طالبانو له ایران څخه غوښتي چې افغان بندیان ور وسپاري

د ایران د ایسنا خبري اژانس ددغه هیواد قضایه قوې د نړیوالو چارو مرستیال له قوله ویلي چې د ایران په زندانونو کې د پرتو ټولو بندیانو ۹۵ فیصده یې افغانان دي.

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت د ایران له حکومت غوښتي چې ددغه هیواد په زندانونو کې د اعدام د سزا سره د مخ بندیانو په ګډون افغان بندیان دې افغانستان ته انتقال کړي.

حمدالله فطرت د سه شنبې په ورځ اګست شپږم (زمري ۱۶) د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي تلویزیون سره په لنډه مرکه کې د ایران له حکومت غوښتي چې د افغان بندیانو سره دې له احتیاط څخه کار واخلي.

ښاغلي فطرت ویلي: "کله کله مونږ وینو په ایران کې افغان بندیانو ته د اعدام او نورو سزاګانو د اورولو خبرونه اورو په دې اړه زموږ غوښتنه دا ده چې له افغان بنديانو سره احتياط وشي او د افغانستان د عدلي او قضايي ارګانونو سره په ګډه همغږۍ دغه بنديان هم افغانستان ته را انتقال شي، تر څو دلته د افغانستان د قوانينو له مخې هغوی خپله سزا وويني."

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند دا څرګندونې وروسته له هغه کړي چې د ناروې په پایتخت اوسلو کې میشت د ایران د بشري حقونو سازمان، د اګست درېیم (زمري ۱۳) په یو راپور کې چې ددغه سازمان په انټرنیټي پاڼه خپور شوی ویلي چې د ایران حکومت د روان ۲۰۲۴ کال په تیرو اوو میاشتو کې ددغه هیواد په زنداونو کې د ۲۰ افغانانو په ګډون تر ۳۰۰ پورې کسان اعدام کړي دي.

په دې راپور کې ویل شوي چې د ۳۰۰ تنو اعدام شویو کسانو په ډله کې ۱۷۲ تنه د نشه يي توکو اړوند مسلو په تړاو اعدام شوي دي. همداشان په دغو اعدام شویو کسانو کې ۴۲ بلوڅان، ۲۰ کرد، ۲۰ افغانان او ۱۵ ښځې شاملې دي.

دغه سازمان ویلي چې ددغو اعدام شویو کسانو ۴۹ تنه یې د جولاۍ په تیره میاشت کې او ددغه شمیر ۳۶ تنه یې د جولاۍ د میاشتې په وروستیو ۱۱ ورځو کې اعدام شوي دي.

د ایران او افغانستان ترمنځ د بندیانو د سپارلو یو تړون د پخواني جمهوري رژیم پرمهال لاسلیک شوی چې د جمهوري رژیم د ړنګیدو وروسته هم ایران افغانستان ته د افغان بندیانو سپارلو ته دوام ورکړی دی.

د طالبانوتر کنټرول لاندې ملي تلویزیون مرستیال هدایت الله هدایت د ایکس په ټولنیزه شبکه کې د حمدالله فطرت له قوله لیکلي چې ایران تر اوسه افغانستان ته څلور زره افغان بندیان سپارلي دي.

د ایران د کورنیو چارو وزارت او د قضایه قوې چارواکو د جولاۍ ۱۴ (چنګاښ ۲۴) ویلي وو چې اوس مهال ددغه هیواد په زندانونو کې د مختلفو جرمنو ترسره کولو له امله ۵۳۹۹ تنه افغانان بندیان دي.

د ایران د ایسنا خبري اژانس ددغه هیواد قضایه قوې د نړیوالو چارو مرستیال کاظم غریب ابادي له قوله ویلي چې ددغه هیواد په زندانونو کې د پرتو ټولو بندیانو ۹۵ فیصده یې افغانان دي.

د ایران د کورنیو چارو وزارت ویلي چې دغه شمیر افغانان د نشه يي توکو، غلا، د اشخاصو پر وړاندې جرمونو، له سرحد څخه غیرقانوني داخلیدلو، د عمومي عفت پر وړاندې د جرمونو، د ملکیت او امنیت پر وړاندې د جرمونو د ترسره کیدو له امله بندیان شوي دي.

ددغه وزارت د معلوماتو پر اساس افغان بندیان تر ډیره د تهران، خراسان رضوي، اصفهان، یزد، فارس، کرمان، یستان او بلوچستان، البرز، قم، جنوبي خراسان او سمنان په زندانونو کې د خپل بند موده تیروي.

خو د ایران د کورنیو چارو وزارت د هغو بندي افغانانو په اړه څه نه وو ویلي چې لا هم یې دوسیې نه دي بشپړې شوې او یا هم د اعدام د سزا سره مخ دي او ددغه هیواد په زندانونو کې ورځې شپې سبا کوي.

د ایران او د طالبانو د حکومتونو ترمنځ د نورو مسلو ترڅنګ د بندیانو په تړاو هم په تهران او کابل کې خبرې شوي دي.

د ایران قضایه قوې د مرستیال په مشرۍ یو پلاوي د روان ۲۰۲۴ کال د جنورۍ ۲۰ (مرغومې ۳۰) کابل ته د سفر پرمهال د طالبانو د حکومت د چارواکو سره د ایران په زندانونو کې د افغان بندیانو د وضعیت، د ایران او افغانستان ترمنځ د بندیانو د سپارلو د موافقې او په دغه هیواد کې د میشتو افغان کډوالو په ستونزو خبرې کړې وې.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل ددغو خیرو په اړه رسنیو ته ویلي و چې د دواړه هیوادونو تر منځ د زندانیانو ستونزو د هواریدو، د زندانیانو د استرداد د موافقتنامې پلي کولو، په اعدام محکوم شویو افغانانو ته د بدیلو میکانیزمونو پیداکولو او د افغان مهاجرینو اړوند حقوقي او جنایي برخو کې له یو بل سره د همکاریو ترسره کولو مفصلې خبرې وشوې.

همداشان د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د ایران په زندانونو کې افغان بندیانو ته د قنسولي خدمتونو د وړاندې کولو غوښتنه هم کړې وه.

د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا کابل ته د کاظم غریب‌ ابادي په مشرۍ د پلاوي د سفر په اړه ویلي وو چې دواړو خواو په دې کتنه کې د یو لړ موضوعاتو په اړه لکه تروریزم او د تکفیري ډلو سره د کلکې مبارزې او په دې برخه کې د ګډې قضایې کمیټې جوړیدل، افغانستان ته د ایران د قضایي تجربو انتقال، د محکومو شویو انتقال او د مجرمانو د استرداد اړوند مسلو خبرې کړې وې.