پر افغانستان باندې د طالبانو د درې کلنې واکمنۍ د پوره کیدو سره هممهاله ددغه هیواد لپاره د ملګرو ملتونو د ښځو د څانګې مشرې الیسون داویدیان ویلي چې د "افغان میرمنو او نجونو لپاره وحشت پای ته نه دی رسیدلی".
میرمن داویدیان د سه شنبې د ورځې له غرمې وروسته اګست ۱۳(زمري ۲۳) د ملګرو ملتونوپه مرکز کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته په تیرو دریو کلنو کې د افغان میرمنو او نجونو د وضعیت په اړه خبریالانو ته د معلوماتو پرمهال وویل چې په دغه موده کې د ښځو او نجونو په اړه بې شماره حکمونه، لارښودونې او بیانونه خپاره شوي چې د ښځو او نجونو اساسي حقونه یې سلب کړي او د هغوی استقلالیت یې له منځه وړی دی.
میرمن داویدیان د خپلې ادارې د وروستي راپور پر اساس چې د ۲۰۲۱ کال را وروسته د زرګونو ښځو سره د سلامشورو له لارې ترتیب کیږي وویل چې– د عام ژوند څخه د ښځو د ګوښه کیدو په برخه کې دا لومړنی او ترټولو څرګند راپور دی.
میرمن داویدیان وویل: "تر نن ورځې پورې په افغانستان کې د سیاسي پلوه د رهبرۍ په کچه کې هیڅ میرمن، چې په ملي یا ولایتي کچه نفوذ ولري شتون نلري. کله هم چې ښځې د طالبانو په تشکیلاتو کې ګډون ولري د هغوی رول په ځانګړي ډول په نورو ښځو باندې د طالبانو د توپیري احکامو څارنه ده".
افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو د څانګې مشرې ټینګار کړی چې دغه سیاسي محو کیدلو اغیزه په ټولنیزه کچه او د کورنیو باندې ډیر پراخه شوې او ددغې ادارې د معلوماتو پراساس کله چې د ښځو لومړني حقونه سلب کیږي د هغوي د ژوند په هره برخه باندې اغیزه کوي.
د ملګرو ملتونو د شمیرو له مخې د هغو ښځو په منځ کې چې تر څیړنې لاندې نیول شوي ۹۸ فیصدو احساس کاوه چې په خپلو ټولنو کې ډیر کم یا د صفر ترکچې اغیزه لري، همداشان هغو ښځو چې دا احساس یې کوه چې کولای شي د خپلو کورنیو پر کچه اغیز ولري په شمیر کې یې ۶۰ په سلو کې کموالی راغلی دی.
میرمن داویدیان وویل: "درې کاله دمخه د تخنیکي پلوه یوې ښځې کولای شول چې پریکړه وکړي چې جمهوري ریاست ته نومانده شي. اوس [ښځې] حتی دا ممکنه ده چې دا پریکړه ونشي کړای چې کله له کوره بهر ولاړه شي او خواړه وپیري. درې کاله دمخه هرڅه سم نه وو. خو [دا ډول هم ] نه وو".
ددې سربیره ددغې ادارې معلومات ښيي چې د حقونو له لاسه ورکول، د ښځو په منځ کې د روحي سلامتیا مخ په زیاتیدونکي ډول د بحران سبب شوی دی، لکه چې د هغو ښځو سره چې مشورې شوې ۶۸ فیصدو یې د روحي سلامتیا د " بد یا ډیر زیاد بد" وضعیت راپور ورکړی دی.
همداشان ددغو میرمنو اتو فیصدو یې ویلي چې لږ ترلږه یوه ښځه یا نجلې پیژني چې د ځان وژنې هڅه یې کړې ده.
د ملګرو ملتونو په باور هغه څه چې تر راتلوونکو دریو نورو کلنو مشخص دي، د ښځو او نجونو پر حقونو باندې محدودیتونو لګیدل دي چې د راتلوونکو نسلونو د زیان سبب به شي.
میرمن داویدیان وویل: "تجربه او زمونږ ارزونه ښيي چې د ۲۰۲۶ کال پورې به له زده کړو څخه ۱.۱ میلیونو نجونواو له پوهنتونونو څخه د ۱۰۰ زره ښځو د محرومیدو اغیزې تر ۴۵ فیصدو پورې له وخت دمخه د ماشوم د لرلو پورې ارتباط ولري چې د ښځو د مړینې کچه تر ۵۰ فیصدو پورې لوړوي".
میرمن داویدیان وویل چې د ښځو د حقونو ددغه ژور بحران په وړاندې کوم اساسي ګامونه چې کیدلای شي واخیستل شي پر ښځو د پانګونې دوام دی.
د ملګرو ملتونو دغې چارواکې وویل چې په تیرو دریو کلنو کې دریو اساسي کړنلارو ته پاملرنه کړې ده چې یو یې د ښځو د پرګنیو سازمانونو ته د انعطاف وړ او د اوږدې مودې بودیجې تخصیص دی.
میرمن داویدیان وویل: "دا ښځو او نجونو ته د لاس رسي او د هغوی اړتیاو ته د ځواب ویلو په برخه کې یوه د اغیزمنو لارو څخه ده او هم په کم شمیر برخو څخه ده چې اوس هم ښځې کولای شي د پریکړې د نیولو په بهیر اغیز ولري. دا مشکله ده خو ممکنه هم ده".
د افغانستان هیواد لپاره د ملګرو ملتونو د ښځو د څانګې مشرې الیسون داویدیان د داسې چاپیریال په رامنځ ته کیدو هم ټینګار وکړ چې افغان میرمنې وکولای شي په ترڅ کې یې خپلې اندیښنې او لومړیتوبونه مخامخ بیان کړي.
الیسون داویدیان وویل چې د ښځو د حقونو له پلوه په افغانستان کې ټول او په نړیواله کچه د عطف په نقطه کې ځای لري او نړۍ په افغانستان کې ښځې او نجونې چې د کومو پیښو سره مخ کیږي څارنه یې کوي.
میرمن داویدیان زیاته کړه: "مونږ نشو کولای چې افغان میرمنې ځانته پریږدو تر څو مبارزه وکړي. که چیرې دا کار وکړو، د ښځو د حقونو د مبارزې لپاره په کوم ځای کې هم هیڅ اخلاقي زمینه نلرو".
ددغې چارواکې په باور په افغانستان کې د ښځو برخلیک د نړۍ په هره برخه کې د ښځو برخلیک ټاکي.
د ملګرو ملتونو دغې چارواکې په افغانستان کې د ښځو د ناسم وضعیت په اړه دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په دغه هیواد کې واک ته د بیا رسیدلو وروسته په تیرو دریو کلنو کې په پرله پسې ډول د ښځو حقونه محدود کړي دي.
طالبانو په افغانستان کې واک ته د رسیدلو سره سم د لومړنۍ دورې څخه په پورته دورو کې د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی او د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر په ۲۴ یې پوهنتونونه او د لوړو زده د موسسو دروازې هم د ښځو او نجونو پرمخ وتړلې.
طالبانو د ملګرو ملتونو د ادارو په ګډون په حکومتي اوغیر حکومتي اداروکې هم ښځې له کار څخه منع کړي او په ورځیني ژوند په چارو کې یې پر هغوی بې شمیره محدودیتونه لګولي دي. نړیوالې ټولنې د طالبانو د حکومت د رسمیت پیژندلو لپاره په افغانستان کې د ښځو او نجونو او قومي او مذهبي اقلیتونو حقونو ته درناوی او د القاعده په ګډون د تروریستي ډلو سره د اړیکو پریکون د مخکنیو شرطونه په توګه ایښي دي.