د طالبانو له خوا د قصاص حکم پلي کیدو ته غبرګونونه؛ ملګرو ملتونو ددغې لړۍ پر بندیدو ټینګار کړی

په ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته په عام محضر کې د قصاص دا شپږمه پیښه ده چې د طالبانو د محکمو له خوا تطبیق شوې ده.

د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر(یوناما) او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړي استازي ریچارد بنیټ په پکتیا کې پر یو تن باندې د قصاص د حکم پلي کیدو ته غبرګونونه ښودلي او په عام محضر کې د طالبانو د اعدامولو د لړۍ د بندیدو غوښتنه کړې ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر(یوناما) د چهارشنبې د ورځې ناوخته نومبر۱۳(لړم ۲۳) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یو بیان کې د پکتیا ولایت مرکز د ګردیز د ښار په ورزشي سټډیوم کې د طالبانو د محکمې د پریکړې له مخې یو قاتل ته په عام محضر کې د اعدام سزا په پلي کولو انتقاد کړی دی.

په دې بیان کې ویل شوي: "یوناما د افغانستان د حاکمو چارواکو [طالبانو] څخه غواړي چې د اعدام سزا لغوه کیدو ته په پاملرنې دې په بیړني ډول په هره بڼه اعدامول وځنډوي. همداشان مونږ د قانوني بهیراوعادلانه محاکمې حقونو ته درناوي په ځانګړي ډول قانوني استازیتوب ته د لاس رسي غوښتنه کوو".

د طالبانو د حکومت سترې محکمې د نومبر۱۳(لړم ۲۳) وویل چې د چهارشنبې په ورځ یې د پکتیا ولایت مرکز د ګردیز ښارپه ورزشي سټډیوم کې یو قاتل ته په عام محضر کې د اعدام سزا ورکړې ده..

دغې محکمې ویلي چې د محمد ایاز اسد د حکیم خان زوی د پکتیا ولایت د میرزکې ولسوالۍ اوسیدونکي چې اوس مهال ددغه ولایت په مرکز جهاد مینه کې یې ژوند کوه، حبیب الله د ظریف خان زوی د کلاشنکوف په ډزو په عمدي توګه وژلی وو. دغې محکمې ویلي چې پر قاتل باندې د قصاص دا حکم د طالبانو د درې ګونو محکمو د پریکرو پر اساس او د طالبانو د مشر له خوا د تائید وروسته تطبیق شوی دی.

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړي استازي ریچارد بنیټ هم د چهارشنبې د ورځې ناوخته نومبر ۱۳(لړم۲۳) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې د پیغام په خپرولو سره د پکتیا په ولایت کې د اعدام د سزا پلي کیدل غندلي او دا ډول سزاګانې یې "ظالمانه سزاګانې" بللې دي.

ریچارد بنیټ ویلي: "زه د افغانستان د ګردیز د ښار په ورزشي سټډیوم کې په عام محضر کې د نن ورځې ویروونکی اعدام او همدارنګه د طالبانو له خوا نورې بدني سزاګانې او اعدامونه غندم. زه له طالبانوغواړم چې دغه سزاګانې چې د بشري حقونو څخه څرګنده سرغړونه ده سمدستي بندې کړي".

د طالبانو د حکومت سترې محکمې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د وژل شوي کورنۍ ته ددغه قاتل له خوا د قتل د بخښنې غوښتنه وړاندې شوې وه، خو د مقتول کورنۍ دا غونښتنه و نه منله چې له امله یې پر قاتل باندې داعدام سزا حکم تطبیق شو.

په ټولنیزو رسنیو کې په خپرو شویو راپورونو کې ویل شوي چې محمد ایار اسد د حبیب الله په نوم دغه طالب وسله وال د خپل ځان څخه په دفاع کې وژلی و.

په ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته په عام محضر کې قصاص دا شپږمه پیښه ده چې د طالبانو د محکمو له خوا تطبیق شوې ده.

د طالبانو د حکومت د سترې محکمې چارواکو تیره میاشت خبریالانو سره په خبرو کې ویلي وو چې ۱۵ کسان چې د محکمو د پریکړو پراساس په اعدام محکوم شوي د پریکړو پلي کیدل یې د طالبانو د مشر له خوا توشیح ته په تمه دي.

ددې سره سره چې ملګرو ملتونو او د بشري حقونو نړیوالو بنسټونو د طالبانو له خوا په عام محضر کې دا ډول اعدامونه او بدني سزاګانې په پرله ډول غندلي، خو طالبانو حکومت ویلي چې د اسلامي شریعت پراساس به دغه ډول سزاګانو ورکولو ته دوام ورکړي.

طالبانو په څه باندې دریو کلنو کې چې په افغانستان کې بیا واک ترلاسه کړی د ښځو او سړو په ګډون په سلګونو تورنو ته د "اخلاقي جرمنو، زنا، همجنسبازۍ، غلا" او د ځینو نورو جرمنو په تور په عام محضر کې بدني سزاګاني ورکړي او هم یې ورته د شپږو میاشتو څخه تر دریو کلنو پورې د بند سزاګانې ورکړي دي.

د طالبانو د حکومت د سترې محکمې د شمیرنو له مخې په تیرو دریو کلنو موده کې د ښځو په ګډون له ۱۰۰۰ زیات کسان په عام محضر کې په دُرو وهل شوي دي.

د بشري حقونو د بنسټونو د راپورونو له مخې د روان ۲۰۴۴ کال د اګسټ په میاشت کې په افغانستان کې د طالبانو د مشر له خوا د امربالمعروف او نهی عن المنکر د قانون د توشیح وروسته په کابل او یو شمیر ولایتونو کې اخلاقي فساد په تور د ښځو او سړیو په نیولو په زندانونو کې د اچولو بهیر چټک شوی دی.