د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې چاودنې مرګ ژوبله اړولې


کابل کې د ایمرجنسي روغتون (د ارشیف عکس)
کابل کې د ایمرجنسي روغتون (د ارشیف عکس)

په کابل ځايي سرچینې وايي چې د پامیر سینما په سیمه کې په یوه چاودنه کې دوه کسان مړه شوي او ۱۱ نور ژوبل شوي دي.

چاودنه د کابل د پامیر سینما په سیمه کې د زړو جامو د پلور په یو مارکیټ کې په ځايي وخت د ماسپښين شاوخوا دوه بجې شوې ده.

په کابل کې د ایمرجنسي روغتون مسئولینو ویلي چې ژوبل کسان دغه روغتون ته وړل شوي دي.

په افغانستان کې د ایمرجنسي مرستیال مشر سټیفانو سمیرنوف وویل: "تراوسه موږ ۱۱ ټپیان لرو چې روغتون ته لیږدول شوي. په دوی کې یوه درې کلنه ماشومه، یو څلور کلن ماشوم، یو ۱۶ کلن هلک، دوه ښځې او شپږ سړي شامل دي چې د یو حالت د اندېښنې وړ دی."

سمیرنوف ویلي چاودنه داسې مهال شوې چې د زړو جامو مارکیټ تازه پرانیستل شوی و او ډیرو خلک د ورننوتلو هڅه کوله.

د طالبانو یوې سرچینې د موضوع د حساسیت له کبله د خپل نوم د نه ښودلو په شرط ازادۍ راډیو ته ویلي چې، پېښه وروسته له هغه شوې چې یو بریدګر چې چاودېدونکي توکي ورسره وو، غوښتل د تذکرو ریاست ته ننوځي.

دغې سرچینې ویلي چې د منفجره توکو د چاودنې له کبله برید کوونکی ټپي شوی او دوه کسان وژل شوي دي.

ددې پیښې مسئولیت سمدستي چا په غاړه ندی اخیستی.

د پامیر سینما د کابل ښار د تر ترټولو زیاتې ګڼې ګوڼې لرونکو سیمو کې شامله ده. سمیرنوف ویلي چې په پېښه کې داسې کسان زیانمن شوي چې په شدیده بې وزلۍ کې ژوند کوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG