د طالبان د حکومت د کابل پولیسو ویاند خالد ځدراڼ وايي چې د کابل هوايي ډګر سره نږدې په یوه چاودنه کې لږ ترلږه څلور تنه ټپیان شوي دي.
خالد ځدراڼ رسنیو ټه په یوه استولې خبرپاڼه کې ویلي چې دا چاودنه د شنبې د ورځې ډسمبر ۲۸ (مرغومې اتم) سهار مهال د کابل هوايي ډګر پر سړک د شیخ زاید روغتون ته څیزمه شوې ده.
هغه ویلي: "د شیخ زاهد روغتون څېرمه په سړک یوه چاودنه شوې چې له امله یې څلور تنه عام هېوادوال سطحي ټپیان شوي. امنیتي ځواکونه د پېښې ځای ته رسېدلي او پلټنې روانې دي".
خالد ځدران ددې چاودنې دقیقه نیټه نه ده ښودلې، خو ویلي دي چې ټپیان روغتون ته لېږدول شوي او روغتیايي حالت یې هم د ډاډ وړ دی.
د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت هم د چاودنې له ځای سره نږدې موقعیت لري.
د طالبانو د حکومت یوې مخالفې وسله والې ډلې د مقاومت ملي جبهې رسنیو ته په یوه استولې خبرپاڼه کې ویلي چې د دغې ډلې کسانو د کورنیو چارو وزارت پر یوې قرارګاه باندې نن د شنبې د ورځې سهار ۹:۳۰ بجې برید کړی، چې په پایله کې يې د طالبانو ددغې قرارګاه د قوماندان په ګډون لس تنه مړه او پنځه نور ټپیان شوي دي.
دغې جبهې ویلي چې په دې برید کې د طالبانو درې موټر هم ویجاړ شوي دي.
خو تراوسه په خپلواک ډول ددې پیښې په اړه دا معلومات نه دي تائید شوي.
په افغانستان کې د اسلامي دولت د خراسان د څانګې "داعش" د ډلې سربیره چې د اکثرو بریدونو او بمي چاودنو مسولیت په غاړه اخلي، د طالبانو د حکومت ځنې نورې مخالفې وسله والې ډلې هم د کابل په ګډون په یو شمیر ښارونو کې بریدونه ترسره کوي.
په کابل کې اکثره د طالبانو امنیتي ادارې د مخالفو وسله والو د بریدونو او بمي چاودنو په تړاو معلومات له رسنیو سره نه شریکوي او د دغسې بریدونو په اړه معلومات له رسنیو پټ ساتل کیږي.
ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان د وضعیت په اړه په خپل یو وروستي راپور کې د احمد مسعود په مشرۍ د مقاومت ملي جبهې او د افغانستان د ازادۍ د جبهې نومونه د داعش ترڅنګ د هغو ډلو په لړ کې یاد کړي، چې د طالبانو پرخلاف بریدونه ترسره کوي.