طالبان: تیرو شپږو میاشتو کې د نږدې ۸۰ میلیون ډالرو انجه او زعفران صادر شوي

د کرهڼې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د یو راپور له مخې په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې د ۲۱ ټنو څخه زیات زعفران تولید شوی وو.

د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې د روان ۱۴۰۳ لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د افغانستان څخه امریکا، ګاونډیو او د سیمې هیوادونو ته د ۷۷.۵ میلیونو ډالرو په ارزښت انجه او زعفران صادر شوي دي.

ددغه وزارت ویاند اخوندزاده عبدالسلام جواد د پنجشنبې په ورځ اکتوبر ۱۷( تلې ۲۶) رسنیو ته په استول شویو ویډیويي پیغامونو کې ویلي چې په دغو صادراتو کې ۶۱۷ ټنه انجه شامله ده چې د ۵۸ میلیون ډالرو په ارزښت هند، ازبیکستان، د امریکا متحده ایالاتو، متحده عربي اماراتو او ایران ته صادره شوې ده.

همداشان ښاغلي جواد ویلي چې په همدې موده کې له افغانستان څخه د ۲۰.۵ میلیونو ډالرو په ارزښت ۸۰ ټنه زعفران هند، اسپانیا، سعودي عربستان، امریکا، فرانسې، جرمني او بریتانیا ته صادر شوي دي.

په افغانستان کې په وروستیو څه باندې دوو لسیزو کې په ځانګړي ډول په دغه هیواد کې د طالبانو د حکومت له خوا د کوکنارو پرکرکیله باندې د بندیز د لګیدلو وروسته ددغو دواړو توکو کښت زیات شوی دی.

زعفرانو کښت لومړي د افغانستان په لودیځ ولایت هرات کې نږدې دوه لسیزې دمخه پیل شو چې اوس ددغه هیواد په اکثرو ولایتونو کې کړل کیږي. د کرهڼې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د یو راپور له مخې په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې د ۲۱ ټنو څخه زیات زعفران تولید شوی وو.

د افغانستان زعفران د ذایقې له مخې نړیوال شهرت لري او د روان ۲۰۲۴ کال په بلجیم کې د ذایقې نړیوالې ادارې له خوا د افغانستان زعفران په یوه نړیواله سیالۍ کې په پرله پسې ډول د نهم ځل لپاره د نړۍ د کیفیت لرونکی زعفران په توګه اعلان شوی دی.

همداشان په افغانستان کې د انجې کښت چې اکثره ددغه هیواد په شمالي ولایتونو کې کرل کیږي هم پراخه شوی دی، چې د اوبو لاندې ځمکو سربیره په للمې ځمکو کې هم کرل کیږي.

انجه د زعفران په څیر د افغانستان د طبي صادراتي بوټو په ډله کې شمیرل کیږي، چې په درملو په جوړولوکې ورڅخه کاراخیستل کیږي . دغه طبي بوټې په طبیعي ډول د افغانستان د شمال او شمال ختېځ ولایتونو په غرونو کې راشین کیږې. په وروستیو کلونو کې د يو شمېر خصوصي شرکتونو له خوا د انجې تخم له تاجیکستان او قزاقستان څخه افغانستان ته راړول شوې، چې بزګران یې د حاصل څخه خوشاله دي او د کوکنارو په کښت باندې د طالبانو د حکومت له خوا د بندیز وروسته ډیرو بزګرانو ددغه بټې کرلو ته مخه کړې ده.

د طالبانو د حکومت د احصایې او معلوماتو د ملي ادارې د راپور له مخې افغانستان د روان ۱۴۰۳ لمریز کال په لومړیو دریو میاشتو کې ۲۹۳.۲ میلیونو ډالرو په ارزښت توکي بهرنیو هیوادونو ته صادر کړي دي.

ددې راپور پراساس د روان لمریز کال د حمل په میاشت کې ۹۵.۶ میلیونو ډالرو، د ثور په میاشت کې ۱۰۴.۶ میلیونو ډالرو او د جوزا په میاشت کې ۹۳.۳ میلیونو ډالرو په ارزښت توکي بهرنیو هیوادونو ته صادر شوي دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې افغانستان په تیر ۱۴۰۲ لمریز کال کې بهرنیو هیوادونو ته شاوخوا دوو میلیاردو ډالرو په ازښت توکي صادر کړي وو.

د طالبانو د حکومت د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویلي چې افغانستان د روان ۱۴۰۳ کال په لومړیو دریو میاشتو کې له بهرنیو هیوادونو څخه ۲.۵ میلیاردو ډالرو په ارزښت توکي وارد کړي دي.

د نړیوال بانک د یو راپور له مخې د افغانستان د صادراتو په پرتله د وارداتو کسر خورا زیات دی او تیرکال دغه هیواد ته له اوو میلیاردو ډالرو څخه زیات توکې وارد شوي وو.