طالبان: ممکن له روسیې څخه د افغانستان د فضايي حریم د ساتلو لپاره د دافع هوا وسایل واخلو

د افغانستان پوځ د پخواني پادشاه محمد ظاهر شاه د واکمنۍ د دورې څخه د پخواني جمهور رئیس نجیب الله د واکمنۍ ترپایه په مختلفو پړاونو کې په روسیه کې د تولید شویو پوځي وسایطو او تجهیزاتو څخه کار اخیست.

د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت د لوژستیک رئیس عبدالبصیر صابري د روسیې دولتي خبري اژانس تاس سره په مرکه کې ویلي چې فکر کوي طالبان د افغانستان د هوايي حریم او فضايي قلمرو د دفاع لپاره روسیې هوايي دفاعي وسایلو ته اړتیا لري او چې کله هم نړیوال حقوقي شرایط برابر شي له دغه هیواد څخه به دا وسایل واخلي.

د روسیې د تاس خبري اژانس د پنجشنبې په ورځ اګست ۲۹ (وږي اتم) په خپله انټرنیټي پاڼه د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت د لوژستیک رئیس عبدالبصیر صابري مرکه خپره کړې، چې په کې هغه په راتلوونکې کې د طالبانو له خوا د روسیې پوځي وسایلو په ځانګړي ډول د دافع هوا د وسایلو پیریدلو ته لیوالتیا ښودلې ده.

عبدالبصیر صابري د تاس خبري اژانس ته ویلي: "زه فکر کوم مونږ د دافع هوا د فضايي حریم د کنټرولو لپاره وسایلو ته اړتیا لرو. مونږ د ځمکې د کنټرول وسایل لرو. زه فکر کوم مونږ به [دغسې تولیدات] په نړیواله کچه کله چې [نړیوال حقوقي] شرایط ورته برابر شي له تاسو واخلو. په راتلوونکې کې زمونږ پلان دادی چې په روسیه کې جوړ شوي وسایل واخلو او دا به زمونږ د هوايي دفاع وړتیا د رامنځ ته کیدو سبب شي. مونږ غواړو چې دغسې وسلې ولرو ددې لپاره چې تاسو په نړۍ کې ددغسې ترټولو پرمختللو وسلو د ټکنالوژۍ په برخه [مخکې] یاست".

د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت دغه چارواکي دا نه دي ویلي چې اوس مهال کوم هیوادونه د افغانستان هوايي حریم څخه سرغړونه کوي.

خو د دفاع وزارت د لوژستیک رئیس ددغو څرګندونو دمخه ددغه وزارت د پالیسۍ او ستراتیژۍ د چارو مرستیال قاسم فرید د چهارشنبې په ورځ کابل کې خبریالانو ته وویل چې ټول خلک په دې پوهیږي چې څوک د افغانستان هوايي حریم څخه سرغړونه کوي.

هغه د افغانستان هوايي حریم څخه سرغړونه په دغه هیواد کې د نږدې تیرو پنځه لسیزو جګړو زیږنده وباله او ویې ویل چې طالبان د خپل هیواد مشروع ګټو څخه دفاع ته چمتو دي.

طالبانو د حکومت د دفاع وزارت د لوژستیک رئیس تاس خبري اژانس ته ویلي چې ددغه وزارت ځواکونه د افغانستان د سرحدونو څخه د ځمکنۍ دفاع په برخه کې پوره پوځي وسایل لري او ددغو سرحدونو څخه دفاع کوي.

د نړیوالو ادارو د راپورونو له مخې اوس مهال د افغانستان په فضا کې د امریکا د متحده ایالاتو د بې پیلوټه ډرون الوتکو د الوتنو ترڅنګ پاکستان هوايي ځواکونو هم د ۲۰۲۴ کال د مارچ د میاشتې په ۱۷ شپه د افغانستان په جنوب ختیځ د پکتیکا او خوست په ولایتونو کې لږترلږه پر دوو ځایونو باندې بمونه وغورځول چې له امله یې د طالبانو د حکومت د ویاند ذبیح الله مجاهد د وینا پراساس د ښځو او ماشومانو په ګډون اته تنه وژل شوي وو.

همداشان د ۲۰۲۲ کال د جولاې د میاشتې د ۳۱ ورځې سهار وختي په کابل کې د امریکا متحده ایالاتو د پوځ د بې پیلوټه ډرون الوتکې په یو برید کې د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري وژل شوي وو.

د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې له افغانستان څخه د امریکا په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو د وتلو وروسته د پخواني رژیم اړوند د ملي اردو د هوايي ځواکونو ډیرې الوتکې او هیلیکوپترونه د منځنۍ اسیا دوو هیوادونو اوزیکستان او تاجیکستان ته انتقال شوي چې ورسره د طالبانو د هوايي ځواک پیاوړتیا یې ډیره کمزورې کړې ده.

د افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونود وتلو سره هممهاله په افغانستان کې د رادار سیستم فعالیت هم زیانمن شوی چې ورسره پر وخت باندې ددغه هیواد هوايي قلمرو ته د بهرنیو الوتکو د ننوتلو او د الوتکو تشخیص بهیریې زیانمن کړی دی.

د ۲۰۰۱ کال د مخه د افغانستان پوځ د پخواني پادشاه محمد ظاهر شاه د واکمنۍ د دورې څخه د پخواني جمهور رئیس نجیب الله د واکمنۍ ترپایه په مختلفو پړاونو کې په روسیه کې د تولید شویو پوځي وسایطو او تجهیزاتو څخه کار اخیست.

خو ددغو وسایلو څخه د ډیرو اوږدو کلنو لپاره کار اخیستل او په پوځي تولیداتو کې د نوې ټکنالوژۍ څخه کار اخیستل د روسیې پوځي وسایلو او تجهیزاتو پیریدلو ته د طالبانو لیوالتیا زیاته کړې ده.

طالبانو چې په ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې بیا واک ترلاسه کړی حکومت یې تراوسه د هیڅ کوم هیواد له خوا په رسیمت نه دی پیژندل شوی.