پاکستان کې په پولیو ویروس اخته ماشومانو شمیر ۲۶ تنو ته ورسید

د پاکستان د پولیو مخنیوي ادارې ویلي چې روان ۲۰۲۴ کال کې د پولیو تر ټولو زیاتې، یعنې ۱۵ پېښې په بلوچستان کې ثبت شوې دي. له دې سربیره د ګوزڼ ۷ پېښې په سیند ايالت، دوې په خیبر پښتونخوا او يوه، يوه پېښه په پنجاب ايالت او پلازمېنې اسلام اباد کې ثبت شوې ده.

د پاکستان د پولیو مخنیوي اداره وايي چې د اکتوبر پر لومړۍ نېټه (تله ۱۰) د دغه هېواد په سيند ايالت کې دوه نور ماشومان پوليو يا د ماشومانو ګوزڼ وهلي دي چې ورسره په روان ۲۰۲۴ کال کې تراوسه د پوليو د مثبتو پېښو شمېر ۲۶ ته رسېدلی دی.

دغې ادارې پر خپله وېبپاڼه په خپور کړي بیان کې ویلي دي چې د روغتیا ملي ادارې په سجاول ولسوالۍ او د کراچۍ په ختیځه ولسوالۍ کې د دوو ماشومانو په وینه کې پولیو ویروس شتون تائید کړی دی چې ورسره په پاکستان کې سږ کال د ماشومانو د ګوزڼ د پېښو شمېر ۲۶ ته رسېدلی دی.

د روغتیا ملي ادارې د اکتوبر پر لومړۍ نېټه (تله ۱۰) په خپل بیان کې زياته کړې ده چې دا په دواړو ولسواليو کې سږ کال د ماشومانو د ګوزڼ لومړۍ پېښې دي.

دغې ادارې ویلي چې روان ۲۰۲۴ کال کې د پولیو تر ټولو زیاتې، یعنې ۱۵ پېښې په بلوچستان کې ثبت شوې دي. له دې سربیره د ګوزڼ اووه پېښې په سیند ايالت، دوې په خیبر پښتونخوا او يوه، يوه پېښه په پنجاب ايالت او پلازمېنې اسلام اباد کې ثبت شوې ده.

په پاکستان کې په وروستيو کې په سرعت سره د پوليو د مثبتو پېښو زياتوالي روغتياپالان اندېښمن کړي دي.

په تېر ۲۰۲۳ کال کې د ماشومانو د ګوزڼ شپږ پېښې ثبت شوې وې چې څلور یې په خیبر پښتونخوا ايالت او دوه يې په سیند ايالت کې وې.

تر دې وړاندې، په پاکستان کې په ۲۰۲۲ کال کې۲۰، په ۲۰۲۱ کال کې یوه او په ۲۰۲۰ کال کې د پولیو ۸۴ پېښې ثبت شوې وې.

په پاکستان کې د روغتیا ملي ادارې په وروستیو میاشتو کې په خپلو بېلابېلو راپورونو کې ویلي دي چې تر اوسه یې د دغه هېواد د ۳۹ ولسواليو د ناولو اوبو په ۱۵۳ محیطي نمونو کې د پولیو ویروس موندلی دی.

د پولیو د له منځه وړلو لپاره د پاکستان د لومړي وزیر استازې عایشې رضا فاروق ويلي دي چې دا ډېر "ويجاړوونکی" حالت دی چې ګڼ ماشومان د واکسین د فرصتونو له لاسه ورکولو له پایلې سره مخامخ دي.

نوموړي زياته کړې: "دا زړه بوږنوونکې خبره ده چې پاکستاني ماشومان اوس هم د یوې داسې ناروغۍ له ګواښ سره مخامخ دي چې د پولیو واکسین په مرسته یې په اسانۍ سره مخه نیول کېدای شي."

عايشه فاروق وايي، هغه تصمیمونه چې دوی یې نن نیسي، د ماشومانو د راتلونکي خوندي کولو لپاره خورا مهم دي.

میرمن فاروق زياتوي: "که یو ماشوم د پولیو له امله اغېزمن شي، د دې معنی دا ده چې د هغه شاوخوا سلګونه ماشومان د دې ویروس خاموش لېږدونکي کېدای شي. په پاکستان کې تر هغه وخته هیڅ ماشوم په هیڅ ځای کې خوندي نه دی تر څو چې په دغه هېواد کې ټول ماشومان په مکرر ډول واکسین نه شي او دغه واکسين د محافظت يو داسې دېوال جوړ کړي چې د ويروس مخنيوی وکړي."

په پاکستان کې د سپټمبر پر ۱۳ (وږي ۲۳) د پولیو د مخنیوي لپاره د پیل شوي پنځه ورځني کمپاين پر مهال د دغه هېواد په ۱۱۵ ولسواليو کې تر پنځو کلونو کم عمر لرونکو شاوخوا ۳۳ ميليونه ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکي ورکړل شول.

په پاکستان کې د پولیو د له منځه وړلو د بیړنیو عملیاتو د ملي مرکز مشر محمد انوار الحق وايي چې د پولیو پروګرام ژمن دی چې هغه "تشې او ننګونې" په ګوته او حل کړي چې په دې لړ کې د پرمختګ مخه نیسي.

نوموړی زياتوي: "د پوليو ویروس موږ ته راښیې چې د مدافعت تشې چيرته شته او په تېرو وختونو کې په کومو سيمو کې زموږ څخه ماشومان له واکسينه پاتې شوې دي. دا زموږ لپاره اړینه ده چې د مدافعت دا تشې ډکې کړو."

په خيبر پښتونخوا ايالت کې د پوليو د مخنيوي پروګرام مرستيال ذيشان خان وايي چې د ميندو او پلرونو لخوا ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکي نه ورکول، له افغانستان سره پر پوله تګ راتګ، د کمپاين پر مهال د پوليو له واکسيني ډلو څخه د ځينو ماشومانو پاتې کېدل او پر يو وخت ټولو ماشومانو ته د پوليو د مخنيوي څاڅکي نه ورکول ځينې هغه لاملونه دي چې له امله يې پوليو ويروس په بشپړ ډول له منځه نه دی تللی.

نوموړی زياتوي: "که ماشومانو ته څلور او پنځه ځلې په پرلپسې توګه د پوليو د مخنيوي څاڅکي ورکړل شي نو د هغوی قوت مدافعت به قوي شي او ويروس به اغېز نه ورباندې کوي او دا ډول به ويروس ختم شي. يوازې په پېښور کې د هر کمپاين پر مهال پنځه يا شپږ زره داسې ماشومان له پوليو ضد څاڅکو پاتېږي چې ميندې او پلرونه يې خپلو ماشومانو ته د واکسین د ورکولو څخه انکاري وي. پر دې سربېره که ماشومان ناروغه وي او نس ناستی ولري نو بيا هم څاڅکي تاثير نه ورباندې کوي."

بلخوا د پوليو د مخنيوي نړيوال نوښت په خپل راپور کې ويلي چې په افغانستان کې په روان ۲۰۲۴ کال کې د پوليو د مثبتو پېښو شمېر ۱۹ ته رسېدلی دی. په افغانستان کې تېر کال شپږ ماشومان ګوزڼ وهلي ول چې ټول یې د ننګرهار ولایت وو.

د پوليو د مخنيوي نړيوال نوښت زياته کړې ده چې تېره اګست مياشت يې د کابل، کندهار او هلمند په چاپيريال کې د پوليو ويروس پنځه محيطې نمونې موندلې دي.

د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې په افغانستان کې د سپټمبر په روانه میاشت کې چې د ماشومانو د ګوزڼ ویروس پر ضد کوم کمپاین په پام کې وو، د هغه کمپاین د پلي کېدو د بڼې پر سر د طالبانو د حکومت د مخالفت له امله لا تر اوسه نه دی پیل شوی او د کمپاین د پیلېدو لپاره کومه نوې نیټه هم نه ده ټاکل شوې.

دا مهال په نړۍ کۍ افغانستان او پاکستان يوازينې دوه هېوادونه دي چې لا هم د پولیو ویروس په کې شته او ماشومان ترې اغیزمن کېږي.

روغتیاپالان وايي، که په یو کس کې د پولیو وایرس موجود وي نو په فضله موادو کې یې له بدن څخه خارجېږي او د ناپاکه اوبو په ویالو یا ځمکې لاندې د اوبو زېرمو کې سرایت کوي.

روغتیاپالان زياتوي چې پوليو يوه ويروسي ناروغي ده چې درملنه نه ‌لري او يوازې واکسين کولاى شي چې ماشومان له دغې ناروغۍ څخه وژغوري. هغوی ټینګار کوي چې اړینه ده چې تر پنځو کلونو پورې عمر لرونکي ټول ماشومان باید هر ځل د پولیو د کمپاين پر مهال واکسین شي.