په خيبر پښتونخوا کې دوه نرښځيان وژل شوي

د مردان پولیسو ویلي چې دغه نرښځيان په خپله دېره کې وو چې پرې دوو کسانو د چړو ګوزارونه وکړل او ویې وژل. (عکس ارشیف).

د خيبر پښتونخوا ایالت کې پوليس وايي چې ناپېژندليو کسانو ددغه ایالت په مردان ولسوالۍ کې دوه نرښځيان د چړو په ګوزارونو سره وژلي دي.

د مردان د پوليسو وياند محمد فهيم د اکتوبر پر ۲۱ (تلې ۳۰) رسنيو ته ويلي چې پوليسو ته د وژنو خبر د نرښځيانو يو ملګري او عيني شاهد ورکړی دی.

نوموړی د عيني شاهد له خولې وايي چې دغه نرښځيان په خپله دېره کې موجود ول چې لومړی يو کس ورته راغلی او خبرې يې ورسره تندې شوې. د هغه په وينا وروسته دوه نور کسان ورغلل او پر نرښځيانو يې بريد وکړ او هغوی يې د چړو په ګوزارونو ووژل.

محمد فهيم زياتوي چې د مردان پوليسو مشر ظهور بابر اپرېدي ويلي چې په پېښه کې تورن کسان به ژر ونيسي.

تر اوسه معلومه نه ده چې بريدګر څوک وو خو پولیس وايي پلټنې یې پیل کړې دي او په برید کې د ککړو کسانو په لټه کې دي.

له دي وړاندي هم په خيبرپښتونخوا کې يوشمېر نرښځيان وژل شوي چې پرضد يې نرښځيانو په وار وار احتجاجونه هم کړي دي.

په خیبر پښتونخوا کې د" ټرانسجېنډر الاینس" په نوم د نرښځيانو د حقونو لپاره د کارکوونکي غيرحکومتي سازمان مرستیالې مشرې ماهي ګل په جون مياشت کې ويلي وو ويلي چې په دغه ايالت کې د روان ۲۰۲۴ کال له پیل راهیسې په شويو بريدونو کې څلور نرښځیان وژل شوي او يوشمېر نور ژوبل شوي دي.

نوموړې وايي چې د دغه سازمان د راټولو کړيو شمېرو له مخې، له ۲۰۰۹ کال څخه تر ۲۰۲۴ کال پورې په خیبر پښتونخوا کې ۱۲۲ نرښځيان وژل شوي دي، خو تر اوسه يې هيڅ عامل ته سزا نه ده ورکړل شوې.

بلخوا د خیبر پښتونخوا حکومت او پولیس وايي چې د نرښځيانو امنیت ته ژمن دي.

په پاکستان کې په ۲۰۱۸کال کې د نرښځیانو د حقونو او ساتنې قانون جوړ شو چې پکې دولت هغوی ته د تعلیم، وراثت او ملازمت په شمول د ټولو اساسي حقونو ورکولو ضمانت ورکړی دی خو ددې قانون د تصویب سربېره د خیبر پښتونخوا په ګډون د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې وخت په وخت پر نرښځیانو بريدونه او تشدد کېږي او ورسره توپیري چلند کېږي