د طالبانو د حکومت د سرحدونو او قبائیلي چارو وزارت سرپرست نورالله نوري ویلي چې افغانستان د پاکستان سره سرحد نه، بلکې فرضي کرښه لري.
نورالله نوري چې د تورخم دروازې د تړل کیدو په وجه د رامنځته شویو ستونزو د حل په مقصد یې تورخم ته سفر کړی و، د کمرې پر وړاندې د یوې پوښتنې په غبرګون کې وویل، چې افغانستان د پاکستان سره "رسمي سرحد او صفري نقطه نلري او د ډیورند کرښه د دواړو هیوادونو ترمنځ یوه فرضي کرښه» ده.
ښاغلي نوري زیاته کړه: « مونږ د دوی [پاکستان] سره کوم رسمي سرحد نلرو او مونږ د دوی سره خپله صفري نقطه نلرو، دا زمونږ او د دوی په منځ کې یوه فرضي کرښه ده. د کرښې په اوږدو کې په ځنو دروازو کې البته ځنې مشکلات پیدا کیږي لکه تورخم دروازه کله د بولدک دروازه چې ځنی مشکلات پیدا کیږي، البته د هر چا خپل سیاست دی خو ددې مشکلاتو د حل لپاره مونږ تل متوجه یو.»
نوری همداشان په دې ویدیو کې چې په ټولینزو رسنیو کې په پراخه کجه خپره شوې، وایي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سرحد تر اوسه روښانه ندی او دواړه هیوادونه فرضۍ سرحدي کرښه لري.
هغه پدې ویدیو کې ویلي: "دا یوه اوږده مسله ده، دا به په مختصر وخت کې ګرانه وي چې سړی مکمل ځواب ووایي... د افغانستان اسلامي امارت ستونزې او مشکلات په هر اړخیز ډول په پام کې لري، که د ګاونډي هیوادونو سره د تګ راتګ مسله وي په خاص ډول د پاکستان سره چې مونږ دوی سره د ډیورند فرضي کرښه لرو، مونږ د دوی سره کوم رسمي سرحد نلرو او مونږ د دوی سره خپله صفري نقطه نلرو، دا زمونږ او د دوی په منځ کې یوه فرضي کرښه ده."
خو د طالبلنو د بهرنیو چار و وزارت تر اوسه د ښاغلي نورې د څرګندونو په اړه تبصره نده کړې.
د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې په افغانستان د طالبانو د بیا واکمن کیدو وروسته د تورخم او سپین بولدک دروازې څو ځلې تړل شوي او حتی د دواړو هیوادونو سرحدي ځواکونو وسله والې نښتې هم کړې دي.
د سیاسي چارو کارپوه مصطفی مدثر امریکا غږ ته وویل چې د ډیورنډ کرښه په تېرو ۷۶ کلونو کې تل له پیچلتیاو سره مل وه او ده.
هغه وویل: "د ډیورنډ کرښه د سرحدی کرښې په توګه یوه حقوقی مسله نه، بلکې یوه سیاسی مسله ده. دا په افغانستان کې یو قومي او ممنوع بحث ګرځېدلی دی."
مدثر وویل: "د افغانستان حکومتونه تل ادعا کوي چې موږ دغه لیکه په رسمیت نده پېژندلی. دا پداسې حال کې دي چې یوازې هند د افغانستان د داعې ملاتړ کړی دی. خو په نړۍ کې کوم بل هېواد د افغانستان د داعې ملاتړ نه کوي، بلکې د پاکستان ملاتړ کوي."
دې سیاسي شنونکي همداشان وویل چې بله پیچلې ستونزه دا ده چې افغانستان په هغو سیمو کې چې د مالکیت ادعا یې کوي د قونسلګري دفترونه لري - د کوټې او پېښور ښارونه - د مدثر په وینا، د پاکستان په دې دوو ښارونو کې د قونسلګرۍ درلودل د هغه د پېژندلو په معنا دي.
خو مدثر وايي، چې د طالبانو د سرحدونو وزارت د سرپرست څرګندونې یو ډول ښکارندویي دي، چې غواړي د پاکستان پر وړاندې خپل ځواک وښيي.
په افغانستان کې د افغانستان او پاکستان د اړیکو یو کارپوه چې نه یې غوښتل نوم یې د امنیتي دلایلو له امله په راپور کې خپور شي امریکا غږ ته وویل چې، "د طالبانو د سرحدونو د سرپرست وزیر ادعا قومي اړخ لري."
خو د سیاسي چارو شنونکی میاګل وثیق بیا وایي چې د ډیورنډ قرار داد د سلو کلونو لپاره وو چې اوس یې وخت پوره شوی دی او افغانانو ته هیڅ وخت ددې کرښې له منلو کیدو سره موافق ندي.
هغه وویل: "دا د یو ملت غوښتنه ده، که سل ځله اغزن تار وکاږي خو که یې ملت ونه مني هغوی خپل هدف نشي ترلاسه کولی. دا مشکل د پاکستان د حاکمانو په غوښتنه نه هواریږي، دا د ملګرو ملتونو او د هغو ملتونو په نظر هواریدای شي چې هلته پراته دي، آیا هغوی د پاکستان څخه رازي دي؟ دا خلک د اغیزن تار په غځیدو نه بیلیږي. هغوی (پاکستان) نشي کولی دغه وجود سره بیل کړي."
د افغانستان پخوانيو حکومتونو له پاکستان سره د بریتانوي استعمار د دورې د حدودو په اړه چې په ۱۸۹۳ کال کې په نښه شول، اختلاف لري. دا پوله د هغه وخت د برتانوي هند د ډپلوماټ هنري مورټیمر ډیورنډ او د هغه وخت د افغانستان د واکمن عبدالرحمن خان ترمنځ د تړون په پایله کې رامنځته شوه.
پاکستان د افغانستان د حکومتونو اعتراضونه رد کړي او ویلي یې دي چې دا نړیواله پوله په ۱۹۴۷ کال کې هغه مهال ورته په میراث پاتې شوه چې له بریتانیا څخه یې خپلواکي واخیسته.