د ترکیې هوايي شرکت افغانستان ته بیرته خپلې الوتنې پیل کړې

د ترکیې د دولتي خبري اژانس اناتولیه ویلي و چې ددغه شرکت الوتکې به د کابل او استانبول ترمنځ د یکشنبې، سه شنبې، چهارشنبې او جمعې په ورځو څلور الوتنې ترسره کړي.

د ترکیې هوايي شرکت (ترکش ایرلاینز) نن د سه شنبې په ورځ مۍ ۲۱( غبرګولي ۱) د شاوخوا دوو کلنو او اتو میاشتو ځنډ څخه وروسته د کابل او استانبول ترمنځ خپلې الوتنې بیرته پیل کړې.

د طالبانو د حکومت د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د ایکس په پاڼه لیکلي:" دغه هوايي شرکت نن سه شنبه د يو لړ مراسمو په ترڅ کې چې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ... کابل کې د ترکیې سفیر جنک اونال او د وزارت یو شمېر نورو مسئولینو ګډون درلود خپلې الوتنې پیل کړې چې د کابل او استانبول ترمنځ به هره اونۍ څلور الوتنې ترسره کوي."

د کابل په هوايي ډګر کې ددغه شرکت د الوتنو د بیا پیلیدو په مناسبت یوې جوړې شوې غوندې ته د ترکیې سفیر جنک اونال د ترکیې د هوايي شرکت د الوتنو بیرته پیلدل د افغانستان سره د ترکیې د اړیکو د پراختیدو په برخه کې یوه څرګنده پیلګه وګڼله.

د طالبانو د حکومت د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت سلاکار غلام جیلاني وفا هم دې غونډې ته په وینا کې وویل چې د کابل هوايي ډګر ته د ترکیې د هوايي کرښې د الوتکو ستنیدلو دا وښودله چې د ترکیې حکومت اوخلک په هرډول حالاتو کې د افغانانو ترڅنګ ولاړ دي.

هغه هیله وښوده چې د ترکیې د هوايي شرکت د الوتنو بیرته پیلیدل به د کابل هوايي ډګر د لا معیاري کیدو سره مرسته وکړي او هم به د افغانستان او ترکیې ترمنځ د اقتصادي او فرهنګي اړیکو د لا پراخیدو سبب شي.

کابل کې د ترکیې سفارت افغانستان ته د ترکیې د هوايي کرښې د الوتنو په اړه د ایکس په پاڼه لیکلي:"مونږ نن سهار یوې ښکلې ورځ ته خوبه راپورته شو."

دمخه د ترکیې د دولتي خبري اژانس اناتولیه ویلي و چې ددغه شرکت الوتکې به د کابل او استانبول ترمنځ د یکشنبې، سه شنبې، چهارشنبې او جمعې په ورځو څلور الوتنې ترسره کړي.

د طالبانو حکومت د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوايي ډګرونو رئیس عبدالستار غروال په خپلو خبرو کې افغانستان ته د ترکیې د هوايي شرکت د الوتنو د بیرته پیلیدو هرکلی وکړ او ویې ویل چې دغه شرکت لپاره به د کابل هوايي ډګر ته د تګ راتګ پر مهال لازم اسانتیاوي برابر کړي.

هغه په نورو نړیوالو هوايي شرکتونو هم افغانستان ته د ستنیدلو غږ وکړ او د هوايي ترانسپورټ د خوندیتوب په برخه کې یې ډاډ ورکړ.

د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته د نورو نړیوالو هوايي شرکتونو په څیر د ترکش ایرلین هم کابل او مزارشریف هوايي ډګرونو ته خپلې الوتنې ځنډولي وې.

په تیرو څه باندې دوو کلنوکې یو شمیر نړیوالو هوايي شرکتونو د هغې له ډلې د متحده عربي اماراتو دوو شرکتونو "ایرعربیه" او "فلای دوبۍ" او د ایران څو هوايي شرکتونو بیرته کابل ته الوتنې پیل کړي دي.

"ایرعربیه" د روان ۲۰۲۴ کال د جنورۍ په لسمه کابل او دوبۍ ترمنځ الوتنې پیل کړي دي. اوس مهال د "کام ایر" او د اریانا افغان هوايي شرکت په منظم ډول د کابل څخه دوبۍ، مسکو، اسلام اباد، استانبول، کویټ او د سیمې څو نورو هیوادونو ته الوتنې کوي.

د طالبانو حکومت د کابل د هوايي ډګر په ګډون د څلورو نړیوالو هوايي ډګرونو د مسافرو د کنټرول او ارزونې تړون د ۲۰۲۲ کال د جون په میاشت کې د متحده عربي اماراتو د "ګاک" شرکت سره لاسلیک کړی دی.

ددغه تړون له مخې دا شرکت د مسافرو د خوندیتوب لپاره په دغو هوايي ډګرونو کې خدمتونه وړاندې کوي او د طالبانو حکومت ورته د افغانستان له فضا څخه د تیریدونکو الوتکو د حق العبور څخه د ترلاسه شویو پیسو یوه اندازه ددغو خدمتونو د وړاندې کولو په بدل کې ورکوي.

د "ګاک" شرکت د کابل سربیره د هرات، کندهار او بلخ ولایتونو هوايي ډګرونو کې هم ورته خدمتونه برابروي. دغه شرکت د ۲۰۲۱ کال د اګست د میاشتې دمخه هم د کابل په هوايي ډګر کې ورته خدمتونه برابرول.