د جګړې پای ته رسولو په هدف د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر چین ته تللی

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر دمیترو کولیبا په سیمه ایز وخت سه شنبه جولای ۲۳ په داسې حال کې د روسیې سره د جګړې پای ته رسولو لپاره چین ته رسیدلی چې په اوکراین د یرغل څخه وروسته د بیجنګ او مسکو اړیکې لا قوي شوي دي.

په داسې حال کې چې متحده ایالات او نور غربي هیوادونه په دې جګړې کې اوکراین ته وسلې او نورې مرستې ورکوي خو چین وایي چې په جګړې کې بې طرف دی او هیڅ اړخ ته "وژونکې مرستې" نه ورکوي.

دا د ۲۰۲۲ کال راهیسې چې روسیې په اوکراین یرغل کړی، لومړی ځل دی چې د کیف د بهرنیو چارو وزیر چین ته په رسمي سفر ورځي او په پام کې ده چې تر جمعې همالته وي او د جګپوړو چارواکو سره وګوري.

په کیف کې چارواکو ویلي چې د ښاغلي کوبیلا د سفر هدف له یوې خوا د روسیې د یرغل د بندولو لپاره د لارو چارو په لټولو او د یوې "عادلانه او ثبات لرونکي" سولې ته د رسیدو لپاره د چین په نقش خبرې کول دي.

چین همدارنګه غواړي چې د اوکراین – روسیې تر منځ جګړې کې ځان منځګړی وښیي او په همدې خاطر یې خپل یو ځانګړی استازی څو ځله اروپا ته استولی چې د دیپلوماسۍ لپاره هلې ځلې وکړي.

د چین جمهور رئیس شي ژنپنګ په همدې روانې میاشت کې د هنګري صدراعظم ویکټور اوربان ته ویلي و چې د نړي ځواکمن هیوادونه باید د اوکراین او روسیې سره په مستقیمو خبرو پیل کولو کې مرسته وکړي.

د ښاغلي اوربان دې سفر ته د "سولي ماموریت" نوم ورکړل شوی و.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر پداسې حال کې د روسیې سره په سولې کې د چین څخه مرسته غواړي چې تیره میاشت په سویس کې د اوکراین په هکله په نړیوالې غونډې کې یې ګډون نه و کړی.

د اوکراین جمهور رئیس ولادمیر زیلنسکي پدې غونډې کې چې د تیرې جون میاشتې په ۱۵ مې جوړه شوې وه، د نړۍ مشرانو ته خپل د سولې لس ماده ایز پلان وړاندې کړ او ترې وغوښتل چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره په روسیې فشار راوړي.

زیلنسکي په خپلو خبرو کې وویل: "فکر کوم مونږ به د مشرانو په دې غونډې کې د تاریخ جوړیدو شاهدان اوسو.هر څومره ژر چې امکان لري، عادلانه سوله دې برقراره وشي."

د زیلنسکي د څرګندونو څخه وړاندې د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین هم په اوکراین کې د جګړې بندیدو لپاره خپل شرطونه په ډاګه کړل. پوتین د جمعې په ورځ وویل چې مسکو به یوازې هغه وخت اوربند وکړي او د سولې خبرې پیل کړي چې اوکراین خپلې څلور سیمې پریږدي او په ناټو کې د غړیتوب له هڅې لاس واخلي.

پوتین په مسکو کې روسي دپلوماتانو ته په یوې تلویزیوني وینا کې وویل: "اوکرایني ځواکونه باید په بشپړه توګه د دونیتسک د خلکو جمهوریت، د لوهانسک د خلکو جمهوریت، خرسون او زاپوریژیا سیمو څخه ووځي."

روسیه ادعا کوي چې په ۲۰۲۲ کې یې څلور سیمې له خپلې خاورې سره ضمیمه کړې، دا پداسې حال کې دي چې په هیڅ یوه سیمه بشپړ کنټرول نه لري.

زیلنسکي ویلي چې د اوربند لپاره د روسیې د جمهور رئیس وړاندیز داسې مهلت دی چې باور پرې نشي کیدی. هغه چې د جي-۷ هیوادونو مشرانو غونډې پر مهال یې د ایټالیا یو تلویزیون سره مرکه کوله وویل چې که چیرته د اوربند لپاره د پوتین شرایط ومنل شي، بیا هم هغه په اوکراین کې خپل نظامي اهداف پر مخ یوسي.