونې پر مهال د اپریل، مې او جون په میاشتو کې د طالبانو له خوا د "نور" اود"بریا" په نومونو د دوو تلویزیوني خصوصي خپرونو بندیدلو او د څوتنو خبريالانو د نیولو یادونه کړې او هم یې د افغانستان انټرنیشنل په نوم د یوتلویزیوني چینل سره د خبریالانو څخه د طالبانو د نه همکارۍ د غوښتنې یادونه کړې ده.

په دې راپور کې د طالبانو د عدلیې وزارت له خوا د اپریل په ۱۲ د پخواني رژیم د قوانینو د لغوه کیدو او پرځای یې د اسلامي شریعت له مخې د چارو د پرمختګ یادونه هم شوې ده.

د طالبانو حکومت لا تراوسه د یو ناما دغه راپور ته غبرګون نه دی ښودلې، خو دمخه طالبانو د ملګرو ملتونوپه ګډون د نړیوالو سازمانونو راپورونه په ځانګړي ډول د افغانستان د بشري وضعیت په تړاو رد کړي دي او ددغسې راپورونو خپرول یې د طالبانو د حکومت پر وړاندې د نړیوالو سازمانونو د تبلیغاتو یوه برخه ګڼلې وه.