ناټو په دغه سازمان کې د اوکراین د غړیتوب مسیر 'نه په شا کیدونکی' وباله

د ناټو مشران په واشنګټن کې ددغه سازمان په غونډه کې

د شمالي اتلانتیک تړون سازمان (ناټو) متحدینو د چهارشنبې په ورځ جولای ۱۰ (چنګاښ ۲۰) ژمنه وکړه چې په دغه سازمان کې د اکراین د غړیتوب له "نه په شا کیدونکي مسیر" څخه ملاتړ کوي او له چین څخه یې وغوښتل چې د کیف په وړاندې د روسیې د جګړې څخه هر ډول ملاتړ پای ته ورسوي.

د ناټو غړو هېوادونو د روسیې د یرغل په وړاندې د خپلې خاورې د دفاع لپاره له اوکراین سره د جنګي جټ الوتکو د مرستې ژمنه کړې ده. دا اف-۱۶ ډوله امریکایي جنګي الوتکي اوس د ناټو د غړو هیوادونو، ډنمارک او هالنډ له خوا اوکراین ته لیږدول کیږي.

د متحدو ایالتونو د دفاع وزیر لوید استین وویل: "د اف۱۶- الوتکو لیږد په رسمي ډول روان دی او اوکراین به په دې دوبې کې اف شپاړس الوتکو ته پرواز ورکوي."

د ناټو ټولو ۳۲ غړو هېوادونو په یوه ګډه اعلامیه کې د دغه سازمان سره د اوکراین د یو ځای کیدو مسیر د نه ستنیدو وړ وباله، چې دا د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین ته هغه پیاوړی پیغام بلل کیږي چې نوموړی یې د ناټو له متحدینو څخه تمه نلري.

د ناټو سرمنشي ینس سټولتنبرګ وویل: "هغه کار چې نن یي موږ یوځای کوو، ډاډ به رامنځته کړي چې کله مناسب وخت وي، اوکراین به له ځنډ پرته یوځای شي. اوس پوښتنه د ایا نه بلکې د څه وخت ده."

د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن د چهارشنبې په ورځ د ناټو پر غړو هیوادونو فشار ته دوام ورکړ څو خپلې دفاعې بودیجې زیاتې او د روسیې د جګړې د وخت د تولیداتو له کچې سره ځانونه برابر وساتي.

بایډن وویل: "هغوی د وسلو، مهماتو او زغره والو تولیدات د پام وړ زیات کړي دي او دا د چین، شمالي کوریا او ایران په ملاتړ کوي. زما په نظر موږ نه پریږدو چې تړون شاته پاتې شي."

د ناټو مشرانو همدارنګه پر چین غږ وکړ چې د روسیې له "جنګي ماشین" څخه ملاتړ ودروي ځکه، د هغوی په خبره، نشي کیدای چې پر خپلو ګټو او شهرت له منفي اغیرو پرته، په اروپا کې په تیرو اتیا کلونو کې ستره جګړه ترسره کړي.

د ناټو سرمنشي ینس سټولتنبرګ وویل: "هغه اعلامیه چې نن موږ پرې موافقه وکړه، د ناټو سازمان تر ټولو قوي پیغام دی چې د اوکراین په وړاندې د روسیې د ناقانونه جګړې څخه د چین د ملاتړ په اړه استول کیږي."

د دفاعي چارو شنونکي له روسیې سره د چین اړیکو او همکاریو ته اشاره کوي او دا په پوځي برخه کې او په ځانګړې توګه د اوکراین په جګړه کې د روسیې ملا تړي.

د ولسواکیو د دفاع بنسټ غړي براډ بومن وویل: "هغوی د روسیې دفاعي صنعتي مرکز سره د استفادې وړ دوه اړخیزه ټکنالوژي او همکاري کوي، په اوکراین کې د پوتین له جګړې ملاتړ کوي او هغه ته اجازه ورکوي چې اوږده جګړه وکړي او د خپلو تاوانونو جبران وکړي."

دغه شنونکي امریکا غږ ته وویل د ناټو د ۳۲ هیوادونو له خوا پر چین دا غږ ناوخته دی.

بومن زیاته کړه: "اروپایان په اروپا کې د کرملن له یرغل څخه چې د ایران، شمالي کوریا او چین ملاتړ ورسره دی، ژوند له لاسه ورکوي."

په واشنګټن کې د ناټو د روانې اوونۍ په غونډه کې د هندو پسفیک له سیمې څخه د ناټو شریکانو چې د یاد سازمان غړي ندي، هم برخه واخیسته. چارواکي وایي په غونډه کې د جاپان، جنوبي کوریا، استرالیا او نوي زیلاند حضور چین ته یو پیغام واستاوه او هغه دا چې دیموکراتیک متحدین به د قانون د واکمنۍ لپاره ودریږي