د دیموکرات ګوند کنوانسیون؛ زرګونه لاریون کوونکي په غزه کې د اوربند غوښتنه کوي

په شیکاګو کې د دیموکرات ګوند د ملي کنوانسیون مخې ته مظاهره کوونکي په غزه کې د اوربند غوښتنه کوي.

د متحدو ایالتونو د ولسمشرۍ د ټاکنو په درشل کې د ایلینوی ایالت د شیکاګو په ښار کې دا اونۍ د دیموکرات ګوند د ملي کنوانسیون په ترڅ کې په زرګونو فعالان راغونډ شوي چې تمه کیږي د نورو موضوعاتو ترڅنګ په غزه کې د اوربند غوښتنه وکړي.

نن دوشنبه اګست ۱۹ (زمري ۲۹) په شیکاګو کې د دیموکرات ګوند د ملي کنوانسیون لومړنۍ ورځ ده. په دې کنوانسیون کې به د متحدو ایالتونو د ولسمشر مرستیاله کاملا هریس د دیموکرات ګوند له لورې ولسمشرۍ ته خپله نوماندي قبوله کړي.

تمه کیږي چې ددغه کنوانسیون په ترڅ کې فعالان د جنین د سقط د حق او د اقتصادي بې عدالتۍ موضوعاتو ته هم پام واړوي. دوی وايي، د ویسکانسن ایالت په میلواکي کې د تیرې میاشتې د جمهوري غوښتونکو ملي کنوانسیون څخه یې زده کړه کړې او له همدې کبله په شیکاګو کې، چې د ټولنیزو خوځښتونو له کبله مشهور دی، د لویو لاریونونو او غونډو تمه کوي.

مظاهره کوونکي څوک دي؟

تمه کیږي چې دغه مظاهرې به د کنوانسیون د ټولو ورځو پر مهال دوام ولري. که څه هم د مظاهره کوونکو اجنډاوې توپیر لري، خو ډیری فعالین په غزه کې د اسرائیل او حماس ترمنځ د سمدستي اوربند د غوښتنې په اړه یوه خوله دي.

دغه مظاهرې د یکشنبې په ورځ د کنوانسیون له پیل یوه ورځ وړاندې د میشیګان په جاده کې د جنین د سقط د حق د غوښتنې له لاریون څخه پیل شوې.

تنظیم کوونکې لینډا لو وویل که څه هم دیموکراتانو په کور کې د زیږون حقونو د خوندي کولو لپاره فشار اچولی، خو هغې دا مسله نړیواله وبلله او ټینګار یې وکړ چې ددې حق د یقیني کولو لپاره به خپلې مبارزې ته دوام ورکوي او غوښتنه به کوي چې متحده ایالات د جنګونو د ملاتړ پر ځای خپلې پیسې په کور دننه پر عامې روغتیا ولګوي.

هغې وویل: "موږ باور لرو چې اسرائیل ته د میلیاردونو ډالرو مرستې او وسلو جریان، په ځانګړې توګه په میرمنو، ماشومانو او زیږونونو باندې غیر معمولي او وحشتناکه اغیزه لري... دا ټول مسایل له یو بل سره تړلي دي."

د دیموکرات ګوند د کنوانسیون مخې ته تر ټولو سترې مظاهرې ددغه کنوانسیون د لومړۍ او وروستۍ ورځو لپاره پلان شوي دي. تنظیم کونکي وايي چې لږ تر لږه ۲۰ زره فعالان به په دې لاریونونو کې برخه واخلي او تمه کیږي هغه محصلین هم حاضر وي چې له دې وړاندې یې د متحدو ایالتونو د مختلفو پوهنتونونو په انګړونو کې د غزې په تړاو پرلت او مظاهرې کړي دي.

د ایلینوی شیکاګو د پوهنتون محصلې او د مظاهرو تنظیم کوونکې لیز راتبرن وویل چې په دغو مظاهرو کې "ځواک لرونکي خلک ګډون کوي."

مظاهرې چیرې کیږي؟

فعالانو د دې کال په پیل کې د شیکاګو د ښار په خلاف محکمې ته قضیه وړاندې کړه او ویې ویل چې د مظاهرو پر موقعیت د ښار محدودیت له اساسي قانون څخه سرغړونه کړې ده.

د شیکاګو چارواکو د ښار په لویدیځه برخه کې، "یونایټد سنټر" تالار ته څېرمه چې د دیموکرات ګوند د کنوانسیون زیاتره غونډې دایریږي، د لاریون لپاره د اجازې غوښتنې رد کړې او مظاهر کوونکو ته یې وړاندیز وکړ چې له دې ځای څخه پنځه کیلومتره لیرې د سیند په غاړه په یو پارک کې لاریون وکړي.

خو وروسته ښار موافقه وکړه چې لاریون کوونکي یونایټد سنټر ته څېرمه په یو ۱.۶ کیلومتر اوږد مسیر کې لاریون کولی شي او یو فدرالي قاضي هم همدا فیصله وکړه.

د دیموکرات ګوند د کنوانسیون په وړاندې د لاریون ویاند حاتم ابودایح وویل له دې کبله خوښ دی چې کنوانسیون ته نږدې د لاریون حق یې ترلاسه کړ. هغه وویل د لاریون لپاره غوره شوی درې کیلومتره مسیر د ډیرو خلکو د ګډون لپاره خوندي دی.

د لاریون تنظیم کوونکو د شاوخوا شپږو ایالتونو څخه د لاریون ځای ته د فعالینو د لیږدولو لپاره بسونه کرایه کړي دي.